شام سیمه د حدیثو په رڼا کې

شام د سُرياني ژبي لفظ دی ، او د حضرت نوح (عليه السلام) زوی حضرت سام بن نوح ته يې نسبت کيږي ، د نوح (عليه السلام) پر قوم باندي د طوفان تر راتللو وروسته سام بن نوح په همدغه سيمه کي ميشت او اباد شوی دی ، او ځينو مؤرخينو يې د نوموني نوري وجي هم ویلي دي.

د شام د هيواد په اړه په نبوي احاديثو کي ګڼ شمېر فضايل ذکر شوي دي، د مقدس کتاب قرآنکريم په یوشمير اياتونو کي هم د شام ځمکه مبارکه او نېکمرغه بلل شوېده.

د شام مبارکه سيمه تر لومړي جنګ عظيم پوري د عثماني خلافت تر پالني او نظارت لاندي يو واحد او نه بېلیدونکی دولت ؤ ، چي وروسته د انګريز او فرانس د (سره بېل يې کړه ايل یې کړه )استعماري سياست ښکار شو ، او پر څلورو برخو (سوريا ، لبنان ، فلسطين او اوردن ) باندي وويشل شو .  

مګر په قرآن او سنت کي چي چيري هم د شام ذکر راغلی مراد ورڅخه همدغه ټوله سيمه ده کومه چي نن تر سوريا ، لبنان ، فلسطين او اردن لاندي ده .

د «معجم المعالم الجغرافية» مصنف ليکلي چي د شام د لفظ په اړه در ې اصطلاحګاني د سيرت او غزواتو په کتابونو کي ليدل

کيږي : لومړی د عربو اصطلاح ده ، چي ددوی په اصطلاح شام هر هغه سيمي ته ويل کيده چي هغه به د شمال لورته واقع وه . دوهمه اصطلاح د ځينو عوامو ده چي هغوی دمشق او څه بالا سيمي ته شام وايه . او دريمه يې تاريخي اصطلاح ده ، د تاريخ په رڼا کي شام هغي ټولي سيمي ته ويل کيږي چي   سوريه ، اردن ، لبنان او فلسطين لاندي کړې ، او دغو سیمو ته «سورية ُ الکبری» هم ويل کيږي ، او په دې سره ډير وروسته په « روماني دور» کي نومول شوی دی ، او بيا د لومړي جهاني جنګ له ختميدلو وروسته د شام يوه خاصه ټوټه په سوريه سره ونومول شوه ، چي اوس په جمهورية العربية السورية سره ياديږي .

هغه زياتوي چي په لومړي ځل مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د «موته» د غزا په مهال شام ته ننوتي دی ، خو د شام ټولي سيمي د حضرت عمر فاروق د خلافت په مهال فتح شويدي ، په نني عصر کي شام د عربو له خورا قديمو او لرغونو ښارونو څخه شميرل کيږي ، شام ډيري ګڼي او نښتي ابادۍ لري ، او بهيدونکو نهرونو ، شنو او زرغونو کښتونو يې ښکلا نوره هم زياته کړېده   .  

د شام د لویو ښارونو نومونه په دې ډول دي :     القدسُ الشريف ، قدس د صهيوني شريرو او ناوليو اسرائيلو تر ولکې لاندي دی . عمّان : د أردن پايتخت . دمشق : د جمهوريه سوريې پايتخت   .   بيروت : د لبنان پايتخت . او دارنګه په لسګونو ښارونه ، لکه «عَقَبَه» «أربَد» «نابُلُس» «حَمَاة» «حِمص» «حلب» «طرابلس» «صُورَ» «صَيدَا» «يافا» حَيفَا»     . (معجم المعالم الجغرافية /تعريف باماکن الواردة) . هو دشام هیواد لپاره بس یوازې همدا امتیاز کافي دی چې

الله تعالی په قرآن کريم کي د شام سيمي ته په څو څو ځله اشاره فرمايلې ، او هغه يې د خير ، برکت او خوشحالۍ ځمکه بللې ده، د سورت يونس په ۹۳مبارک آيت کي يې دغي مځکي ته «مبوّأ صدق» ويلی ، يعني پاک ، خوښ کړ سوی او نيک هستوګنځای . دارنګه يې د «الأعراف : ۱۳۷» او «الأنبيآء : ۷۱» او «الأنبيآء ۸۱ »او «سبآء : ۱۸» په آيتونو کي د شام سيمه داسي ياده کړې : «التي بارکنا فيها» ، يعني هغه ځمکه چي موږ پکي خير او برکت ايښی   .   او همدارنګه يې د مسجد اقصی په اړه د «الأسرآء » په لومړي آيت کي داسي فرمايلي : «الذي بارکنا حوله» يعني هغه مسجد چي د هغه شا وخوا موږ بابرکته او نيکمرغه ګرځولې ده .

د شام د فضيلت په اړه په مبارکو احاديثو کي هم ګڼ شمېر ارشادات فرمايل شوي دي، مثلا همدغي سيمي ته به امام مهدي له حجاز څخه هجرت کوي او همدلته به د اسلامي فوځيانو مشري په غاړه لري ، د حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه نزول به هم په همدې علاقه ، يعني د دِمشق په مشرق کي پر سپينه مناره باندي وسي . همدارنګه نبي صلی الله عليه وسلم د شام په اړه د برکت داسي دعا کړېده: اې الله ! زموږ لپاره په شام کي برکت واچوې (البخاري) .

په اسلام کي له درو سترو مقاماتو څخه لومړۍ قبلې بيت المقدس د شام ارزښت اومذهبي حيثيت نورهم زیات کړی دی، کومي لوري ته چي   اشرف المخلوقات مصطفی صلی الله عليه وسلم او د هغه اصحابو ۱۶يا ۱۸مياشتي په لمانځه کي مخ ګرځولی او دشام بیت المقدس یې دقبلي په ډول منلې وه   ، ددغي قبلې جوړښت د مسجد حرام (مکه مکرمه) تر تاسيس څلويښت کاله وروسته شوی دی ، تر مسجد حرام او مسجد نبوي وروسته د فضيلت او برکت له مخي په دريمه درجه کي مسجــــد اقصی قرار لري ، د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم تر عربي جزيرې دباندي چي کله هم سفر فرمايلی نو هغه د شام لور ته ؤ ،   د معراج له پيښي سره هر مسلمان ښه اشنا دی ، چي يوه شپه د الله تعالی له لوري حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له مکې مکرمې څخه مسجد اقصی ته وروستل شو ، او هلته ټولو أنبياؤ دده مبارک په امامت کي لمونځ ادا کړ ، وروسته له همدغي سيمي څخه چي په شام کي واقع ده د اسلام پيغمبر اسمانو ته دعوت شو ، او دالله تعالی په دربار کي يې حاضري ورکړه ، په دغه سفرکي ده مبارک د جنت او دوزخ ننداره هم وکړه ، او په اوو اسمانونو کي يې له ګڼ شمېر انبيآؤ سره ملاقات وکړ ، دغه ټوله پېښه د شپې په يوه برخه کي شروع او پای ته ورسيده ، ياده دي وي چي له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پوري دغه سفر ته «اسرآء» ويل کيږي کوم چي په قرآن سره ثابت دی ، او منکر یې کافر ګرځي ، او له مسجد اقصی څخه بيا تر اسمانونو پوري دغه سفر په معراج سره ياديږي ، ددغه سفر منکر که څه هم کافر نه بلل کيږي مګر فاسق او فاجر ضرور دی .

که څه هم لومړۍ قبله د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت په مهال د مسلمانانو په ولکه کي راغله ، خو اصل او بنسټ يې د حضرت اسامه بن زيد بن حارثه رضي الله عنه لښکر ؤ ، هغه چي پخپله رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په ۱۱هجري د صفر المظفر په مياشت کي د روانیدلو فيصله کړېوه ، او بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ناروغي په اوږدېدلو سره دغه اسلامي فوځ له مدينې منورې سره دکم وخت لپاره تم شو ، چې بیا وروسته د حضرت أبوبکر صديق رضي الله عنه په دخلافت په شروع کي دغه فوځ په لومړي ځل پر شام باندي د بريد لپاره وخوځيدی .

د شام په سيمه کي نژدې ۱۵سوه کاله سُرياني ژبه چليدله ، خو د هغه ځای ميشتو اسلام ته په لوړه کچه اخلاص او محبت سره استقبال وکړ ، او په ډير لږ وخت کي عربي ژبه د هغوی په مورنۍ او اصلي ژبي واوښته ، خورا تکړه او جيدو محدثينو او فقهآؤ په همدغه مبارکه مځکه کي دنيا ته سترګي روڼي کړي ، همدا لا مل وو چي د دمشق له فتح وروسته يواځي ۱۶يا ۱۷کاله وروسته دمشق د اسلامي خلافت او واکمني پايتخت او مرکز جوړ شو .

داراز الله تعالی د شام سيمه د خپلو پيغمبرانو لپاره ټاکلې ، تر دې چي زيات شمير پيغمبران په همدغه مبارکه خاوره کي د انسانانو د لارښووني لپاره راليږل شويدي   .

