سكون مې په اسلام كې وموند -هدایت شوي
په يوه هندو کورنۍ كې زيږيدلې يم او همېشه به دا راښودل کېدل چې يواځې د دې لپاره پیدا شوي يو چې بچي وزېږوو، د مېړونو خدمت وکړو او له هغوی سره نرم چلند وکړو. له دې هاخوا د هندوانو په قانون کې ډېر داسې کارونه وو چې ترې څرګندېدله، چې په ښځو باندې ظلم او زياتې کېږي چې يو څو يې په لاندې ډول دي:
• لومړی دا، چې که ښځه کونډه شوه، نو بايد د همېشله لپاره يوه سپينه ساري واغوندي، واښه وخوري، وېښته لنډ کړي او په ټول عمر کې به بيا واده نه کوي، ناوې مجبوره ده چې د زلمي د کور ټول مصرف ورکړي، او پرته له دې، چې مېړه د ښځې توان او وس په نظر کې ونيسي، کولی شي له ښځې هر هغه څه وغواړي چې خوښه یې وي. سربيره پردې له واده وروسته ښځه نه شي کولی خپل جهيز مصرف كړي کړي.
• له واده وروسته ښځه په روحي او جسمي شکنجو اخته کېږي، او په اشپزخانه کې د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي، په دې ډول چې د ښځې خاوند په خپله او يا يې له مور سره يو ځای غواړي، چې خپله ښځه په اشپزخانه کې وسوزوي، او بيا خلکو ته وښيي، چې ښځې په خپل په ناڅاپي ډول اور اخيستی دی، هر کال په هند کې دا ډول پېښې ډېرې زياتې پېښېږي. زما د پلار د يوه ملګري لور هم تېر کال په همدې ډول ووژل شوه.
• له دې ټولو بده يې لا دا، چې د هندواو په قانون کې ښځې خپل مړونه خدايان ګڼي، د هندوانو په يوه مېله کې هندي پېغلې خپل ځانګړی بت (شيزا) عبادت کوي، تر څه د نوموړي بت په شان مېړه يې په نصيب شي، حتی له ما څخه مې هم مور غوښتنه وکړه چې دا ډول کړنه ترسره کړم، چې همدا خبرې د دې لامل شوې چې پوه شم چې هندويزم او د هندوانو قانون چې پر خرافاتو بناء دى او هېڅ ډول دليل او سند نه لري.
لنډه دا چې زه انګلستان ته لاړم، له ځان سره مې فکر وکړ، چې دا خلک خو د ښځې او سړي تر منځ د برابرۍ چېغې وهي او پر ښځو دومره زور زياتی لکه په هند کې چې کېږي نه کوي، او ښځې د هر څه ازادي لري، نو د همدې ازادۍ په نظر کې نيولو سره په لومړيو کې د دې لپاره چې ځان يو ټولنيز شخصيت وښيم، نو له مختلفو خلکو سره مې دوستي پيدا او له هغوی سره به هر ځای لکه د شراب پلورنځيو، نڅاځايونو او نورو ګڼو ځايونو ته تلم،
خو زه پوه شوم، چې د ښځو دا ازادي په برتانيا کې هم په بشپړه معنی نشته، په ښکاره توګه خو ښځې له سړيو سره په زده کړه، وظيفه او نورو کارونو کې برابرې وې، مګر د پردې تر شا په ډېر زيرکتيا سره بيا هم ښځې تر سختو ظلمونو لاندې وې. کله به چې له ملګرو سره کوم ځای ته لاړم نو ټولو به غوښتل چې له ماسره خبرې وکړي، خو ما به دا کارونه عادي ګڼل، مګر وروسته پوه شوم، چې زه څومره ساده وم، پوه شوم، چې له ماسره د خبرو کولو نه د دې خلکو مطلب څه دی؟ او احساس مې کړه، چې نور دا ډول ژوند راته سکون نشي رابښلی، د خپل ځان په اړه مې هېڅ فکر نه کولو، ټوله توجه مې دې ته وه، چې څه ډول کالي واغوندم، چې زما ملګري يې خوښه کړي، او څه ډول وغږېږم وکړم، چې د ملګرو مې خبرې خوښې شي.
لويديځ او ښځه
خو ډېر زر پوه شوم، چې په ژوند کې هېڅ سکون او آرام نه لرم، او هرڅومره چې وخت تېرېږي، نو له خپله ځانه لرې کېږم، نور مې له بېرون سره مينه مينه پای ته ورسېده، نور خلک به بيرون وتل او چکرې به يې وهلې، مګر زما له چکرو او بېرون سره مينه ختمه شوه او هېڅ خوند یې نه راکولو چې چکر ووهم، زما په فکر ښځې په دې ډول ژوند کې له سخت ظلم او زياتي څخه لاندې دي، ځکه مجبورې دي، چې داسې کالي واغوندي، چې د خلکو خوښ وي او هغوی خوشحاله وساتي، او حتی داسې خبرې بايد وکړي، چې خلک د خلکو خوښې وي. په همدې مرحله کې مې له مسلمانانو سره هم دوستي لرله، مګر د اسلام په اړه مې فکر نه و کړی.
له دې ټولو ستونزواو فکرونو سره مې داسې حس کوله، چې بايد یو داسې کار او يا څه پيدا کړم، چې عصبي سکون ولرم او داسې احساس وکړم، چې خلک راته احترام لري، پر یو څه عقېده ولرم ا و عقېده هم په رښتيني معنی سمه وي، ځکه هر څوک په ژوند کې یوه ډول عقېده او باور لري، چې پر بنسټ يې په دنيا کې ژوند کوي.
که څوک په بهر کې له خلکو سره په ګرځېدو او د هغوی په خوشحاله ساتلو باور لري، نو هماغه کار کوي، که څوک د پيسو په زياتوالي او په مالدارۍ باور لري، نو هغه دپيسو د ترلاسه کولو لپاره په هر ډول کړنو لاس پورې کوي، او که څوک په خپله وظيفه او کسب باور لري، نو په هماغه کسب او وظيفه کې اخته وي او هماغه پر مخ بيايي، مګر ما فکر کولو، چې دا ټولې لارې په اخر کې بیا هم له کږو لارو سره يوځای شوي او هېڅکله هم انسان سمې لارې ته نشي برابرولی، او له دې ډول کړنو څخه هېڅوک هم خوشحاله نه دي.
د بشر د حقوقو د مدافعینو په دې زمانه کې دا مشهوره او رواج ده، چې هره پېغله بايد له يو زلمي سره انډيوالي ولري (که انډیوال دې ونه لرلو، نو بيا خلک فکر کوي، چې کوم رواني مشکل لري) او بايد باکره پاتې نه شې. چې دا په خپله په ښځو يو ډول ظلم دی، اګر که ډېرو ښځو ته دا ظلم نه ښکاري. کله چې مسلمانه شوم، له يوه همېشني ډاډ او امنيت نه برخمنه شوم، په هغه دين مشرفه شوم، چې د ژوند په ټولو برخو کې يې له ځانه ښودل چې يو کامل او شامل دين دی. ګڼ شمېر خلک په دې مرض اخته دي، چې فکر کوي، چې اسلام د بشر حقوق نه مراعت کوي، او ښځې ته حق نه ورکوي، چې ځان لوڅ کړي،او ښځه بايد له سره تر پښو به څادر کې پټه وي.
ريښتيني حقوق په اسلام كې دي
په اصل کې اسلام ښځو ته څو چنده زیات حقوق ورکړي دي، په اسلام کې ښځې ۱۴ سوه کاله مخکې له هغو حقوقو څخه برخمنې وې، چې لويديځ يې اوس چغې وهي او له دې هم ډېر حقوق ورکړل شوي و.
لدې سره سره اوس هم په ګڼ شمېر ټولنو کې ښځې تر ظلمونو او زياتي لاندې دي، چې له هغې جملې څخه يوه هم د هندوانو ټولنه ده چې په پورته ډول مو ترې يادونه وکړه.
مسلمانې ښځې د ميراث حق لري،او کولی شي، خپل شخصي تجارت او وظيفه ولري، د خپل شخصي ملکيت پوره حق لري، او مېړه يې د ښځې په مال کې د هر ډول دخالت څخه منع شوی دی، ښځې، د زده کړو حق لري، او په محکمه کې له عرض کولو وروسته چې ثابته کړي دا په حقه ده د طلاق حق هم لري.
قرآن کريم چې د الله تعالی ريښتونی کتاب دی، مېړونو ته امر کړی دی، چې له ښځو سره نرم چلند وکړي، او د ښځو په حقوقو يې تاکيدکړی دی، اسلام د يو شمېر رښتينو قوانينو ټولګه ده، ځکه چې د بشر د لاس جوړ شوي قوانين نه دي، چې د غلطۍ ګومان دې هم په کې پيدا شي، بلکه د الله تعالی له لورې رالېږل شوي دي، چې همدا ددې لامل دی، چې دا يو مکمل کامل او شامل دين دی.
ډېر داسې پېښېږي، چې مسلمانو ښځو ته ويل کېږي، چې ولې له سره تر پښو پورې پټې ساتل شوې يئ؟ او ورته ويل کېږي، چې دا خو ستاسو په حق کې ظلم دی، مګر دا هېڅکله هم ظلم کېدی نه شي.
په اسلام کې واده، د ټولنې د بنسټ د ډبرې په ډول پېژندل کېږي، او د ژوند له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، نو د همدې کارونو لپاره د يوې درنې ښځې لپاره په کار دي، چې په همدې ډول وګرځي، او خپل ځان له مېړه پرته بل چاته ځان ونه ښيي، او له ښځو پرته سړيو ته هم مناسبه نه ده، چې د بدن ځيني برخې له ښځې پرته هیچا ته ښکاره نه کړي.
له دې پرته الله تعالی مسلمانو ښځو او سړيو ته امر کړی دی، چې د خپل عفت د ساتلو لپاره خپل ځانونه پټ کړي (ای پېغمبره! ووایه خپلو ښځو،لورګانو او د مسلمانانو ښځو ته، چې په خپلو ځانونوڅادرونه واچوي، دا د دوی د پېژندګلو لپاره ډېر نزدي دي، نو هغوی ته ضرر نه رسېږي، او الله تعالی بښونکی او مهربان دی.
لکه څنګه، چې په نورو ټولنو کې ګورو،چې ګڼ شمېر ښځې له دې لامله له شکنجو سره مخ کېږي، چې زړه راښکونکې کالی اغوندي، يو بل ټکی چې په اسلام کې شته او غواړم،چې بيان يې کړم، هغه داچې نه يواځې دا چې ښځې له سړيو سره له اختلاط نه منع شوي دي، بلکې سړيو ته هم امر شوی دی، چې له ښځو سره دې له اختلاط نه ځان وساتي، ځکه په هر څه چې الله امر کړی وي، هغه بیا له چل او فرېب څخه پاک او د بشريت په ګټه وي، الله تعالی په دې اړه فرمايي:
(ورته ووایه مسلمانو سړيو ته چې ښکته واچوي خپلې سترګې (له نامحرمو ښځو سره د مخامخ کېدو په وخت کې) او خپل شرم ځايونه وساتي (له بې عفتۍ، ناروا جنسي اړيکو او نورو څخه) ځکه دا ورته ډېر پاکوونکی دی، په تحقيق سره الله تعالی په هغه څه چې کوي يې خبر دی. او ووایه مسلمانو ښځو ته چې ښکته واچوي خپلې سترګې (له نامحرمو ښځو سره د مخامخ کېدو په وخت کې) او خپل شرم ځایونه دې وساتي (له بې عفتۍ، ناروا جنسي اړيکو او نورو څخه) او خپل زينت دې نه ښکاره کوي…) قرآن کريم (سورة نور ۲۴:۳۰)
كله مې چې حجاب واغوست
کله مې چې حجاب واغوست، نو ډېره زياته خوشحاله شوم، او د زړه له کومې غواړم چې همېشه به حجاب کې وګرځم، له حجاب سره، مې د خوشحالۍ او سکون يو ستر احساس پیدا کړ، دا له دې لامله، چې د الله تعالی يو ستر امر مې پر ځای کړ او د حجاب له لامله مې ډېر برکتونه ترلاسه کړل، او همدا ډول مې احساس کولو، چې په حجاب کې ډېر خونديتوب او امنيت لرم، حقيقت دا دی، چې خلک مې به حجاب کې ډېر زيات احترام کوي، او له پخواني لباس سره ډېر زيات تفاوت لري.
بالاخره بايد ووایم چې اسلام مې په پټو سترګو او يا د فشار په واسطه منلی دی، په قرآن کريم کې داسې ايت شته دی، چې (په اسلام کې زور نشته) زه له دواړو خواوو (اسلام او هندويزم) پوره معلومات لرم او اوس په دې ښه پوهېږم چې سم کار مې کړی دی.
اسلام پر ښځو ظلم نه کوي، بلکې اسلام ښځې له زور زياتي څخه د خلاصون لپاره هڅې کوي، او هغوی ته يې په احترام تاکيد کړی دی، اسلام يو داسې دين دی، چې الله تعالی د ټول بشريت لپاره رالېږلی دی، څوک چې دا دين ومني، هغه بيا په دنيا کې له طاغوتي او ظالمي ځواکونو څخه خلاصون مومي، د يو جنس لخوا پر بل جنس د ظلم او زور څخه خلاصېږي. دلته د جنسيت ، تور او سپين خبرې بېخي نشته.
اسلام په رښتيني ډول ښځو ته ازادي ورکړې ده، ښځو ته يې يو ډول هويت ورکړی دی، چې د دنيا هېڅ ځواک ښځې ښځې ته تر اوسه دا ډول حق نه دی ورکړی.
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي