روژه یعنې د نفس پاکوالې

لکه څنګه چی دنړې په ټول مسلمانانو د پاک خدای جل جلا له عــــبادت فرض شـــــوې دی او هر انسان چې ځان مسلمان ګڼې دی هغې په اداکول مکلف دې همـــــــــــداډول بیـا د روژې مــبارک میاشت چې په کال کی یوځل راځی په خاصه ډول رحمــــــتونه عـــبا دتونو او فضـــــیلتو نو میاشت ګنـــل شوې دې ده او داسلام پنځه بناوی چې لوړې یې کلمه دویمه لمونځ دریمه روژه څلولومه زکات او پنځه یې حج دې. روژه هم داسلام ددغه پنځه بناوو په دریم رکن کی ځای لرې که چیرې هـــر مسلمان له دغه پنځه بــــناووله یوه رکن څ خه سرغـــړونه وکړې د هغه اسلامیت نمیګړی دې.
نواوس له هرانسان څخه په ژوندانه کې سهوه خطا، کوچنې او یا ستره ګناه کیږی د یوې دیوې واقعې روژې په نیولو د بدواعما لو څخه دتوبې په کولو او پاک خدای جل جلا له ددوې تیره هرډول سهوه ، خطا او ګناه ته بخښنه کوې لکه څنګه چې په حدیث شریف کی محمد صلی الله علیه وسلم چې الله تعالی فرمایلی دی چې روژه خاص زمالپاره دی او فقـــــط زه یې جزااومکافات ورکوم داچی روژه دپاک خدای جل جلا له لخوا په هــر مسلمان فرض کړې شوې ده په ریښتیا چې هم دروژې په فرضیت کې ډیر حکمتونه شته دبیلګې په توګه لکه څنکه چې دهرانسان په لاس کې پنځه ګوتې برابر نه دې همداډول په ټولنیزو برخوکې هم ددوې ترمنــــځ ډول ډول توپیر ونه شـــته هـــغه داچې څوک تورڅوک سپین څوک جګ څوک ټیټ او څوک غریب او څوک شــــــتمن خو الله جل جلا له فرمایی چې هغه (چې الله تعالی فرمایې چې روژه خاص زمالپاره ده او فقــــــط زه یې جزا او مکافات ورکوم داچې روژه دپاک خدای جل جلاله لخوا په هــر یـــو مسلـمان فرض کړی شــــوی دی) څوک غوره دی چې رښتینی پرهــــــیز ګاردنیک او صالح اعمالو درلودونکی وې نو راځې چې په ریښــــــتینی عـــبادت نیک او صالح اعمالو ځانونه سمبال کړو ترڅو دپاک الله جل جلا له د غوره کسانو په کتار کې ومــنل شو.
روژه که له یوی خوا داسلام د پنځه بنــاوو یو رکـن شمیرل کــیږی له بله پلوه د طـب له نظره روژه د انسان روغتیا ته هم ګټه رسوی او بل داچی انسان په ژوند کی دتندی او لوږی سره مقابلی ته چمتو والی پیداکوې او هم په عملې ډول تنده او لوږه په خپل ځان کی انګــیرې نو په دې اړوند دهـرتـــږې اووږې په وړاندې په زړه کې ترحم او په بشپړه توګــه یې دانسان دوستې پالنـــې ا حسـاس په زړه کې پیداکــیږ   ې اوهم په ځانګړې توګه روژه د نفـس پاکوالې هم دې څرنګه چې خوراک، څښاک، جماع دروژې آدب ګڼل ـوې دې ددې ترڅنګ هــر روژه لرونکې په دی ژمن دې چې دسترګو روژه یعـــــــــنې نامحرموته کتل د ژبې روژه یعـنې درواغ ویل اودنورو غیبت کول او حتــــــا دټولو ناوړو اعمالو څخه باید ځان وساتې ترڅو په دی ډول وشې کولې ځان دواقعې روژه لرونکو په کتارکې ودروې او د الله تعالـی درحمــت، مغـفـرت او د دوزخ داور څخه دخلاصون له مرحمت څخه برخمن شې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب