
زنجبیر هم دېګ مساله او هم خواړه دي
د منځنیو پېړیو په اروپا کې د زنجبیر د اروماتیک نبات په شان په پخلنځایونو کې د دېګ مسالې په شان کارېده او د 18 پېړۍ څخه وروسته له یاده ووت مګر اوس بېرته د هغه کارونه د اسیايي پخلنځي د خواړو سره مروجه شوه . په رښتیني ډول زنجبیر د اسیايي پخلنځی په ځانګړو خواړو پورې تړاو لري نو له همدې وجې سړی کولای شي هغه د دېګ مسالې په شان په خوړو کېوکاروي . د اسیايي هېوادو په تقریبا ټولو خوړو کې سړی کولای شي د هغه خوند حس کړي ، مګر دا خوند او بوی د پخلي د مختلفو مېتودونو سره یو شان نه پاته کېږي . د بېلګې په ډول که چېرې زنجبیر د پخلي په وروستیو شېبو کې دېګ ته واچول شي نو دهغه تېز بوی او تند خوند ساتل کېږي او که چېرې د خوړو د پخلي په لمړیو شېبو کې علاوه شي په دې صورت کې یوه ځانګړېکاملا معطره چاشني تر لاسه کېږي . په هغه هېوادونو کې چېرته چې زنجبیر کرل کېږي،هلته د هغه له وچ پوډر څخه لږه ګټه اخستل کېږي ، دا ځکه چې د هغه تازه کارونه ډېر ښه خوند او بوی لري .
د زنجبیر کارونه په اروپا کې هم لرغونی تاریخ لري پخوا يي د هغه څخه په ډودۍ پخولو کې کار اخیست . په فرانسوی پخلیو کې تر اوسه هم د مسالي ترکیب „Quatre épices“ یا چهار مسالې پهنوم مساله کارول کېږي چې د هغې په ترکیب کې پرته له زنجبیر څخه د موسکات غوزان ، سپین مرچ او لونګ شتون لري.
نوموړې مساله په قورمه ، کباب ، سوسیس ، سوس او شېرني کې کارول کېږي .
یادونه : تازه زنجبیر کولای شو له پوسته کړو او بیا يي رنده یا کوچنې ټوټې کړو. هغه یو اندازه شېرین خوند هم لری .
وچ زنجبیر د پوډر په شان کارول کېږي . په هند کې هغه د هاضمې د ښه والي ، د بې اشتهايي او زړه بدوالی لپاره لکه خواړه کاروي .