سره زر تر تیږې لاندې!

په پخوا وختونو کې د چین یو پاچا چې ډیر هوښيار وو او هر وخت به یې د خلکو خیرخواهي غوښتله او د هغوی خدمت به یی خپله وجیبه ګڼله، یوه ورځ یې په عامه لویه لار کې یوه ډیره غټه تیږه کیښودله او د یوې ونې تر شا یی یو څوکیدار ورته مقرر کړ او ورته وویل ته به ما ته د خلکو د غبرګون په اړه معلومات راکوې.
څوکیدار هم خپلې دندې ته ملا وتړله او د ونې تر شا پټ شو، په لومړی ورځ یو مشهور تجار راغئ او په لار کې د ایښودل شوې تیږې په اړه یې سخت غبرګون ښکاره کړه او په ډیر لوړ اواز یی وویل زه به پاچا صیب ته خامخا شکایت کوم چې دا تیږه چا ایښې ده باید چې بندي یې کړي.
لږ وروسته یو نجار راغئ هغه هم د تجار په څیر غبرګون ښکاره کړ او ډیرې سپکې سپورې یی وویلې او بیرته لاړ، له نجار وروسته دری ځوانان راغلل چی دری واړه ملګري وو، کله یی چی تیږه ولیدله نو ډیر په قهر شول او هر یو د تیږې ایښودونکې ته ډیرې سپکې سپورې وویلې او نوموړی ته یې د جاهل، بیسواده او شریر لقبونه ورکړل او بیرته روان شول.
دوه ورځې تیرې شوې مګر تیږه په خپل ځای پرته وه او هیچا یې غم ونکړ، دریمه ورځ یو غریب سپین ږیری دهقان د خپلې کروندې په لوری روان وو چې ناڅاپه یې تیږې ته پام شو چې په لار کې پرته ده، نو سمدلاسه یې د تیږې په لیرې کولو پیل وکړ که څه هم نوموړی د دې جوګه نه وو چې دومره لویه تیږه په یوازې ځان له عامې لارې نه چپه کړي ترڅو چی خلک په آسانۍ سره تګ او راتګ وکړي.
لنډه دا چې نوموړی دهقان ډیر ستړی شو مګر تیږه په خپل ځای پرته وه آخر یی د خلکو څخه مرسته وغوښته چې د تیږې په لیرې کولو کې ورسره مرسته وکړي، بالآخره یو څو کسان نور هم راغلل او له دهقان سره یی تیږه له لارې نه چپه کړه، کله چې تیږه بیځایه شوه لاندې په ځمکه کې یو ډیر ښکلی صندوق ایښودل شوی وو او صندوق یی چی خلاص کړ یوه زیاته پیمانه سره زر پکې ځای پر ځای کړل شوی وو او یو لیک هم ورسره ایښودل شوی وو چې د پاچا لخوا لیکل شوی وو او د پاچا لاسلیک هم پرې موجود وو، په لیک کې لیکل شوی وو چې هر چا دا تیږه لیرې کړه نو دا سره زر د هغه لپاره جایزه ده نو که ته هر څوک یی دا ټول سره زر د مبارک شه! او هیڅکله د سختۍ په مقابل کې غلی مه کینه بلکې خپل مقاومت ورسره کوه.
دهقان چې صندوق کې سره زر او لیک ولیدل نو ډیر خوښ شو او ټول صندوق یی له ځان سره واخیست او د کور په لوری روان شو.
عبرت: رښتیا هم چې د چینائی پاچا حکیمانه وینا ډیره مؤثره ثابته شوې ده، هر څوک چې ستونزې سره مقاومت کوي خامخا خپل هدف ته رسیږي او هر څوک چې د یوې ستونزې څخه شکایت کوي هیڅکله به خپل هدف ته ونه رسیږي، نو هیڅکله باید له ژوند څخه شکایت ونه کړو او د هرې ستونزې په مقابل کې د غر په شان ودریږو ترڅو چې خپل هدف ته ورسیږو.

جاوید فدائي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب