د الهام مرغکۍ | ادبي پارچه

مودې وشوي ، چې تا په خپلو خیالونو کې نه وینم ،نور کله به ناڅاپه لکه یوه کوچنې مرغکۍ زما دزړه په ګل بوټو او ښاخونو آخوا اودیخوا را الوتې ، او زما د زړه ښاخونه به دې وخورول ، ته به کله چې راغلی نو ډیرې نوې او تازه نوښتونه به دې د ځانه سره راوړل ،کله به دې د معنویاتو له دنیاګۍ څخه یو معنوي روح او کله به دې د عشق او مستۍ له کوڅو څخه د عشق او مستۍ شور او جنون د ځانه سره راوړ ،کله به دې دردونه راکړل ،او کله به دې د میني احساس کې داسي ډوب کړم چې له ځانه به بیګانه شوم ،موده وشوه چې د خپل د خیالونو په ورشو ګانو کې تا نه وینم ،ستا په راتلو به زما مشام ته لکه د ګلونو وږمې راتلي زه به پوه شوم چې ته راغلې بلها موده وشوه ،چې زما د روح په بڼ کې ستا څرک نه لیدل کیږي ،تا تیر یادونه راوړل تا به زما شعر ته ګلونه راوړل ،تا به داسی غنچې راوړلي چې په هغه باندی به د هر صاحبدل روح او دماغ تازه کیده ،زه اوس د ناامیدۍ په سوچونو کې ډوب ناست یم خو د دې ورشو ګانو ، ګلونو ، او ښکلو منظرو نه الهام نه اخلم.

سید عبیدالله نادر 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب