روا او ناروا طلاق څه ته وايي؟

کله کله مونږ د طلاق په اړه مختلفې کلیمې اورو، لکه دا رِجعي طلاق او دا بائن طلاق دی، زمونږ پوښتنه داده چې دا کلمات څه معناوې لري او روا او ناروا طلاق څه ته وايي؟

په دې لیکنه کې غواړو د طلاق په څلورګونو ډولونو او د روا او ناروا طلاق په اړه له خپلو ګرانو لوستونکو سره یو څه په زړه پوری مطالب شریک کړو . په پیل کې به خبره له دې راشروع کړو چې:

داسلام نجات بښونکی دین د خاوند او مېرمنې تر منځ ګډ ژوندون ته خورا په درنښت سره ګوري او د ظالمانه طلاق سره خورا کرکه لري؛ نو ددې لپاره چې مسلمانه کورنۍ وبجاړه نشي، اسلام د طلاق لپاره یو لړ شرطونه کېښودل تر څو مېرمنې پکې په خورا مصؤنیت سره ژوند وکړي او له ژوند سره ېې د جاهلیت د زمانې په څېر لوبي ونشي.

همداراز په دې لیکنه کې به د طلاق پر ناوړه او منفي اغېزو هم لږه رڼا واچوو؛ لکه: د طلاق په رامنځ ته کېدلو سره کورنۍ له خورا خطرونو سره مخامخ کیږي او پدې سره د کورنۍ تر منځ محبت، خواخوږي او صمیمیت له منځه ځي: اولاد بې سرنوشته پاتې کیږي او د ښځې او خاوند د خپلوانو ترمنځ کرکه، نفرت او خصومتونه(دښمنۍ) رامنځ ته کیږي.
خو په سر کې به د طلاق له مختلفو ډولونو څخه پیل راوکړو:

لومړی :سني طلاق: هغه طلاق ته ویل کیږي چې د اسلامي سپېڅلي شریعت له لارښودنو سره سم ترسره شي ـ (په داسې ډول سره چې یو خاوند خپلې مېرمنې ته د طهر په حالت کې چې ورسره کوروالی ېې نه وي کړی یواځې یو طلاق ورکړي او دا طلاق د هغې د حیض په حالت کې نه وي واقع شوی)ــ. د طلاق ورکولو صحیح طریقه هم داده چې د هغې د حمل په حالت کې ورته طلاق ورنکړل شي او د مېرمنې سره کوروالی هم صورت نه وي نیولی ، بلکه د هر طهر په راتللو سره ورته یو طلاق ورکړي.

په دې اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې فرمايي:
((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ))[سورة الطلاق/ 1 آیت] ترجمه: اۍ نبي(علیه السلام) (خپل امت ته ووایه چې) کله تاسې خپلې مېرمنې طلاقوئ؛ نو (پداسې حال کې چې حامله نه وي او د حمل علامی نه وي ښکاره شوي) تاسې هغوي ته د هغوي د طهر په حالت کې (چې کوروالی مو ورسره نه وي کړی طلاق ورکړئ) او تاسې د خپلو مېرمنو عدت وشمېرئ او له لوی پروردګار(جلت عظمته) څخه ووېرېږئ.

دویم: بِدعي طلاق:هر هغه طلاق چې د شرعي تګلارې سره برابر نه وي، بلکه مخالفت ورسره ولري بدعي طلاق بلل کیږي، د مثال په ډول: یو خاوند خپلې مېرمنې ته د هغې دطهر په حالت کې چې کوروالی ېې هم ورسره کړی وي، طلاق ورکړي، دېته بِدعي یا ناروا طلاق ویل کیږي، یا په لنډه توګه سره داسې هم ویلای شو چې: یو تن خپلې مېرمنې ته په داسې حال کې طلاق ورکړي چې هغه د حیض(میاشتینۍ بیمارۍ) په حال کې وي، یا په یو مجلس کې ورته سر په سر دوه او یا درې(3) طلاقه ورکړي.(پداسې حال کې به طلاق نه ورکوي چې کله هغه حامله وي او د حمل علامی پر درې ښکاره شوي وي)

درېیم: رجعي طلاق:
رجعي طلاق دېته وايي چې یو خاوند خپلې مېرمنې ته یو یا دوه طلاقه ورکړي او بیا ورته په داسې حال کې رجوع وکړي چې کله لا هغه په عدت کې وي، دلته دا خبره د ګرانو لوستونکو پر وړاندی باید واضحه او څرګنده وي چې رجوع او بېرته له طلاق څخه راګرځېدل یواځې کوروالي ته نه ویل کیږي، بلکه د طلاق په اړه پښېمانتیا او ورڅخه بېرته ګرځېدل کېدلی شي چې په خبرو سره وي، یا مثلاً: د هغې په ښکولو سره وي او یا هم کېدلی شي چې په کوروالي سره وي.

پدې اړه دویمه مهمه خبره داده چې په رجعي طلاق کې بېرته خپلې ښځې ته راګرځېدل نه هم شهودو(ګواهانو) ته اړتیا لري او نه هم د انجلۍ د ولي راحاضرېدلو او نه هم د واده د عقد او د تړون بیا راتازه کولو ته اړتیا لري، ځکه لا تر دې مهاله ېې د تېر په څېر خپله مېرمن ده تر څو پوری چې مېرمن ېې په عدت کې وي او د بل چا څخه همدا لومړنی خاوند پری ډېر حقداره دی چې له ده سره بېرته خپل ګډ ژوند ته ادامه ورکړي او خپلو منځونو کې سره جوړجاړی وکړي، لکه په دې اړه خالق تعالی مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي:(( وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا). البقرة / 228)).

ترجمه: او ددوي مېړونه(خاوندان) ډېر حقداره دي چې هغوي بېرته(د ځان لپاره) راوګرځوي که چیری دوي په خپلو منځونو کې د جوړښت(ګډ ژوندانه) اراده ولري.

بائن طلاق په دوه ډوله دی:

بائن بینونة صغری: دا هغه ډول طلاق ته ویل کیږي چې یو خاوند خپلې مېرمنې ته مخکې له دې چې کوروالی ورسره وکړي یو یا دوه طلاقه ورکړي(خو مېرمن ېې په عدت کې نه وي)، یا داسې وکړي چې له کوروالي وروسته ورته یو یا دوه طلاقه ورکړي؛ نو په دې صورت کې دې خپل عدت تیر کړي او هغې ته دې خاوند مراجعه نه کوي، خو که چیری ېې وغوښتل تر څو یو بل ته مراجعه وکړي(او کوروالی ورسره وکړي)؛ نو که څه هم مېرمنې ته ېې یو یا دوه طلاقه ورکړی وي(خو درېیم طلاق نه وي و اقع شوی)، بیا هم کولی شي یو بل ته مراجعه وکړي او په دې صورت کې دا باید د مېرمنې په رضایتمندۍ(خوښۍ) سره صورت ونیسي او بالجبر او زور سره نه وي، پدې شرط چې له سره به نوی مهر ټاکي او شاهدان(ګواهان) به رابلي او په دې غونډه کې به ولي هم تشریف لري او له سره به ېې د ژوند یو نوی تړون او عهد تړل کیږي.

دویم ډول:بائن بینونة کبری:
دا ډول طلاق هغه طلاق ته ویل کیږي چې یو خاوند خپلې مېرمنې ته درې مُتفرق(جلا) طلاقه ورکړي او یا هم په یو مجلس کې سر په سر درې طلاقه ورته ورکړي؛ نو که چیری داسې کار رامنځ ته شي، پدې صورت کې دا مېرمن پر دې خاوند باندی حرامه وګرځېدله او نشي کولای چې کوروالی ورسره وکړي.

په دې لړ کې پر دې خبره هم ځان پوه کول پکار دي چې دې خاوند ته دا مېرمن تر هغې پوری روا نده تر څو پوری چې بل خاوند ورسره نکاح وکړي او بیاهغه هم ورته طلاق ورکړي؛ نو بیا په دې صورت کې ورته دا مېرمن روا ګرځي. دلته دا خبره مهمه ده چې دا دویم خاوند به ددې مېرمنې له لومړي خاوند سره لاره نه جوړوي تر څو ېې دا دویم خاوند ېې لومړی په نکاح کړي، کوروالی ورسره وکړي او بیا ددې لپاره طلاق ورکړي تر څو بېرته لومړي خاوند ته حلاله وګرځي.

خو کله که داسې هم کیږي چې ددې مُطلقې (طلاقی شوی مېرمن) دا دویم خاوند ومري؛ نو په دې صورت کې که چیری د ددې مېرمنې خوښه وي تر څو یو ځل بیا له خپل لومړني خاوند سره ګډ ژوند پیل کړي؛ نو بیا په دې صورت کې خاوند ته ښايي چې ددې مېرمنې مهر له سره ورکړي، نوی ژوند به پیلوي او یو نوی تړون او عقد به سره تړي او پدې غونډه کې به شاهدان هم ګډون ولري او مېرمنې پلار یا کوم بل ولي به هم شتون ولري، په دې اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې لارښودنه کوي چې ارشاد فرمايي: ( فإن طلَّقها فلا تَحِلُّ له من بعدُ حتى تنكِحَ زوجاً غيرَه ). البقرة / 230.

ترجمه: نو که چیری ېې دا(مېرمن) طلاقه کړه( درېیم طلاق ېې هم ورته ورکړ؛ نو بیا د هغه( خاوند) لپاره دا مېرمن حلاله نده تر څو پوری چې یو بل خاوند ېې په نکاح سره واخلي.

ګرانو لوستونکو!
که څه هم زمونږ په افغاني ټولنه کې د عربي نړۍ په پرتله د طلاق پېښې ډیری کمې رامنځ ته کیږي، خو ولی بیا هم پر دې مهمو مسائلو باندی د ځان پوهول د یو مسلمان لپاره خورا اړین دي او بل دا چې اسلام د ظالمانه طلاق سره خورا کرکه لري ــ (هغه طلاق چې په هغې کې د مېرمنې په حق کې ظلم شوی وي او د یوې بېوزلی مېرمنې حق تلفي پکې شوي وي( _د طلاق په رامنځ ته کېدلو سره کورنۍ له خورا خطرونو سره مخامخ کیږي او پدې سره د کورنۍ تر منځ محبت، خواخوږي او صمیمیت له منځه ځي، اولاد بې سرنوشته پاتې کیږي او د ښځې او خاوند د خپلوانو ترمنځ کرکه، نفرت او خصومتونه(دښمنۍ) رامنځ ته کیږي، لکه په دې اړه په یو حدیث شریف کې راغلي دي چې نبي کریم(صلي الله علیه وسلم) فرمايي: تاسې ودونه سره وکړئ او(مېرمنې مو) مه طلاقوئ، ځکه د طلاق په رامنځ ته کېدلو سره د لوی څښتن تعالی عرش په حرکت( خوځېدو) راځي)). (رواه الديلمي وغيرُه وضعفه بعض العلماء). دا حدیث دیلمي روایت کړی دی او ځینو علماؤ دا حدیث یو ضعیف حدیث ګڼلی دی.

د دې لپاره چې کورنۍ مُنحل ( ویجاړه)نشي او د خاوند او مېرمنې تر منځ ژوند مسخره او ټوکی ونه ګڼل شي، په اسلامي شریعت کې طلاق ډېر بد ګڼل شویدی او د دې لپاره چې د جاهلیت د وخت په څېر خاوند د خپل مېرمنې لپاره بهانی ونه لټوي او د خپلې بې وزلی مېرمنې پر ژوند لوبی ونکړي او داسی ونکړي چې یو ځل مېرمنې ته طلاق ورکړي او بیا ورته بېرته مراجعه وکړي، بیا ورته طلاق ورکړي او یو ځل بیا ورسره کوروالی وکړي او کله ېې چې خوښه شي دا کار څو ځلی ــ (لکه دځینو روایتونو ځلی)ــ تر سره کړي؛ نوپه دي کار سره د جاهلیت د وخت سره تشابه _ ( ورته والی)_ رامنځ ته کیږي او یو مبغوض(له کرکې نه ډک) عمل دی؛ نو په همدې خاطر اسلام د ګډ ژوندانه لپاره یو لړ شرطونه کېښودل تر څو مېرمنې پکې په خورا مصؤنیت سره ژوند وکړي او له ژوند سره ېې لوبي ونشي. اسلام د خاوند او مېرمنې ګډ ژوندون ته خورا درنښت لري او د مېرمنې ژوند ېې د خاوند له قهر څخه ژغورلی دی او ددې لپاره چې دواړه یو له بل څخه جلا شي؛ نو درې طلاقه پداسی ډول چې په مختلفو مجلسونو کې رامنځ ته شوي وي شرط ګڼلی دی او دا هم په هغه صورت کې چې نوری لاری هیڅ فایده ونلري او نور د دوي ژوند دومره سره تریخ شوی وي چې ګډ ژوند پکې هیڅ امکان ونلري(نو په دې صورت کې طلاق رامنځ ته کیږي).

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