
ستاسو تر ټولو بد دښمن
ليکنه: ادريس توفيق، لندن
ژباړه: فضل الرحمن مظهري
شيطان زموږ تر ټول بد دښمن
څومره چې موږ تقوا او ښه کارونه کوو الله جلا جلاله موږ هڅوي او ځان ته مو نيږدې کوي، الله جلا جلاله هميشه موږ ته عفوه کوي، زموږ ګناهونه بښي او يو په بل پسې د دې فرصتونه راکوي تر څو غوره مسلمان و اوسو. خو شيطان په بل عبارت هميشه د هغه خلاف وي، که موږ د هيڅ شي په اړه خواشيني نه يو هم موږ خواشيني کوي. هغه موږ په هر ښه کار کې شکاکي کوي او موږ د تيرو پيښو په اړه که هغه هر څه وي فکر کولو ته اړباسي. تر څو زموږ په نظر کې سترې ناخوالې کوچنۍ کړي.
کله چې موږ يوازې يو شيطان هڅه کوي چې موږ ناوړه کار ته وهڅوي. هغه موږ ته وايي چې پنځه دقيقې نور هم په بستره کې پاتې شه خير دى لمونځ نه قضا کيږي چې په دې سره موږ د سهار لمونځ قضا کوو. هغه موږ هڅوي تر څو په خپلو ملګرو بد ګومانه شو او هغوى ته دروغ و وايو، هغه موږ له نا محرمو سره خبرو کولو ته هڅوي چې هيڅ فايده هم ورباندې مرتبه نه ده بلکې يوازې وخت ضايع کول دي. نو رښتيا هم شيطان زموږ تر ټولو بد دښمن دى ځکه موږ له خپل مسلمان ورور سره ټګي کولو او د هغه دوکه کولو ته هڅوي.
د هغه دښمن مقابله کول چې موږ يي وينو ډيره اسانه ده، ځکه موږ هغه وينو، څېره يي پيژنو او له هغه سره د مقابلې کولو لارې هم لټولى شو کټ مټ لکه عسکر چې د خپل دښمن لپاره تيارى نيسي موږ هم د هغه دښمن لپاره چې موږ يي وينو تيارى نيولى شو خو د هغه دښمن مقابله کول چې موږ يي نه وينو ګران کار دى، چې شيطان په دې برخه کې ډېر څالاک دى ځکه هغه موږ په اصطلاح تر خوږ ګوته نيسي. که الله جل جلاله موږ ته ښه څيره راکړي وي شيطان موږ هڅوي تر څو موږ په خپله څيره و نازيږو او په دې اړه بې تفاوته شو چې موږ خپله څيره د ناوړه کار لپاره کاروو او هغه يوازې د خلکو د را جلبولو لپاره کاروو. که الله جل جلاله موږ ځيرک پيدا کړي يو موږ په خپله ځيرکتيا مغروره کيږو او وايو چې زه څومره ځيرک يم او که موږ قوي يو خپله ځواکمنتيا د نورو د ځورولو لپاره کاروو.
له شيطان سره د مقابلې يوه هڅه
مسلمان بايد الله جل جلاله ته پنا يوسي
له دې هر څه سره سره دا هم بايد هير نه کړو چې هر څه د الله جل جلاله په اختيار کې دي، او د شيطان کړني او لارښوونې هغه وخت اثر لري چې له الله پرته د شيطان هڅونو ته مايل شو. په دنيا کې هيڅ داسې طاقت نشته چې موږ ته زيان ورسوي پرته له الله څخه ځکه اسمانونه، ځمکه او د ځمکې او اسمان تر منځ چې هر څه دي الله جل جلاله پيدا کړي، د هغه د طاقت په مقابل کې بل هر طاقت ناقص دى، او بايد هيڅکله هير نه کړو چې موږ هر نيک کار کوو د هغه اجر الله جل جلاله راکوي او هيڅوک موږ ته تکليف نه شي رسولى. نو موږ مسلمانان چې په الله جل جلاله، د اخيرت په ورځ او د الله جل جلاله په پيغمبر ايمان او باور لرو بايد خپلې خبرې تل په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړو. او هر کار د کولو لپاره ان شاالله و وايو، او کله چې د کومک اړتيا احساس کړو نو بيا له شيطان څخه د ځان د ژغورلو لپاره بايد اعوذ بالله من الشيطان الرجيم و وايو.
اسلام ډېر معقول دين دى، او الله جل جلاله هيڅکله پر موږ فشار نه راوړي چې موږ دې له شيطان سره پرته له کوم معنوي ځواک څخه مقابله وکړو، خو په دې پوهيدل چې شيطان پرته له خبرو او شرارت څخه بل هيڅ نه دى، هغه ته د ماتې ورکولو يوه بله لاره ده. پنځه وخته لمونځ په پوره پابندي سره کول او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په لارښونو عمل کولو سره د شيطان د ناوړه هڅونو مقابله کولى شو، له تقواداره ملګرو سره په يوځاى کيدلو او د هوښيارانو خبرو ته په غوږ نيولو سره د خپلو کمزوريو مقابله هم کولى شو. دا بايد په ياد ولرو چې د روژې د مبارکه مياشتې په برکت موږ د خپل نفس کنترولول زده کوو او په دې پوهيږو چې نفس موږ نه شي کنترولولى. له الله جل جلاله سره اړيکه ټينګول د ريښتيني قوت تر لاسه کولو ښه لار ده، او کله چې موږ الله ته نيږدې کيږو هغه وخت هيڅوک پر موږ برى نه شي موندلى حتى تر دې چې زموږ د تر ټولو بد دښمن چلونه هم څه نه شي کولى.