سالم فکر

ګرانو لوستوونکو!  د دې لیکنې په لوستلو سره به وکولای شﺉ، چې سالم فکر، د سالم فکر خاوندان او د هغوی ځانګړتیاوې وپیژنﺉ.
په لومړي سر کې غواړم، چې پو شئ چې سالم فکر څه ته وایې، وروسته هغه کړنې بیانوو چې د سالم فکر خاوندان یې نه تر سره کوي.
سالم فکر هغه ډول فکر ته ویل کېږي چې په هغه کې د خلکو د نظریاتو، باورونو او کړنو پر اساس د صحت، عدالت او عقل ټینګار وشي. سالم فکر د فرد او ټولنې په ټولنیزو، اخلاقي او دیني چارو کې د یوې مثبتې نتیجې لپاره لارښوونه کوي.
سالم فکر د منطق او عقل پر اساس وي. دا ډول فکر هېڅکله احساساتو او بې اساسه عقایدو ته پام نه کوي او هڅه کوي چې د هر څه په اړه د مناسبې پوهې سره تصمیم ونیسي او د ټولنې د ګټې او سوکالۍ لپاره کارول کېږي. دا ډول فکر د فرد او ټولنې ترمنځ د سمو اړیکو لپاره هڅه کوي. همدارنګه په اسلام کې سالم فکر هغه دی چې د الله تعالی د احکامو او د دین د لارښوونو سره سم وي. دا ډول فکر انسان ته د ځان د ښه کولو او په ټولنه کې د سالم ژوند د غوره کولو وړتیا ور په برخه کوي. بناءً خوږو لوستوونکو! سالم فکر هغه فکر دی چې د دیني، اخلاقي، ټولنیز او عقلي ارزښتونو پر اساس وي. دا ډول فکر انسان ته د سمې پرېکړې کولو، د ستونزو حل او د خپل ژوند د ښه کولو توان ورکوي.

له ذهني لحاظه مظبوط وګړي د خپلو جذباتو اظهار په عامه توګه نه کوي، هغوی د یو خیال بیان زمونږ یا ستاسو په څير نه غواړي؛ بلکې د ماهرینو په څیر په ډیر ښه انداز خپل فکرونه، رویې او احساسات کنټرولوي. دلته به د ۱۲ داسې شیانو په اړه وغږیږو چې د غښتلي او سالم فکر خاوندان یې نه کوي.

۱: هغه خپل وخت په بې ځایو شیانو، فکرونو، کړنو او حرکاتو نه ضایع کوي.

۲: له خپلو غلطیو کله هم نه ویریږي؛ ځکه دا ویره منفي فکرونه پراخوي.

۳: له خپل طاقت نه غلطه ګټه نه اخلي او هر وخت کوښښ کوي، چې په خپل
قوت باندې حاکم او ولاړ واوسي.

۴: خپل هدفونه په نیمه کې نه پریږدي او ټول هغه موخې چې دی یې په په زړه کې د خپلې ښې راتلونکې له پاره لري د پوره کولو جدي هڅې یې کوي.

۵: له تبدیلي او بدلون څخه نه ویریږي؛ که څه هم نوي شیان او تجربې سړی له مشکلاتو سره مخ کوي؛ مګر له ستونزې سره مقابله خلک په نورو کې ځلوي او انسان تر لوړو پایو رسوي.
۶: په هغو شیانو فکر نه کوي، چې دی یې د ترسره کولو او کنټرول وړتیا او وس نه لري. ځکه په ټولې نړۍ کنټرول لرونکی ذات یو اللهﷻ دی او انسان کله هم په هر شي واک نشي درلودلی؛ نو د روغ ذهن لرونکی انسان دا ډول هیڅ سوچ نلري.

۷: په ښو کارونو کې د نورو بدو رایو او افواهاتو ته ترجیح نه ورکوي؛ بلکې چې څه هم کوي په خپل پوره اعتماد او باور یې کوي.

۸: هغه په ماضې کې نه پاتې کیږي؛ ځکه پخواني فکرونه نوی تولید نه رامنځته کوي؛ بلکې انسان نور هم شاته بیايي او ذهني سکون له منځه وړي. د دې پر ځای د حال او راتلونکي په اړه مثبت فکر کوي.

۹: هغه یوه غلطې څو ځله نه کوي؛ په خپلو غلطیو کنټرول ترلاسه کوي او په ښه شکل او پلان سره هرې غلطۍ ته د حل لارې یوه هڅه کوي.

۱۰: هغه د نورو له کامیابیو نه ویریږي او حسد نه ورسره کوي، بلکې د هر کامیاب تن ملګرتیا خوښوي او څه نا څه ترې زده کوي. ځکه د نورو له کامیابیو سره د ځان مقایسه حقیقي خوشحالې نه شي وربښلی.

۱۱: هغه په خپلې لومړنۍ ماتې سره کله هم مایوسې نه مني؛ ځکه ناکامې د هرې کامیابې لارې یو خنډ وي، چې باید انسان ترې تیر شي.

۱۲: له خپلو کارونو نه ستړی کیږي، له هر څه مثبته او ژر تر ژره نتیجه نه غواړي؛ بلکې یو اوږدمهاله مکانېزم ورته جوړوي.

لیکنه: خان محمد احمدزی


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب