سرسايې ( صدقه فطر) بیان
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- زَكَاةَ الْفِطْرِ طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ. ( أبوداؤد ) اللغو : الفاسدُ من الكلامِ ، و الرفث : قال ابن عباس : قال: إنما الرَّفَثُ ما روجع به النساء . ( تهذيب اللغة للأزهري )
۶۱ – ابن عباس رضيالله عنه فرمايي چې : سرسايه د روژه نيوونکي لپاره پاکي ده له بدو خبرو او د شهوت له خبرو څخه. ( أبوداؤد ) يعنې که په روژه کې داسې خبرې ورڅخه شوي وي او د هغې له امله يې روژه يو څه خرابه شوې وي نو د سرسايې له برکته به هغه بد اثرات بېرته پاک شي .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِزَكَاةِ الْفِطْرِ أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ. قَالَ فَكَانَ ابْنُ عُمَرَ يُؤَدِّيهَا قَبْلَ ذَلِكَ بِالْيَوْمِ وَالْيَوْمَيْنِ. ( أبوداؤد ) و عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : أغنوهم في هذا اليوم ( سنن الدار قطني )
۶۲ – له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته د سرسايې ( صدقه فطر ) په هکله امر کړی چې د اختر لمانځه ته د خلکو له وتلو څخه مخکې يې (غريبانو ته ) ورکړو . عبد الله بن عمر رضي الله عنه به د اختر له ورځې څخه يوه يا دوه ورځې مخکې سرسايه ورکوله . ( أبوداؤد )
۶۳ – او ابن عمر رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل چې : د سرسايې په وسېلې سره پدې ورځ غريبانان ( له سوال څخه ) غَنيان کړئ ( الدارقطني ) يعنې چې تاسو په وخت باندې هغوی ته د سرسايې او خيرات روپۍ ورکړئ نو هغوی به بيا سوال ته اړتيا نه لري .
فائده : د سر سايې مطلب دادی چې د روژه نيوونکي ثواب وشي او له مسکينانو سره ښېګڼه ، د دې لپاره ضروري ده چې سرسايه دې مسکينانو ته ورسېږي .
زمونږ په سيمو کې يو رواج دی چې خلک سرسايه خپل امام ته ورکوي چې دا ډېره ښه خبره ده ، ځکه چې که امام مستحق وي نو بيا خو يې يوه بله ګټه داده چې د دې مسلمان مال يو نېک انسان ته ورسېدو چې هغه به يې په نېکو کارونو کې مصرف کړي .
خو که يو څوک دا سرسايه د امام په تنخوا کې حسابوي ، دا بيا سمه خبره نده ، ځکه چې د امام تنخوا د هغه حق دی ، ځکه چې هر انسان ضرورت لري ، بيا چې يو څوک د دنيا ټول کارونه پرېږدي او يواځې امامت کوي او په همدې کې مصروفه وي نو بيا په مسلمانانو باندې ډېر حق لري چې د هغه اړتياوې ورته پوره کړي ، نو له همدې امله بايد د امام تنخوا بېله وي .
لدې سره بیا هم که څوک خپل امام ته سرسايه ورکوي نو د سرسايې په نيت دې ورکړي نه چې د تنخوا او حق په نيت . او که په سيمه کې نور غريبان وي او امام يې غني وي نو بيا دې سرسايه هغو غريبانو ته ورکړي .
فائده : عام رواج دادی چې مسلمانان سرسايه د غنمو په حساب سره ورکوي ، خو که مالداره خلک خپله سرسايه د قيمتي خورما يا قيمتي کشمشو ( مميزو ) په حساب سره ورکړي نو د مالدارانو به ډېر ثواب وشي او د مسکينانو ډېره ګټه . د
سرسايې مسئلې :
سرسايه په هغه کس واجب ده چې ( غني وي او )د زکات د نصاب مالک وي ، يعنې دومره مال ولري چې زکات پرې واجبېږي .( هدايه ) په غريبانو باندې سرسايه ندی واجب .
د زکات نصاب :
د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی ، دوه سوه درهم د اوسني وزن په مطابق ۶۱۲ شپږ سوه او دولس ګرام او ۳۵ پنځه دېرش ملي ګرام کېږي .
د سرو زرو نصاب شل مثقال دی ، د اوسني وزن په مطابق ۸۷ اوه اتيا ګرام او ۴۷۹ څلور سوه او نهه اويا ملي ګرام دی ، څوک چې له خپلو شرعي ضرورتونو نه پرته دومره سره يا سپين زر يا د دې قيمت او يا د دې د قيمت په اندازه تجارتي مال و ولري ، نو په هغوی باندې زکات او سرسايه واجب دی . خو د زکات لپاره دا شرط دی چې پدې مال باندې به يې يو کال تېر شوی وي ، او په سرسايه کې دا شرط نشته ، بلکه که د اختر ورځ پرې راغله او له کوم مسلمان سره دومره مال وو ، نو په هغه باندې سرسايه واجب ده ، کال پرې تېر شوی وي او که نه . د زکات جدول دا دی ، قيمت يې په خپله معلوم کړئ .
نوم | د تولې په وزن | د ګرام په وزن | قيمت |
سره زر | اوه نيمې تولې | ۸۷ ګرام ، او ۴۷۹ ملي ګرام | |
سپين زر | دوه پنځوس نيمې تولې | ۶۱۲ ګرام او ۳۵ ملي ګرام |
د سرسايې مقدار :
په سرسايه کې نيمه صاع غنم يا اوړه ، يا نيمه صاع مَميز (کشمش) امام صاحب په يو روايت کې او امام ابو يوسف او محمد رحمة الله عليهما فرمايي چې : مميز به هم يوه صاع ورکوي ، فتوا په همدې قول دی ، يا يوه صاع خورما يا اوربشې . ( درمختار )
( نصف صاع من بر أو دقيقه أو سويقه أو زبيب ) و جعلاه كالتمر و هو رواية عن الإمام و صححه البهنسي و غيره ،وفي الحقائق و الشرنبلالية عن البرهان: وبه يفتى ( أو صاع تمر أو شعير ) ولو رديئا. ( الدر المختار )
د سرسايې اوسنی مقدار :
يوه صاع دوه چارکه کېږي ، نيمه صاع يو چارک . او د کيلو په حساب باندې بيا يوه صاع درې نيمې کيلو کېږي ، نيمه صاع پاو کم دوه کيلو يعنې يوه کيلو او ۷۵۰ اوه نيم سوه ګرام کېږي . ځکه چې يوه کيلو زر ګرامه ده ، نو نيمه کيلو پنځه سوه او د نيمې نيمه يې ۲۵۰ ګرامه کېږي .
که څوک د چارک په حساب باندې سرسايه ورکوي نو د غنمو يو چارک يا د هغې قيمت يا د خورما وو دوه چارکه يا د هغې قيمت دې ورکړي . او د کيلو په حساب سره بيا د غنمو يوه کيلو او ۷۵۰ اوه نيم سوه ګرام او د خورما ، کشمش ، او اوربشو درې نيمې کيلو .
لیکوال: مفتي محمد شریف راشد