سپینرونه ولې خطرناکه دي؟
دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ښارونو کې د سپینرونو په نامه د تفریح نوي اسباب راوتلي او ډير شمیر خلک، په ځانګړي توګه ماشومان او ځوانان یې د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره پيري.
دا توکي د رواني فشار د کمولو لپار معرفي شوي او د نړۍ زیاتو هیوادونو کې تود بازار لري او خلک یې د اسټرس یا رواني فشار کمولو هم همداشان ارامتیا موندلو لپاره کاروي.
د روسي سپونټیک ویبپاڼې د راپور پر اساس زیات شمیر کورنیو تر دې دمه د دغو توکو د استعمال له وجې په خپلو ماشومانو کې د منفي پایلې د ښکاریدو له امله انديښنې څرګندې کړي.
هغه عامل چې په سپینرونو کې د خطرې سبب کیږي هغه د دوی د جوړښت ماده ده.
له هغه ځایه چې سپینرونه په مختلفو قیمتونو سره په مجازي او حقیقي بازاونو کې د پير او پلور تود بازار لري له مختلفو موادو څخه جوړیږي چې د جوړیدو مقراراتو خلاف دي.
له دې وجې د تفریحي شیانو د پیر پرمهال باید د هغه تریخ کیمیایي بوی او غږ ته پام وکړو. دغه دوه عوامل د دغو توکو پر محبوبیت ناوړه تاثیر غورځولی.
سپینرونهپه زیاتو هیوادونو کې په ځانګړې توګه چین کې د تفریحي پنځو غوره شیانو په سر کې دي.
امریکا او روسیه هغه هیوادونه دي چې سپینرونه پکې په زیاته پیمانه مینوال او اخیستونکي لري.
سپینرونه د رواني فشار د کمولو لپاره معرفي شوي، خو سپارښتنه کیږي چې د اخیستو پر وخت یې جوړیدونکو موادو ته زیات پام وشي.