په ګڼ شمېر رواياتو کي د شـــــــــــــام د مقدسي خاوري په اړه دا څرګنده شوې ده چي شام به د اسلامي غازيانو او قهرمانانو لپاره يو ستر مرکز وي ، چي دهغوروایتونو له جملې څخه يې ځيني په لاندي ډول دي :    

(۱) : د صحيح مسلم په يوه مبارک حديث کي راغلي چي تر څو چي د قيامت ورځ راځي تر هغه به «اهل الغرب» يعني د لويديځ ميشت مسلمانان غالبه وي ، علامه ابن جوزي يې په شرح کي ليکلي چي ګواکي په دغه حديث کي د کفارو په مقابل کي د هغوی جهاد ته اشاره شوېده ، او هغوی به په دې کار کي پر حق باندي وي . او علامه الباني ذکر کړي چي له «اهل الغرب» څخه د شام اوسيدونکي مراد دي (کشف المشکل /السلسلة الصحيحة) .  

په یوه حدیث کي راځي چي الله تعالی ته په ځمکه کي تر ټوله غوره ځای «شام» دی ، او په شام کي د الله تعالی غوره بندګان ميشت دي ، او خامخا ، يقينا زما له امت څخه به يوه ډله جنت ته له عذاب او حساب پرته ننوځي . (فيض القدير و صححه الألباني) .   په يوه بل روايت کي داسي هم راغلي چي له شام څخه وتل به د الله تعالی د غضب په سبب وي ، او هغه ته ننوتل به د الله تعالی د رحم او مهرباني له وجي وي (ضعفه الالباني) .

(۳) :   خبردار !!! د مسلمانانو او مومنانو د کور ، يعني د هستوګني عمده او اساسي ځای شام دی ، او داسي «اسان» چي په تنديانو کي يې خير او برکت دی تر قیامته پوري تړلي دي (يعني د اسلام د دښمنانو په مقابل کي د جهاد لپاره )   علامه مناوی رحمه الله ليکلي چي مراد دا چي شام به د فتنو په زمانه کي د مسلمانانو لپاره تر ټولو خوندي او د ارام تم ځای وي . ( رواه أحمد و حسنه الالباني ) .

(۴) : د شام اوسيدونکي په ځمکه کي د الله تعالی د عذاب غمچينه ده ، په دوی سره چي د الله تعالی چاته خوښه وي له هغوی څخه غچ اخلي ، د شام پر منافقينو باندي الله تعالی دا خبره حرامه کړې چي دوی د شام پر مومنانو باندي برلاسي شي ، او په داسي حال کي به مري چي غمجن او دردمن به وي .   (ضعفه الالباني).

(۵) : يا طوبى للشام يا طوبى للشام يا طوبى للشام !!! يعني اې! شام لره نيکمرغي ده ، رسولله ﷺ دا کلمه درې ځله وفرمايله ، په يوه بل روايت کي راغلي چي «طوبی للشام» يعني خوشالي ده شام لره ،   اصحابو عرض وکړ يارسول الله ! له څه وجي داسي وايې ؟   هغه مبارک ورته وفرمايل : د الله تعالی پرشتې وينم چي خپل وزرونه يې پر شام باندي غوړولي دي . (فضائل الشام و دمشق ، و صححه الالباني ) .

(۶)   :   ما وليدل چي زما تر بالښته لاندي د خېمې يوه مټه او ستن راويستل شوه ، ما خپلي سترګي ورپسې کړې ، ناڅاپه مي وليدل چي يو روښانه نور ؤ او د شام لور ته يووړل شو ،   خبردار !! کله چي فتنې په ځمکه کي وغوړيږي نو ايمان به په شام کي وي . دغه حديث په بېلابېلو سندونو او الفاظو سره روايت شوی د لا معلومات لپاره دي فتح الباري د ابن حجر عسقلاني رحمه الله «باب عمود الفسطاط تحت وسادته» وکتل شي .   (فضائل الشام و دمشق /ورواه الطبراني في الأوسط والکبير / والحاکم / هکذا في الترغيب والترهيب وصححه الالباني) .

(۷) : د اسلام پيغمبر فرمايلي : د سختي نښتي او جګړو په مهال به د مسلمانانو خيمه (يعني ميشت ځای) غُوطه نومي ځای وي ، کوم چي د دمشق ښار ته څېرمه دشام له غوره ښارونو څخه دی . او په يوه بل روايت کي راغلي چي : د عظيمي جګړې په مهال به د مسلمانانو فسطاط او خيمه په داسي ځمکه کي وي ، کومي ته چي غوطه ويل کيږي ، په هغه کي يو ښار دی د دمشق په نامه ، هغه به په همدغه ورځ د مسلمانانو د ورتللو لپاره تر ټولو غوره ځايونه وي (ابوداؤد / احمد/ وصححه الالباني).

(۸) : مسيح ، يعني دجال به د مشرق له لوري څخه راوځي ، او هدف به يې مدينه منوره وي ، تر دې چي د أحُد د غره شاته به ځان ورسوي ، خو له دې سره به پرشتې د هغه مخ بيرته د شام لورته وګرځوی ، او همالته به هلاک شي . (رواه مسلم) .

(۹) :   دجال به   مدينې ته څيرمه يوې سيمې ته ځان ورسوي ، خو هغه به مدينې ته د ننوتلو توان نلري ، په همدې مهال به مدينه يوه زلزله درې واره وخوځوی ، چي په همدې وجه به له مدينې څخه هر منافق او منافقه بهر ووځي ، بيا به دجال د شام په لور مخ کړي ، تر دې چي د شام ځينو غرونو ته به ځان ورسوي ، او مسلمانان به محاصره کړې ، او پاتې نور مسلمانان به په همدغه ورځ د غرونو هسکو ځايونو ته پناه وړې وي ، دجال به د غرونو بيخ ته راسي او هغوی به هم د ايسار په منځ کي راولي ، تر دې چي دوی به اخير په ډيره سختي کي ولويږي ، او يو تن به نورو مسلمانانو ته چغي کړي ، چي اې مسلمانانو ! تر څو به دغه حال وي ، او تر څو به دجال ستاسي پر خاوره باندي نازل وي ، ايا ستاسي لپاره دوې غوره لاري نشته ؟ يا به تاسي د شهادت اوچت مقام ته ورسيږی او يا به مو بری په برخه وي . له دې سره به   مسلمانان پر مرګ باندي بيعت وکړي ،   بيا به پر دوی باندي يو توره تياره وغوړيږي ، داسي تیاره چي څوک به خپل لاس هم نه ويني ، په همدې مهال به عيسی بن مريم (عليه السلام) راکوز شي ، ناڅاپه به دوی يو سړی وويني چي زغره يې اغوستې وي ، دوی به ورته ووايي : اې دالله بنده ته څوک يې ؟ هغه به په ځواب کي ووايي زه د الله تعالی بنده ، رسول او کلمه عيسی بن مريم يم   ، او زياته به کړي : الله تعالی تاسي ته واک درکړی چي په دغو درو لارو کي کومه يوه چي تاسي خوښه کړی هغه به الله پاک درسره وکړي : لومړی دا چي پر دجال او لښکر باندي يې د اسمان له لوري عذاب نازل کړي ، دوهم دا چي خسف يې کړي يعني په ځمکه کي يې ژوندي ننه باسي ، دريم دا چي پر هغوی باندي ستاسي اسلحه مسلطه کړي ، او د هغوی سلاح ناکاره وګرځوي ؟   مسلمانان به ورته ووايي چي همدغه وروستی صورت مو خوښ دی يا رسول الله ! چي زړونه موپرې يخ شي او شفا ومومي . له دې سره به مسلمانان پر هغوی مسلط سي او عيسی علیه السلام به دجال په قتل ورسوي . (قصة المسيح الدجال : بقلم الالباني) .

(۱۰ ) : دشام او د همدغي جزيرې تر پايه به د مسلمانانو نارينه ، ښځي ، انجوني او هلکان د الله تعالی په لار کي مجاهدين وي ، چا که د شام يا بيت المقدس له غاړو څخه يو ساحل هم وساتی هغه به تر قيامته په جهاد کي بلل کيږي . (فتاوی المقامة والانتفاضة) .

خلاصه دا چي دغه سيمه به د قيامت تر رتللو وړاندي د اسلام يوه خورا محکمه ، کلکه او نه ماتېدونکې کلا او حصار وګرځي   ، او د اسلام سرسخته دښمنان ، يرغلګر ځواکونه به همدلته له خاورو سره خاوري کيږي ، او په همدغه سيمه کي به د مظلومو مؤمنانو هيلي او ارمانونه پوره کيږي ، او په ظالمانو به يې زړونه يخ او شفاياب ګرځي   .    

خپله ليکنه د شيخ ايمن الظواهري د عربي وينا په يو څو ټکو باندي چي د شام په اړه يې ويلي پای ته رسوم :

يا اسودَ الاسلام عليکم بالشام

يا فرسانَ النبي صلی الله عليه وسلم عليکم بالشام

و يا جنود الخلافة عليکم بالشام

و يا عشاقَ الحُرِّيّة عليکم بالشام

اخواني ! واهلي   ! وابنآئي ! الشام الحديث ، يعلم الله اني لو تيسّر لي طريق اليکم ما تخلفت رحبة عنکم و لکن يعَزَّينِي أني علی ثغرٍ من ثغورکم

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب