زاړه، خو ماشوم لاسونه

له پخلنځي د پخلي بوی راته، په ناهیلي غږ یې وویل: سړیه راشه ددې بوتل سر خو راته خلاص کړه.

– لاسونه یې ونڅول، ږیره یې وګروله، دا خو زه هم نه شم خلاصولی.

مسک شوم، اوږې مې پورته وخوځولې، له لومړي زور سره مې د بوتل سر خلاص کړ، امم واخلئ، تاسو ددې کوچنی بوتل د سر خلاصولو هم نه یاست.

پلار مې ترخه خندا وکړه، په اوږه یې راته لاس کېښود، اوس زموږ او ماشومانو تر منځ هېڅ توپیر نشته، عمرونه مو خوړلي دي، د زړه زور مو نه دی پاتې، پوهېږې زویه، کله چې ته ماشوم وې ما به درته د بوتل سر دومره سست کړ، تر هغه چې پوهېدم اوس مې کوچنی زوی په خپلو نازکو او کوچنیو لاسونو د بوتل سر خلاصولی شي، پوهېږې!؟
دا کار مې ددې لپاره کاوه چې زوی مې ناهیلی نه شي او پر ځان یې باور زیات شي.

– ستونی مې راډک شو، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې تویې شوې، ځان مې د پخلنځي په الماریو کې د څه شي په کتو بوخت کړ.

ژباړه: تمنا غورځنګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب