روژه او د هضمې نظام 

روژه او د هضمې نظام 

په دې هکله ډېروعربی ساینس پوهانو اوداُمت مسلمه حکیمانواونوروپوهانوڅېړنې اولیکنې کړېدې، چي دهریوه لیکنه اومقاله ئې دستاینې ، غوراوفکروړده، هرهغه چاچي په دې لاره کی سفرکړی اوخولې ئې توی کړېدې هغه دملغلروپه شان ارزښت اوقدرلري، خوداشونې نه ده چي په دې هکله دټولوساینس پوهانولیکنې اوڅېړنې دلته سره راغونډې کړم ، البته دااړینه بولم چي ضروري اوازښتناکي ټکی دلته رانقل کړم۔

پروفيسر ډاکټرسي۔ ايم حبيب الله چي (Gastroenterologist) یعنی دکلمواومعدې دناروغیودعلم متخصص دی پردې باندی څېړنیزې لیکنې کړېدي، اودی په دې عقیده اوباوردی چي روژه دانسان په بدن کي (Biochemical Changes) یعنی په ژوندیواورګانیزمونوکی حیاتی اوکیمیاوې بدلونونه راولی، چي دابدلون اواوښتون یوفطري عمل دی، ده خپله مقاله پردروبرخووېشلې ده:
الف: دروژې اغیزې دبدن پراوبواونورعناصروباندی، دبېلګي په ډول سره پر:
سودیم (Sodium)
پوتاشیم (Potassium)
کلورایډونه (Chlorides)
کاربونیتونه (Carbonates)
ب: دروژې ژورې اغیزې پرخوراکی اجزاءولکه:
نشایسته (Carbohydrates)
پروتینونه (لحمیات)(Proteins)
شحمیات(Fats)
قوت استحاله (Metabolism Energy)
ج: دروژې اغیزې دهضمې پررطوباتوباندی( Effects of the fast on digestive Juices)

روژه او د بدن رطوبات

په عادی حالت کی دانسان رطوبات په مناسب مقداراواندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چي وزن ئې ډېروی رطوبات ئې نسبت وعادي انسانانوته ډېردي، خوبل لورته دنارینه ؤرطوبات وښځینه وته ډېردي؛ هغه په دې مطلب چي په اوسط ډول سره دنارینه په دبدن کی د٪۵۵ سلنه څخه تر ٪۵۹ سلنه پوری رطوبات دی اووبل لورته دښځینه ؤرطوبات د٪۴۷ سلنه څخه ٪۵۷ سلنه پوری دی، دزیات عمردڅښتنانورطوبات لږاوبل لورته په ماشومانوکی درطوباتو اندازه ډېره ده؛ په عمومی ډول سره دانسان ژونکې (حجرې) پردوه ډوله دی:
۱: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چي په وینه کي دی
۲: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چي رطوبات ورڅخه جوړیږی اویادرطوباتوسره یوځای کیږی، خوپه دې رطوباتوکي بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم که انسان دنس ناستی (ډایریا) ښکارشی، یوانسان په ځانګړي ډول سره ماشوم دګرمۍ (تودې لمبې) ښکارشی، اویاهم انسان ولوړعمرته ورسیږی؛ اوکله چي دانسان رطوبات کم شی ددې ژورې اغیزې په ټول بدن کی پرپوستکی (پوټکی) ډېرې ژر جوتیږی۔
دروژې په نیولوسره دانسان په بدن کی داکمبوتات راځی

د اوبو کمی:

کله چي روژه په اوړی کی وی لکه همداکال نوطبعي ده چي انسان دتندې ښکارکیږی، اوزیاته تنده دااغیزې لری چي دخولې رطوبات وچيږی، ژبه وچه اوسخته شی، پوستکی وچ ښکاري، سترګې څه ولویږی اوپه بولوکی هم لږوالی راځی، چي په مجموع کی روژه دبدن اوبه کموی۔
داوبودکموالې سره ـ سره دسودیم، پوتاشیم اوکلسیوم کموالی هم صورت نیسی ،چي هریوئې خپلې اغیزې پربدن باندی لري۔

 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب