روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
– که په قصد سره په روژه کې څه وخوري يا يې وڅيښي يا د ښځي سره کوروالي (جماع) وکړي، روژه يې ماته سوه هم به يې قضا راوړي او هم به يې کفاره ورکوي.
– که روژاتي له خپلي مېرمني څخه مچه واخلي يا يې په بدن لاس ووهي او انزال سي، روژه يې ماته سوه قضا به يې راوړي، خو کفاره نه لري.
– که هغه څه په قصد وخوري چي د بدن غذا نه بلل کېږي، لکه ډبره، لوټه، اُوسپنه او داسي نور ، روژه يې ماته ده، قضا يې پر لازمه ده، خو کفاره يې نه ده پر لازمه ، خو ګل سر شوى له دغو توکو څخه نه بلل کېږي که چا ګل سر شوى وخوړه روژه يې ماته ده او قضا او کفاره دواړه پر لازم دي.
– له نسوار اچولو څخه په خوله کې وي که په پزه کې روژه ماتيږي .(ردالمحتار او نور)
– له چلم او سګرېټ څکولو څخه روژه ماتيږي. پر قضا راوړلو سربېره به کفاره هم ورکوي. (ردالمحتار)
– که په خوله کې د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ستوني ته ولاړې شي او روژه مو په ياد وه، نو روژه مو ماته سوه، قضا يې واجب ده، کفاره يې نه ده واجب.(هنديه او شامي)
– که په خپل اختيار، په ډکه خوله قى ووهئ روژه مو ماته سوه، قضا يې لازمه ده اما کفاره نه لري، خو که خپل په خپله بې اختیاره قى ووهل شي روژه نه ماتيږي دغه راز که لږ څه قى درشي او بيرته مو په ستوني ننوزي هم مو روژه نه ده ماته. (ترمذي، ابو داود او ابن ماجه او هدايه)
– د غاښو په کريمو يا په سکرو غاښونه پرېولل مکروه بللی شي که له دغو څخه څه په ستوني ننوزي نو روژه ماتيږي.(درمختار)
– که په روژه کې د چا په خوله د اوښکو يا خولو څاڅکي ننوتل او په ټوله خوله کې د هغو تريو والى محسوس سو او هغه دغه څاڅکي تېر کړل، نو روژه يې ماته سوه، قضايې لازم ده.
– که د روژتي په خوله د باران څاڅکي يا واوره ننوتل او تېر يې کړل روژه يې ماته ده.
– که چا په روژه کې غوږ ته درمل يا داسي بل څه واچول نو روژه يې ماته سوه، قضا يې واجب ده، خو کفاره نه لري.
– که چا درمل په نس، يا مخ يا سر ووهل خو نس يا مغزو ته ننوتل روژه يې ماته سوه.(سراج احکام الاسلام)
– که چا ته اماله ورکړه شي هم يې روژه ماتيږي قضا دې راوړي، خو کفاره نه لري.(هدايه)
– که روژه نيوونکى ګومان کوي چي سپېدې نه دي چاودلي او څه وخوري او بيا معلومه سي چي سپېدې چاودلي وې، روژه يې نه ده صحيح او قضا به يې راوړي.
– که ورېځ وي يا آسمان ګرزجن وي او روژاتى روژه مات وکړي او بيا څرګنده سي چي اشتباه يې کړې وه او د روژه مات وخت نه وو، روژه يې نه ده صحيح او قضا به يې راوړي.
د ځينو علماؤ په نزد له درواغو ويلو او غيبت کولو څخه هم روژه ماتيږي خو د ټولو علماوو په اند روژه نه ماتيږي اما د روژې برکتونه له منځه ځي.(درمختار، عالمگيري او شامي)
– که د روژې په مياشت کې د چا روژه په کوم سبب ماته سوه نو به بيا هم د ورځي څه نه خوري. په دې صورت کې ټوله ورځ د روژتيانو غوندي اوسېدل واجب باله سي. پورتنیو ټولو صورتونو کې که روژه یې ماته شوې وه نو دا معنا یې نشوه چې خوراک ته به شروع کوي، بلکې خوراک به هم نه کوي، او قضا به هم راوړي.