سګریټ څکول د خوب د نارامۍ لامل ګرځي

په جرمني کې په دوه زرو تنو څيړنه وشوه او دا ېې په ډاګه کړه چې د سګریټو څکول د خوب د نارامۍ لامل هم ګرځي .

په دې څيړنه کې ۱۰۷۱ سګریټ څکوونکو او ۱۲۴۳ عامو خلکو ګډون کړئ ؤ او مالومه شوه ، هغه کسان چې سګریټ ېې څکول د عامو خلکو په پرتله ېې خوب ۱۷ سلنه کم او ۲۸ سلنه نارامه ؤ .

د دې څيړنې لپاره ټول داسې کسان ټاکل شوي ؤ چې د جسمي او روحي پلوه سالم او حتې له دې پلوه د ډاد تر لاسه کولو لپاره پر خوب ټول بلقوه اغیزمن عوامل کنترول شوي ؤ .

ډاکتران وايي ښايي د سګریټو د خوب د نارامۍ اصلي لامل د نیکوتینو تحریک کوونکې اغیزه وي چې پر اعصابو ېې لر ي.

ویل شوي هغه کسان چې سګریټ څکوي ممکن د چاغوالي ، شکرې او د زړه ناروغۍ هم تجربه کړي او په همدې ډول هغه کسان چې خوب ېې نارامه وي ښايي همدا پورته ناروغۍ ولري او یا ېې هم تجربه کړي .

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب