رهبريت یا لیډرشیپ
مخکې لدي چې په کلیولي او ولسې رهبریت باندي خبري وکړو لومړی باید د رهبریت یا لیډرشیپ په مانا پوه شو چې رهبریت څه ته وایې مانا یې څه ده ،کوم قسمونه لري او په ټولنه کي کوم موثر تمامیږي .
رهبري یا لیډرشیپ هغه پروسه ده چې له مخې یې یو تن د نورو وګړو په وسیله ځانګړې موخې تر لاسه کوي،یا په بله مانا چې رهبري په خلکو کې د ځانګړې اغیز، تشویق او هڅونې له مخې یو لوري او هدف ته د هغوی سیخ کول دي ځینې بیا لیډرشیپ داسې تعریفوي چې لیډرشیپ د یو چا له لوري په وګړو هغه اغیز دی چې له مخې د یوې ادارې او یا سازمان ټاکلی هدف تر لاسه کیږي.
لیډرشیپ رهبري يا مشرتابه هغه اړتيا ده چي د انسانانو ترمنځ مطرح كېږي دا مشرتابه پردووعمده برخووېشله كېږي چي يوه يې ډيموكراتيكه يونواخته مشرتابه ده چي عموماً په دولتي مشرتابه ، وزارت ، رياست ، مديريت يا د سياسي احزابو د ګوندونو تشكيلاتي رهبريو لپاره پرمخ وړل كېږي او د هغوي مشرتابه پرغاړه اخلي هر يو كس چې ددې رهبري وړتيا ولري ځان ورته كانديده وي دا مشرتابه د يوه دقيق پلان،څارني ، تطبيق،پلټني،ازمويني،اونتېجه اخيستني پربنسټ په منظم ډول ولاړه وي او ټاكلې پايله په لاس را وړي .
دوهم ډول مشرتابه بيا هغه ده چي اما تورډول ولري پريوه ځاي تمركز نه پيدا كوي په ځېنو مواردو كي كه اړتيا وليدل شي تغيراوبدلون پكښي رامنځته كېږي د صلاحيت اومسؤليت ساحه نه پكښي اټكلېږي ،څارنه كنټرول او نظارت نوي پكښي خو تر ډېره وخته د منظمي او ديموكراټيكي رهبرۍ په پرتله ښه موثره تمامېږي چي ښه مثال يې په كليوالي سطحه د سپينږیرو مشرتابه چي هم د روغو جوړو ، د ښاديو د ورځو د لمانځلو ، د فاتحو د مراسيمو د مشرتابه ، په كلي كښي د شخړو د هواري او نورو لپاره پر مخ وړل كېږي چي نه كوم تشكيل پكښي قرار لري او نه هم كوم اړين مسؤليت دا ډول رهبري د لمړي رهبري معكوس توپير لري هغه پدې مانا چي په دولتي مشرتابه كښي د پرسونلو ځواني ، كاري ځواك ، استقامت ، پلانيزه پوه مد نظر نيول كېږي خو په دې مشرتابه كښي بيا كليوال مشر توب ، زړې تجريبې ، د دستر خوان درلودل ، او په ټولنه كښي رسوخ درلودل دا هغه څه دي چي په نننۍ نړۍ كښي يې خلګ د مشرتابه يا رهبرۍ په نوم يادوي.
پدي ولسي او کلیوالي رهبریت کي کوم چې د کلي د سپينږیرو مشرانو لخوا پرمخ بیول کیږي هم موثر تمام شوی او په ځینو وختونو کې بدي پایلي هم درلودلي دي چې مثبتي پایلي يې په کلیو کي د قومونو ترمنځ د درنو شخړو او جګړو هوارول دي چې د ولسې رهبریت په وسیله حل کیږي او د روغې جوړې فضاء منځته راولي په ډیرو نورو مسائلو کې هم دغو ولسې رهبریو او پریکړو ډیر مثبت رول لوبولی دی .
خو ددي مثبتو پایلو ترڅنګ يې ډیرې منفي پایلي هم درلودلي دي کومي پریکړي چې دوی د ټولني د ستونزو د حل لپاره ترسره کړي په نتیجه کې یې په ټولنه کې ډیري نوري ستونزي ژیږولي دي چې ښه بیلګه يې د روغو جوړو په مقابل کې د بیګناه انجونو ورکول دي چې دغه پریکړي او رهبري هم د اسلامي ارزښتونو او امورو خلاف کار دی او هم په ټولنې کې د ظلم او استبداد ښکاره عامل کیدونکی دی .
اما د حضرت ادم (ع) را وروسته د انسانانو د زيات تكثر په پايله كښي انسانان د ګډ ژوند په كولو سره اړ شول چې د ټولني د كنترول او مشكلاتو د مخنيوي په دود د الهي اموراتوسره سم داسي څه طرزالعملونه پر كار واچوي څوورځني كارونه پر مخ بوزي او كومه ستونزه يې تر منځ پېښه نشي دا ياده شوې خبره چي يو رښتونۍ حقيقت دي چي د حضرت ادم ( عليه السلام )) له پيدايښت څخه د مځكي پر مخ د انساني ژوند پيلامه پيل شوېده اما غير اسلامي مؤرخين پدې نظر دي چي د مغارو د دورې څخه نيولې چي د كمون اوليه وخت تمثيلوي انسانان په ګډ ژوند كولو سره اړ شول پدې دواړو صورتونو كښي له ډېرو انسانانو سره د خپلو تفوق پسنديو په غرض د رهبريت او واكدارۍ غريضه پيدا شوېده .