روح څه شی دی!؟

 د روح په حقیقت کې اختلاف دی، له قرآن، سنت، اجماع او روغ عقل څخه په ډاګه کېږي، چې دا یو نوراني ژوندی او خوزنده (متحرک) جسم دی، چې نور د انسان د بدن غړي تر هغه وخته د اثارو د قبلولو وړ وي، چې دغه جسم دې په غړو کې ګرځي او کله، چې بدن او د بدن غړي بې فایدې شي او د اثارو له مرتب کېدو څخه وځي، نو دغه جسم ( روح) ترې جلا کېږي. الله جل جلاله فرمایلې دي: ( الله یتوفی الانفسَ حینَ موتِها وَ الَّتِیْ لم تمتْ فی منامها فیمسِکُ الَّتیْ قضی علیها الموتَ و یُرْسِلُ ا لْاُخْرآی اِلی اجلٍ مُّسمًّی /الزمر ۴۲) ژباړه: هغه همدغه الله دی چې د مرګ په وخت کې ساګانې اخلي او څوک چې لا تر اوسه پورې نه دي مړ شوي د هغه روح په خوب کې قبض کوي، بیا چې هغه د مرګ فیصله پر چا باندې نافذوي، هغه ساتي او د نورو ساګانې تر یو ټاکلي وخت پورې بېرته (جسدونو ته) لېږي.

روح او نفس: ایا روح او نفس یو شی دی او که فرق لري؟ پدې اړه د خلکو ترمنځ اختلاف دی، خو تحقیقي قول دا دی چې د دې دواړو مدلول له یوې خوا متحد او له بلې خوا مختلف دی. او دا ځکه چې د نفس اطلاق په یو شمېر کارولو کمېږي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

* کله یې چې پر روح اطلاق کېږي، خو عموماً چې کله روح په بدن کې وي نفس ورته وایي او کله چې له بدن څخه جلا شي روح بلل کېږي.

* کله یې چې پر وینه اطلاق کېږي، لکه په حدیث شریف کې راغلي دي: ( ما لا نفس له سائلةٌ لَا یُنجِّسُ الماء اءذا ماتَ فیهِ) ژباړه: هغه شی، چې بهېدونکې وینه نه لري که په اوبو کې مړ شي اوبه نه ګنده کوي.

* کله یې په نظر ( د سترګو لګېدو) اطلاق کېږي، لکه خلک وایې ( اصابت فلا نفس) له نظره شوی دی.

* او کله یې پر ذات اطلاق کېږي، لکه الله جل جلاله فرمایي: ( فسلمو ا علی أنْفُسِکم) النور ۶۱ ژباړه: نو خپلو کسانو ته سلام اچوئ. خو د روح اطلاق یواځې پر بدن یا یواځې پر نفس او بدن نه کېږي، بلکې دا ډېر اطلاقات لري،چې په قرانې ایتونو او احادیثو ثابت دي. لکه د الشوری ۵۲ ایت کې … چې ژباړه یې ده: او په همدې ډول ( ای محمده!) مونږ په خپل حکم سره یو تاته وحې کړی دی. * جبریل: فرمایي: ( نزل به الروح ا لامین / الشعراء: ۱۹۳) ژباړه: امانتګر روح له دې سره نازل شوی دی. * د انسان په بدن کې ګرځېدونکې هوا * د انسان د بدن بېلا بېلې قواوئ، لکه باصره قوت ته روح باصره ویل کېږي او داسې نور…

* او تر دې ټولو په خاصه معنا یې هم اطلاق کېږي، چې هغه د الله ج معرفت او هغه ته انابت دی. او روح ته دا ډول نسبت دی، چې په دې اړه خلک بېلا بېلې مرتبې لري، په ځینو دا روح غالب وي، نو یو روحي خصوصیت یې خپل کړی وي او ځینو په پوره توګه دا روح له لاسه ورکړی وي، نو بهیمي خوی یې جوړ شوی وي او هغه څه چې الله جل جلاله پرې د بندګانو مرسته کوي هغه بل ډول روح دی، لکه الله ج فرمایي: ( اولءِک کتب فی قلوبهمُ ا لایمان و ایَّدَ هم بِرُوحٍ مِّنهُ) المجادله: ۲۲ ژباړه: دا هغه کسان دي چې الله ج د دوی په زړونو کې ایمان ثبت کړی دی او له خپل لوري د یو روح په ورکولو سره یې دوی تقویه کړي دي.

موضوع ډېره اوږده شوه، راګرځم خپل اصلي بحث او د دوستانو سوالونو ته!

د انسان #درې #نفسونه: ایا د انسان لپاره درې نفسونه دي: ۱، #مطمئنه، ۲، #لوامة ۳،#امارة؟

په دې اړه د ځینې علماوو ځواب مثبت دی، خو هغوی وایي، چې هر انسان پورتني درې نفسونه لري، خو کله پرې یو غالب وي او کله بل. پدې اړه صحیح او تحقیقي قول دا دی، چې هر انسان یو نفس لري او دغه درې یې صفات دي، نو کله پکې پر بدۍ امر صفت راځي چې دا ( #امارة) نفس بلل کېږي. چې کله یې ایمان مقابله وکړي او د بدۍ په ترسره کولو یې ملامته کړي، نو بیا دا ( #لوامة) نفس بلل کېږي او کله چې ایمان داسې پیاوړی شي، چې نفس پر ایمان کلک او له ګناهونو څخه کرکه لري، نو دا ( #مطمئنه) نفس بلل کېږي، له همدې امله حدیث کې راغلی دي، نبي علیه السلام فرمایي: ( لا یزني الزاني حین یزني وهو مؤمن) ژباړه: یو مؤمن د ایمان په حال کې زنا نه کوي. بل حدیث کې فرمایي:

رفيع الله روشن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب