الله تعالی ته مـحبوب خلک مـجاهديـن دي

الله تعالی.ج. فرمايي : اِنَّاللهَ يُحِبُّ الَّذِيْنَ يُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِيْلِهِ صَفًّا کَاَنَّهُمْ  بُنْيَانٌ مَّرْ صُوْصٌ ط

بېشکه الله تعالی هغه خلک خوښوي چې د هغه په لاره کښې د تړلي صف په شکل کښې جنګ کوي لکه چې دوی کلک شوی ديوال وي.

محاهد رحمه الله وايي چې دا آيت شريف د انصارو د يوې ډلې په باره کښې نازل شوی دی په دغه ډله کښې  عبدالله بن رواحه. رضی الله عنه هم وه.

دغو حضراتو په يوه محفل کښې ويلي وو چې که چېرته  موږ ته هغه عمل معلوم شي چې دالله تعالی ډير زيات خوښ دی نو موږ به تر مرګه پورې همغه عمل کوو.

بیا کله چې دا آيت نازل شو چې الله تعالی ته له ټولو زیات محبوب عمل جهاد دی نو حضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه وفرمايل چې اوس به د ژوند تر آخري سلګۍ پورې جهاد کوم هغه رضی الله عنه همداسې وکړل او له کفارو سره د جهاد په حالت کښې شهيد شو.

 او له حضرت عمران بن حضین رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کريم صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :  د جهاد په صف کښې د یو سړي ودرېدل دالله په نزد دشپېتو (۶۰) کالو له عبادت څخه بهتر دي.

نو ځکه عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ويلي دي چې : که چېرته زه د الله په لاره کښې دښمن ته مخامخ ودرېږم نه يې په توره ووهم او نه يې په نېزه او نه يې په غشو سره وولم دا لدې څخه غوره دي چې شپېته کاله له ګناه نه پاک دالله تعالی عبادت وکړم.

 (الصف او المستدرک للحاکم)

 ليکوال: محمد امارتي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب