زرينې ويناوې!

کله چې د خلکو په سترګو کې نېک او ښکلی ښکارېدې نو پوه شه چې هغوی ته ستا ټول ښايسته او نېک کارونه ښکاري چې الله يې توفيق درکړی، او ستا پر هغو بدو کړنو نه دي خبر چې الله پرې پرده اچولې، نو د الله شکر وباسه او ډېر مه غره کېږه.

کله هم که غواړې چې نېکبخته و اوسې نو تېرو يادونو پسې مه ګرځه، مه هغو کسانو پسې ګرځه چې ستا په کيسه کې نه دي، ځکه هېڅوک د چاپسې نه مري او د هېرې په نعمت شکر وباسه.

ځان په دې ډېر مه ستړی کوه چې له نورو غوره او نېک سړی شې، بلکې ددې هڅه وکړه، چې له خپل پخواني څخه نور هم ښه سړی شې.

کله چې عقلونه د نورو د عقلونو په اړه فکر کوي کوچني کېږي، خو که عقل د خپل ځان په اړه فکر وکړي نو غټېږي.
په سختو دريځونو کې چپتيا درنښت زېږوي او برعکس چغې، نا آرامي، نفرت او کينه.

په خپل ښکلي اندام، ښکلي لباس او ظاهري ښکلا سره په ډېر فخر د سقراط مخکې ودرېد، نو سقراط ورته وویل: ته وګړېږه، چې د خبرو په رڼا کې دې شخصيت وتلم.

له حکيم نه يې وپوښتل څوک چې تاته ضرر دررسوي ته ولې ترې غچ نه اخلې؟ هغه ورته په خندا کې وویل: زه هم هغه سپی وداړم کوم چې زه داړلی یم؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب