سوالګر – لنډه کیسه

سوالګر!
ډېره جالبه او د پند کیسه!

دوه په سترګو ړانده سوالګر وو، دوی چې د هارون‌الرشید د ښځې، ملکې زبیدې د سخاوت کیسې اورېدلې وې، نو ځکه به یې هر سهار د باچا د ښځې د قصر په دروازه کې کچکولونه نیولي ول.
یوه ړانده به چې خیرات غوښته، ویل به یې:

  • خدایه! ستا مهربانۍ ته ناست یم، ستا څخه روزي غواړم…

دوهم به ویل:

  • خدایه! د باچا میرمنه راباندې مهربانه کړه…

کله به چې ملکه زبیده تېره شوه او د دواړو خبرې به یې اورېدې، نو هغه ته چې د الله ﷻ مهرباني یې غوښته، دوه دیناره ورکول، او هغه ته چې د باچا د میرمنې ملکې زبیدې مهرباني یې غوښته، یو سور کړی چرګ او د چرګ په نس کې لس دیناره ورکول.

نهه ورځې همدا راز تېرې شوې. لسمه ورځ د عادت خلاف یو سوالګر ناست و او ملګری یې نه و. ملکې هغه کس ته وویل:

  • ایا نور بس نه دی؟ دا دې لسمه ورځ ده چې له تا سره ډېره مرسته کوم، او هغه بل ملګری چې د خدای هیلې ته به ناست و، پر لږه مرسته هم قناعت کړی دی او پخپله لاره تللی دی…

سوالګر رابرګ شو او ورته ویې ویل:

  • کومه ده چې ډېره مرسته دې راسره کړې؟ خو هره ورځ دې راته یو سور کړی چرګ را لېږه او ما هم پر خپل ملګري په دوه دیناره پلورلی دی؛ ځکه زه د چرګ پر ځای پیسو ته اړتیا لرلم…

ملکه موسکۍ شوه او ورته ویې ویل:

  • ساده انسانه! ما د هغه سور کړي چرګ په منځ کې لس لس دیناره هم درلېږل، او ته ساده به یې په دوه دیناره پلورل…

هغه کس چې د خدای ﷻ مهرباني غوښته، دا دی نن یې ډېرې ډېرې پیسې وموندلې، او ته چې د بنده مهرباني غوښته، پر هماغه حال پاتې شوې.

درس:
له انسان څخه د هېڅ شي تمه مه کوئ! د هر شي غوښتنه او طمعه له الله ﷻ څخه وکړئ؛ ځکه الله ﷻ ډېر مهربان دی، د بنده غوښتنه پوره کوي، خو انسان هیڅ نشي کولای!


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب