سبک پېژندنه ”Stylistic“
سبک پېژندنه، سبک پوهنه يا “Stylistic ” د ادب پوهنې يوه مهمه خبره ده ، اد بي اثارو او جريانونو ژبنۍ، فکري او ادبي ځانګړتياوې څېړي چې فردي او دوره يي سبکونه دواړه په کې شامل دي.
سبک يا( style) د اصطلاح له مخې د يوه شاعر يا ليکوال ځانګړې ادبي لار ده چې خپلې خبرې او ادبي ځانګړتياوې لري او کله چې ورڅخه ډېر نور کسان پيروي وکړي، نو په ادبي مکتب اوړي.
خو ځينې ادبي مکتبونه بيا د خپل فردي خصوصيت له مخې شهرت مومي، لکه په پښتو کې چې د نازکخيالۍ هندي مکتب بيا هم په هندي سبک شهرت موندلى دى.
د کره کتونکي په اند، سبک په حقيقت کې د يوې چينې اوبه دي، چې په بېلابېلو لوښو کې اچول شوې، رنګارنګ ښکاري، خو په حقيقت کې يې په ماهيت کې کوم توپير نه دى راغلى.
استاد اسدالله غضنفر وايي: د واقعي شاعر شعر د هغه د روح اواز وي او ان په هغو بيتونو کې يې هم پټ يووالی وينو چې په ظاهره يې متضادې خبرې پکې کړې وي.
سبک پېژندنه د کره کتونکو لپاره د يوه ليکوال او شاعر د ادبي سبک د څېړنې او لا ښې پېژندنې په اړه اصول او لارې چارې رامنځته کوي، څو څېړونکى او تيورسن يې پر مټ وتوانېږي چې سبک لا ښه تشريح کړي.
د بېلګې په ډول که چېرته يو خوشحال پېژندونکى يا رحمان پېژندونکى د پښتو ژبې ددې سترو شاعرانو له سبکي خصوصياتو سره اشنايي ونه لري، نو په شعرونو به يې څېړنه ځکه ګټوره نه وي چې د هغوى په ادبي سبکي خصوصياتو خپله نه پوهېږي.
کله چې د يوه اديب په سبکي ځانګړتياوو پوه شو، نو دا کار موږ ته د هغه پر اثارو د پوهېدو او وروسته د شننې ځواک راکوي، چې دا کار له يوې خوا د څېړونکي د وخت ضايع کېدو مخنيوى کوي او له بلې خوا لوستونکى په اسانۍ او لنډ وخت کې له هغه سره اشنا کوي.
اوس چې د سبک رامنځته کېدو او ځانګړي ادبي لارې موندنې موضوع په دومره ګڼو شاعرانو او ليکوالو کې ګرانه يا ډېره پېچلې ده ، نو د سبک پېژندنې کار يې هم سخت کړى دى.
ځکه په دومره ګڼو ادبي اثارو کې چې توپيري ځانګړتياوې او ادبي امتياز يې يوازې د اثر او اثر د پنځوونکي له نوم پېژندل کېږي او د محتوا له اړخه يې بېلونه او توپير ګران وي، نو دا کار خامخا سبک پېژندونکي ننګولى شي.
د سبک پېژندنې پوهان بايد خپله پرېکړه او بيان کې له ډېر احتياط او دقت نه کار واخلي، د يوه شاعر او ليکوال د زمانې ټول همعصره او هم ډوله اثار او ليکوال وګوري، د شاعر خپلې خبرې پيدا کړي او د سبک امتياز هغه اصلي څښتن ته ورکړي.
د شاعر سبک د هغه له خپلو خبرو او تجربو جوړ وي، سبک پېژدونکى بايد دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي چې تر کومه حده خپلې خبرې لري، سبکي تسلسل او وحدت يې څومره ساتلى، د سبک د نورو پيروانو په پرتله يې څه نوښت کړى؟
په همدې ډول ځينې داسې هم سبکه ادبيان هم شته چې د سبک له پنځوونکي يا بنسټګر يې وروسته تر هغه(موسس) نه هم سبک ته ډېر څه بښلي وي، لکه هندي سبک چې حميد بابا دود کړى او کاظم خان شيدا اوج ته رسولى دى.
په دې مانا چې سبک پېژندونکي بايد د سبک پېژندنې او څېړنې پرمهال د زمان او مخکښ والي پر تله قضاوت نه، بلکه د سبک د هر پيرو د اثارو محتوا او پياوړو سبکي خصوصاتو پر بنسټ پرېکړه وکړي.
د ادبي دورو له اړخه هم هر اثر د خپلې ادبي دورې استازى دى او بايد د همغه دور له خصوصياتو سره وڅېړل شي، که چېرته د لرغونې يا کلاسيکې دورې شعر د معاصرې دورې په ځانګړتياو وتلو، يا اوسنى شعر د هغه دورې په سبکي ځانګړتياوو وتلو، نو مناسبه به نه وي.