سحر څه شی دی؟ سحر حقیقت لري؟

د سحر تعریف:

د سحر لفظ په لغت كې اصل معني د مخفي امر اوپټ څيز ده او په اصطلاح كښي داسي حيرانونكو او نا اشنا امورو ته وائي چي دهغه په جودكښيsp دراتللو اسباب ٫ وجوهات ٫ پټ وي امام رازي په خپل تفسير ٫ تفسير كبير ٫ كښي ليكلي دي ٫
دسحر دلفظ معني په شريعت كښي دداسي امورو دپاره مخصوص ده چي دهغه سبب او وجه پټه وي اوچي هغه داصل حقيقت نه خلاف په خيال كښي راشي

د سحر حقيقت:

داهل سنت ولجماعت دټولو عالمانو پر دې خبره باندې اتفاق دئ چي سحر يو حقيقت دئ او مضر يعني ضرر لرونكي اثرات لري الله تعالي په خپل كامل قدرت اومصلحت سره داسي مضر اثرات كېښودلي دي لكه څرنګه چي ئي په دواګانو كښي او زهرو كښي ايښي دي په هر حال سحر يو حقيقت ډئ او اثرات ئي هم په تيزئ سره اثر كوي ليكن ددې دا مطلب هيڅ كله نه دئ چي سحر دې بذات خود دقدرت الهي نه بې نيازه وي او مؤثر بالذات دي وي٫ كچيري داسي څوك ګڼي يا داسي فكر كوي نو داسي ګڼل او ياداسي فكر كول كفر دئ

سحر څه شی دی؟

دالله جل جلاله واسطه پرېښودل او دپټو اسبابو په ذريعه نا اشنا امورو باندې دقدرت حاصلولو نوم سحر دئ په دنيا كښي دسحر ډيري طريقي دي چي دهغو په ذريعه دعادت خلاف امور ظاهريږي او داسي امور يو خو دروحانيت سره تعلق لرونكي دي مثلا جنات او شياطين يا هغه ارواح چي له وجودونو څخه جدا شوي وي هغه مسخر كړي اوپه مختليفو امورو كښي ئي كاروي ياجسمانه تاثيرات دي چي پخپل يو خاص ترتيب يا دمختليفو حالتونو په اجتماع يا دنوعيه صورت دخواصو په بناء باندې ظاهريږي په هرحال دسحر ډير زيات قسمونه دي ليكن په عامه توګه په دنيا كښي دوه قسمه طريقي دي٫ ۱ كلداني٫ او ٫ ۲ بابل ٫

د معجزې او سحر ترمنځ توپير:

دسحر او معجزې تر مينځ دافرق دئ چي معجزه نېغ په نېغه صرف دالله تعالي فعل دئ چي بغير له څه اسبابو په ظهور كښي راځي ا و ددې څه اصول او طريقه يا وخت نهوي او نه دڅه فن په شان ويل كيداي ياښودل كيداي شي چي نبي دې هر وخت ددې دښودلو صلاحيت لري سيوا ددې نه سيوا ددې نه چي ديو نبي دصداقت دپاره وجود مومي او چي نبي ئي كله مخاليفينو ته دصداقت په توګه وړاندې كول غواړي نو ړومبئ دالله تعالي په لوري رجوع ٫ دعا وغيره كوي٫ نو هله دالله تعالي له لوري نبي ته دمعجزې ښودلو طاقت ورعطاء كيږي او ددې په مقابل كښي سحر او جادو يومستقل فن دئ او دافن په باقاعده توګه ښودل كيږي او لوستل كيږي او ددې سحر دفن ماران په دغه مقرره اصولو او قوانينو څه وخت هم او هرځاي كولاي شي او دافن يو انسان بل انسان ته ښو دلاي هم شي٫ حالانكه ددې اسباب ٫ وجوهات هم پټ وي خو ددې سحر دفن ماهران ددې څخه واقف وي

سحر د شريعت له نظره:

داسلام فقهاوو دسحر په اړوند ليكلي دي چي په كومو اموروكښي دشياطينو څخه دارواح خبيثه څخه امداد وغوښتل شي او هغوي حاجت روا وګڼل شي او دمنترونو په ذريعه هغوي مسخر كړي او كار ترې واخلي او دادشرك برابر دئ ٫٫٫٫٫
ځكه چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي دخرابو خبروڅخه ځان وساتئ يعني له شرك او جادوڅخه
په فتح الباري نومي كتاب كښي علامه عقلاني فرمايي چي علامه نووي رح فرمايي چي سحر حرام دئ او په اتفاق رايې سره په كبائرو كښې دئ او محمدصلي الله عليه وسلم په اوو مهلكو يعني بربادونكو څيزونو كښي شميرل كيږي او دسحر يا په بله معني دجادو ځيني صورتونه كفر دئ اوځيني نور ئي كفر نه خو په سخته ګناه كښي راځي نو كچيري دسحر ٫ جادو٫ كوم منتر يا مل دكفر مقتض وي نو هغه كفر دئ، خو دسحر ٫ جادو لوستل او زده كول قطعا حرا م دئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب