زما هويت، زما افغانۍ
اورېدلې مې دي چې د شمالي کوريا؟ خلک چې هر سهار راپاڅېږي نو خپل ملي سرود زمزمه کوي او دوی دا کار د هېواد سره د مينې په خاطر پر ځان لکه موږ چې لمونځ کوو فرض بولي.
نورو هېوادونو خلک هغو شيانو او مسايلو ته چې ملي وي خپل سرونه نذرانه کوي او په پوره وياړ پرې قربانۍ ورکوي.
له بده مرغه زموږ ټولنيز سيستم نه دی برابر او که کومو شيانو کې توافق لرو بيا يې نه عملي کوو، هرڅوک کوښښ کوي چې د خپل نوم او مادياتو لپاره کار وکړي او ملي مسايل تر پښو لاندې کړي.
د بېلګې په توګه: يو څوک د يوې تاريخي کلا شاوخوا ځمکې غصبوي، دې ته نه ګوري چې دا زموږ تاريخي شتمني ده او لوی ارزښت لري خو ده ته لوی ارزښت خپله شتمني او د مادياتو ډېرېدل لري.
خپل اصلي مطلب ته راځم، افغانۍ چې زموږ د هېواد ملي کرنسي ده، هيڅوک ورته پاملرنه نه کوي او که تاسو په ښارونو کې وګرځئ، لوی کاروبارونه ټول په پاکستانۍ کلدارو، امريکايي ډالرو او ايراني تومن باندې کېږي.
دلته موږ له يوې خوا ملي احساس نه لرو، بل پلو راته پوهاوی نه دی راکول شوی او تر ملي ګټو راته شخصي ګټې ارزښتمنې دي.
اوس پر ټولنيزو رسنيو وينم چې د هېواد په لر او بر کې د افغانيو د رواجېدو او د بهرنيو اسعارو د بندېدو کمپاين پيل شوی دی، دا يو ښه پيل بولم او خوښه په دې يم چې ځوانان دې برخه کې ډېره ونډه لري.
زه يو وړانديز لرم، هغه دا چې لوی کاروباريان دې د خپل هېوادني احساس له مخې ټوله راکړه ورکړه پر افغانيو کړي.
بل وړانديز مې حکومت ته دې چې د پاکستانۍ کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو پر چلښت دې کلک بنديز او سخته جريمه وټاکي، پټ کسان دې وګماري او هغه هټيوال / کاروباريان چې پر کلدارو راکړه ورکړه کوي ونيسي او سخت جريمه دې يې کړي، په دې سره ټول ښار او ټول هېواد کې يوه انګېزه خپريږي او بيا هيڅوک زړه نه ښه کوي چې خپلو مشتريانو سره له افغانيو پرته راکړه ورکړه وکړي.
د دې کار عملي کول شوني دي او د وو اونيو په تېرېدو سره به ټول هېواد کې افغانۍ مروج شي.
موږ افغانان يو او بايد پر خپلو افغانيو ووياړو، خپل کاروبار پر افغانيو جوړ کړ او ځانونه د ملي احساس په رنګ ولړو.
ليکواله: شګوفه نورزۍ