روزي (رزق) رسوونکی څوک دی؟
ځينو خلکو سره پوښتنه پيدا کيږي چې الله پاک د روزي وعده او ذمه واري کړې ده نو بايد د روزي موندلو پلټنه په مخلوقاتو نه وی واجب شوی.
ځواب يې دادی چې: روزي په دوه ډوله ده: يو دا چې بغير له کوم سبب نه په معجزانه توګه ورکړل شي، لکه د بي بي مريمې روزي، چې الله تعالى ورته په دغه آيت کې اشاره کړې: {كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَامَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ…} [آل عمران: ۳۷]
ژباړه: هر وخت به چې زكريا عليه السلام د هغې عبادتګاه ته ورداخلېده له هغې سره به يې رزق مونده، (نو) ورته به يې وويل: اى مريمې! دا درته له كومه شو؟ هغې به (په ځواب كې) وويل: دا د الله عز وجل له پلوه دى.
او لكه خبيب رضي الله عنه چې كله له كافرانو سره بندي وه هغه ته يې هم په خارق العاده توګه له غيبونه ميوجات وركول. دغه ډول روزي الله پاک خپلو ځينو بندګانو ته ورپېرزو كوي، د دې روزي وعده الله پاک نه ده کړي، نه پکې تالاش څه اثر لري او نه يې ورته ضرورت شته.
بل ډول يې اسبابو پورې تعلق لرې، يعنې د رزق په حاصلولو کې کسب ضرور دی او پلټنه يې واجبه ده، الله پاک د همدغه دوهم ډول رزق وعده کړې ده او خپله وعده يې د هر سـاكښ لپـاره پـوره كړې ده او هـر يوه ته يې د خـپل رزق د مـوندلو لارې چـارې ښودلي او اسباب يې ورتـه مـسخـر كـړي دي، الله تعالی فـرمايي: { قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} [طه:۵۰]
ژباړه: ويې ويل زمونږ رب هغه اقدس ذات دى چې هر شي ته يې د هغه سره موافق شكل او صورت وركړى دى او بيا يې هر يوه ته لارښودانه هم كړې ده چې څنګه ګوزاره وكړي، څنګه وخوري، څنګه وڅښي او داسې نور.
په دغه ډول رزق كې كله – كله بندش هم پېښېږي خو دا بندش د ذكر شوې وعدې سره څه منافات نه لري, دا ځکه چې دغه بندش په حكمتونو باندې ولاړ دى چې يوازې الله پاک پرې پوهيږي.
الله تعالي فرمايې: {هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ} [الملك:۱۵] .
ژباړه: الله عزوجل هغه اقدس ذات دى چې زمكه يې ستاسې لپاره مسخره (تابعداره) ګرځولې ده نو تاسې د دې په اوږو (لوړو ژورو) كې لاړ شئ (وګرځئ را وګرځئ)او د الله عز وجل له (ټاكلي) رزق نه وخورئ.
الله تعالي فرمايي: {وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِنْ يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ} [الشورى:۲۷].
ژباړه: او كه چېرې الله عز وجل د خپلو بندګانو لپاره رزق بې اندازې پراخه كړى وى نو دوى به ضرور په زمكه كې بغاوت كړى وى، مګر الله پاک (د خپل حكمت په بنياد) هغه نعمتونه په اندازې سره رانازلوي كومو ته يې چې اراده وشي، يقينًا الله پاک پر خپلو بندګانو ښه خبردار (او) بينا دى (كوم حالت چې د حكمت غوښتنه وي هغه ورته څرګند دي).
الله تعالي فرمايي: {ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ} [الــروم:۴۱].
ژباړه: په وچه او لمده (ښارونه وي كه دريابونه) كې د خلكو د (جنايتونو) له كبله فساد څرګنديږي او په ساکښانو باندې د روزۍ تنګي او وچكالي صورت نيسي، (دا) د دې لپاره چې الله پاک دوى ته د هغو (جناياتو د جزا) څه برخه (په دنيا كې) وروڅکي كوم چې دوى كړي دي، شايد چې دوى (الله پاک ته په توبه کولو سره) رجوع وكړي.
ډاکټر اظهارالحق عزیز