سياسي هنر
سياسي هنر له ځان سره ځنې ښکلاوې، نزاکتونه او ظرافتونه . خوږه ژبه ، پسته خوله او ادبي کړه وړه لري . څوک چې ل سیاست سره سر وکار لري هغه باید سیاسي هنر هم زده کړي او د سیاسي هنر زده کول هم د سیاسي زده کړې او روزنې، همدارنګه د عملي کار او تجربې له مخې تر سره کیدای شي .
د سیاسي هنر لومړی کار خبرې، اترې . لیدنه، کتنه او کړه وړه دي چې څرنګه خبرې وکړي، په کوم ځای کې خبرې وکړي او د چا سره خبرې وکړي . د یوه کس، څوکسانو او ټولنیزو ډلو سره څرنګه کړه وړه او چار چلند وکړي . او څرنګه د دوی خبرو ته غوږ ونیسي .
لکه څنګه چې د خبرو کولو هنر ډير اړین دی همدارنګه د غوږ نیولود هنر زده کړه هم ډیره اړینه ده ځکه چې د خبرو اوریدو زغم، د نورو کسانو خبرو ته غوږ نیول او په خبرو اترو کې نورو ته موکه ورکول د هر سیاستوال، هوښیار اودموکرات سړي دنده ده . دا ځکه وايې چې : « د هر سیاستوال ډیره وړ او اړینه وسله دده خبره ده . »
په سیاست کې هر څه له خبرو پیل کیږي لکه وینا، خبرې اترې، پوهاوی، پیوستون او بانډار چې د هر سیاستوال بنسټیزه دنده ده . یو خوږ ژبی او ورین سیاستوال کولای شي چې خلک خپل ځان ته راوکاږي، د دوی له ملاتړ او رایو څخه برخمن شي . خو هر یوبد ژبی، بد سلوکه او وچکلک سیاستوال نه یوازې خلک له ځانه لرې کوي بلکې د دوی کرکه او کینه هم ځان ته راکاږي . سیاستوال باید خپله ټولنه په بشپړ ډول وپېژني . په تېره خوباید د خلکو د دیني عقیدو، ملي دودونو او د هغه څه په هکله چې خلک راپاروي پوره مالومات تر لاسه او ټینګ درناوی یې وکړي ځکه چې هر ډول پاروونکي کړه وړه او بې پروا چار چلند د سیاستوالو کارونه له ستونزو سره مخامخ کوي او ان خبره یې د اړ و دوړ تر پولې رسیږي . هر سیاستوال باید خپل کورني او باندني شرایط او د حالاتو څرنګوالی په ښه او بشپړ ډول وپېژني او د هغه څه لپاره چې دده د هیواد دملي ګټو لپاره وړ او اړین دي خپل ځانګړي احساسات او غوښتنې تر پښو لاندې کړي او ویې زغمي ځکه چې هر رنګه پاروونکي او غوسه ناک کړه وړه د ناکامۍ او بربادۍ لامل کیږي او کله ، کله ډیرې ناوړه او نه جبران کیدونکي پیښې رامنځ ته کوي . زغم، چمتوالی او مخکنی اټکل د هر سیاستوال اړین او د پام وړ ټکي دي .
وایې چې رښتینی سیاستوال د هر ډول ناشونو او ستونزمنو کارونو په هکله هیچا ته په ډاګه د نا ځواب نه ورکوي ؛ په پسته ژبه او ورین تندي ورته وایې چې « ښه ده ! په دې هکله به اند وکړو، هڅه کوم چې شوني او وړ لاره ورته پیدا کړم . » یانې باید هېڅ سیاستوال هېڅوک په غوسه ناک او نهیلي ځواب باندې ګیله من او خپه نه کړي . همدارنګه په سیاست کې د ډېرو خبرو او جنجالونو د اوارولو لپاره د ډوډۍ پر میز، د غونډې تر منځ د دمې پر مهال، د چای او کافۍ د څښلو او ټوکو ټکالو پر مهال د خبرو اترو د پیل لارې چارې پرانیستل کیږي چې باید د هر سیاستوال دا رنګه هنر زده وي . د سیاست یو بل اړین اړخ هم چوپتیا یانې د پټې خولې سیاست دی چې ځنې پیچلي جنجالونه ددې ډول سیاست پر مټ د اوارۍ لارې پیدا کوي .
په ځنو معاملو کې دا ډول بې غږ وغوږه سیاست ښه او وړ نتېجه ورکوي . په سیاست کې یوه بله اړینه لوبه له مخامخ ځواک سره په ډیر پام چار چلند او کړه وړه دي . په دې مانا چې د زمري له لکۍ سره باید داسې لوبې ونه شي چې غوسه يې راوپاروي او ځان پرې خچ پچ کړي . په سیاست کې باید له هر ډول وینو تویولو اود بې قانونه تېري څخه په کلکه ډډه وشي . ځکه چې تېری او وینې تویول د سیاست کار نا بلکې د ځناورو کار دی .
د سیاست علم او هنر له دې کبله رامنځ ته شوی دی چې خپل منځي او باندني جنجالونه او مخالفتونه د زور زیاتي او ځناورتوب له لارې نا بلکې باید د سوله ییز چار چلند او د سیاست له لارې اوار شي . دا ځکه هوښیار سیاستوال چې د سیاست هنر یې زده کړی وي ډیره هڅه کوي چې د تېري او زیاتي او وینو تویولو لوبې ته ورګډ نه شي .
د سیاسي ژوند اړینه پوښتنه او کار دادی چې سیاسي هدف او تګلاره وټاکي او د خپلې کړنلارې او تګلارې د ټاکلو په ترځ کې دغه ټکي ته پوره پام وکړي چې کړنلاره او تګلاره یې د ټولنې له ځانګړتیاوو او همدارنګه د کورنیو او نړیوالو حالاتو سره برابره وي یانې داسې موخې غوره نه کړي چې د ټولنې له کلتوري ځانګړتیاوو، کورنیو او باندنیو حالاتو سره نه وي برابرې او یا هغو ته د ورسیدلو واټن ډیر اوږد، ستونزمن، د سر په بیه او زیات لګښت ته اړتیا ولري .
همدارنګه ټاکلي تګلارې ته د زر رسیدو لپاره باید داسې هڅې ونه شي چې د ټولنې له منلو او قناعت پرته په زور پرې وتپل شي ځکه چې د رښتیني واک خاوندان خلک دي . همدا پراخې پرګنې چې هر څه د ځان لپاره غواړي واک یې لري . له دې کبله غوره ده چې د وړ ملي ګټو اوسیاسي تګلارو د منلو لپاره په ډیر زغم، ورو او په پرله پسې ډول د ټولنې له هوښیارۍ سره سم تبلیغات تر سره شي .
کله، کله د یوه هدف ټاکل او یوه سیاسي تګلاره ډیره ښه ، مترقي او عادلانه وي او که چیرې په قانوني او وړ ډول تر سره شي کیدای شي چې په خپله ټولنه کې ملي ګټې خوندي او ټولنیز عدالت ټېنګ کړي خو په دې لاره کې بیړه نه یوازې ګټه نه لري بلکې د ملي ګټو په زیان هم تمامیږي دا ځکه وایې چې «سیاسي تېروتنه د سهوې سجده نه لري ! » په سیاست کې باید هره پیښه لومړۍ څو ځلې د ټولنې د هوښیارۍ او ارزښت په تله کې و تلل شي او بیایې د پلي کولو په لاره کې هڅې او هاند وشي . کله، کله په ځانګړو حالاتو کې سیاست له سیاستوال څخه پرېکنده کړنه او عمل غواړي چې له چورت او وارخطایۍ پرته بې له ځنډه عمل وکړي او که نه هغه تاوان چې د څپڅپاندۍ او زړه نا زړه توب له کبله رامنځ ته کیږي دومره دروند وي چې بیا جبران کول یې امکان نه لري؛ ښه ده چې سیاسي ګونونه او سیاستوال د داسې ځانګړو حالاتو د پېژندګلوۍ توان او هوښیاري ولري .
د سیاست یو بل توکی دا هم دی چې وایې «سیاست یانې پېژاندونکی، اټکل کوونکی او پرتله کوونی هوښیار ځواک . » هر یو سیاسي ګوند او سیاستوال چې وتوانیږي خپل او د مخامخ لوري ځواک سره پرتله او وپېژني هغه کولای شي چې خپل تکتیکي او ستراتیژیک هدفونه تر سره کړای شي . که چیرې د ځواک په پېژندنه او پرتله کونه کې تېروتنه وکړي له ستونزمنو ناکامیو او ډول، ډول ماتو سره مخامخ کیږي .
په سیاسي ناسته ولاړه کې د سیاسي دود او رسم ورواج زده کړه او په پام کې نیول په تېره خو د هغو کسانو لپاره چې په باندني سیاست کې لګیا دي ډیر اړین دي .
دا چې په کوم وخت کې څرنګه دریشي واغوندي . په رسمي میلمستیاوو کې له پروتوکول سره سم چیرته کیني،د ډوډۍ خوړل او خبرې کول څرنګه پيل کړي، کله او څه مهال د څښاک ؛ګیلاس پورته او څرنګه شعار ورکړي . په لیدنو کتنو کې څو ګامه وړاندې ولاړ شي . د ستړي مه شي لپاره څومره لاس اوږد کړي .
په کوم ځای کې کیني ایا لومړی هغه کیني یا میلمه او که کوربه یې یا دواړه پر یوه مهال کیني او داسې نور . همدغه سیاسي تشریفات دي چې د یوه هیواد وړتیا او درنښت ورپورې غوټه دی . هر څوک چې له سیاست سره سر وکار لري باید دا ډول تشریفات او سیاسي هنر زده او په پام کې ونیسي .
یوه بله د پام وړ خبره د ډیپلوماسۍ د ژبې زده کول دي؛ هغه څوک چې په سیاسي چارو بوخت دي باید سیاسي ژبه چې هنري ژبې ته ورته ځانګړي ژبه ده؛ زده او په پام کې ونیسي . په سیاسي ژبه کې د موضوع بیان په خوږو او ښکلو پستو خبرو کې نغښتی اوپه څنګزن ډول څرګندیږي .
ښکاره ده چې سیاسي کار سیاسي واک ته د رسیدو لپاره کیږي او سیاسي واک ته رسیدل هم باید د ولسواکۍ پر بنسټ د خلکو د ازادو، پټو او مخامخ رایو له لارې ترلاسه شي .
د خلکو د باور راکښلو لپاره له زغمه ډکو، اوږدو او پرله پسې سپیڅلیو هلو ځلو ته اړتیا ده تر څو له دې لارې خپل پلویان او دوستان زیات او مخالفان لږ شي . ددې مطلب لپاره باید سیاسي هنر زده شي چې دغه هنر لکه څنګه چې ښایې په کتابونو کې نه دی برابر شوی . سیاسي زده کړې او هوښیارۍ . وړ تجربې، زغم او ټولن پېژندنه له سیاستوالو او سیاسي ګوندونوسره د هدف پړاو ته د رسیدو په لاره کې زښته ډیره مرسته کوي .
– د سیاست هنر د وخت په رامنځ ته کولو کې نه دی بلکې له وخت څخه په ګټه اخیستلو کې دی . «فردریک »
– هغه سیاستوال د خپلو خلکو لپاره ښه خدمت کولای شي چې د ماتي له کبله نهیلی او د بري له کبله کبرجن نه شي .
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي – هالنډ