رسول الله (ص) او روغتيا پالنه

د تاريخ په اوږده او ساره كې د تمدنونو اوتهذيبونو څراغ كله د كوم اوكله د كوم قوم په لاس كې وو .ددغه تمدن او تهذيب په غني كولو كې بيلابيلو خلكو او قومونو ونډه درلوده خو اسلام چې نني بشري تمدن ته كوم څه وربخښلي دي بشري تاريخ يې سارى نه دى ليدلى. د نني تهذيب د پرمختګ يو ډګر  ننى طب يا روغتيا پالنه ده. انسان د طب په نړۍ كې ډير وړاندې تللې اّن چې اوس يې د خپل هم نوع د كاپي كولو د پروسې په پيل هم ناندرۍ روانې كړي دي او غواړي چې دغه لانجمنه قضيه كې هم طب ته د هر راز مداخلې جواز ترلاسه كړي. خو دا ټوله پرمختيا د لنډې مودې او لږ وخت لاس ته راوړنه او محصول نه بلكې د تاريخ په اوږدو كې د بشري هڅو هغه مجموعه ده چې نسلونه نسلونه په كې ونډه لري. داچې اسلامي تهذيب او تمدن د روغتيا پالنې ډګر ته څه وربخښلي لږ بيرته شاكتنې ته اړتيا لري. هغه مهال چي د نړۍ په ګوټ ګوټ كې بشري پرګنو د ژوندانه په تروږمۍ كې لار وركه كړې وه او د خپل ژوندانه تګلوري ترې ورك وو ، د خپل ژوند څخه ستومانه او د ځان وژنې تر پولې رسيدلي وو الهي رحمت راوريده او د انسانيت پر رژيدلي ژوندانه باندې يوه نوې پسرلنۍ هوا وچليده. د مكې په ښار ګوټي كې د نړۍ سردار سترګې پرانستې ، او د حال په ژبه يې ځان وركي بشر ته ډاډ او تسلي وركوله چې نور نو د الله په اذن او امر سره د جاهليت تيارې مخ په تيښته دي ولې چې د رڼا ګانو علمبردار نړۍ ته تشريف راوړى دى. هغه صلى الله عليه وسلم د جاهليت په منځ كې د جاهليت خلاف مبارزه پيل كړه او23كاله ستومانه كونكې مبارزې په پاۍ كې يې  بلاخره يې د انساني پرمختللي تمدن ماڼۍ د توحيد او رسالت په سالمه بنسټونو ودروله او په خپله يۍ د نړۍ څخه داسې مهال سترګې پټې كړې چې نور نو د الله ج  په فضل او رحمت سره د انسانيت د ژوند نظام يعنې دين بشپړ شوى وو . د الله رسول صلى الله عليه وسلم د خپل امت بلكې ټول انسانيت لپاره د ژوندانه تګلارې او پړاونه روښانه كړل. قراّن كريم د هغه صلى الله عليه وسلم د ژوند په اړه مونږ ته فرمايي چې : (لقد كان لكم في رسول الله اسوة حسنة ) او تاسې ته د الله درسول صلى الله عليه وسلم په ژوند كې د (پيرو?) غوره نمونه پرته ده. نبي كريم صلى الله عليه وسلم د ژوند په هر اړخ كې د انسانيت لپاره ښې او غوره عملي او قولي لارښونې لري. سره له دې چې د نبى كريم صلي الله عليه وسلم څخه ډير زيات احاديث د طب او روغتيا پالنې په ډګركې رانقل شوى دى خو ددې معنا دا نه ده چي ګواكې نبي كريم صلي الله عليه وسلم كوم ډاكټر يا طبيب وو او نه بايد د هغه صلي الله عليه وسلم احاديثو ته د طب د كوم كتاب په سترګه وكتل شي بلكې د هغه رسالت خو د جسمي طبابت څخه په مراتبو لوړ او هسك وو.
نبي كريم صلي الله عليه وسلم طبيب وو خو نه يواځې د جسد او جسم بلكې  د انساني روح طبيب وو او د ټولو هغه وژونكو ناروغيو تداوي يې كوله چي انساني روح يې ګواښه او بلاخره يې د هلاكت اوبربادۍ كندې ته غورځاوه. هغه انسانيت ته داسې نسخه وركوله چې د جسمي ناروغيو ها خوا يې د زړه دننه ناروغۍ تداوي كولې.  هغه صلي الله عليه وسلم انسانيت ته د هغوى د خالق له لوري قراّن راوړ چې د ټولو ناروغيو علاج او شفاوه او بيا په تيره د زړه د ناروغيو،  شفاء لمافي الصدور.
نبوي طب:
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح كتاب كې129 هغه احاديث راټول كړي دي چې نيغ په نيغه  د نبي كريم صلي الله عليه وسلم د روغتيايي ښوونو ، عاداتو ، كړنو، ناروغيو او د هغوي د علاج پورې اړه لري او په دې اړه يې په خپل كتاب كې دوه ځانګړي بابونه د كتاب الطب او كتاب المرضية  په نامه كښلى دى. همدا راز ابوداود په خپل كتاب كې جلا او ځانګړي باب د كتاب الطب په نوم كښلي دي. د احاديثو نورو كتابونو هم ورته لار غوره كړي ده . ځينې علماو دغه احاديث راغونډ كړي دي او د نبوي طب د سرليك لاندې يې د جلا اثارو په بڼه راوستي دي لكه امام ابن القيم الجوزيه.  نبوي طب يواځې يو اړخيز نه دي بلكې نبوي طب د روغتيايي علومو بيلابيل اړخونه د خپل پوښښ لاندې راولى لكه وقايوي طب ، معالجوي طب ، رواني روغتيا ، روحاني شفا او معالجه ، جراحي طب او نور….په لنډ ډول سره وايو چې دغه طب روح او جسد ، ماده او اروا يوځاي كوى.
كه نبوي طب په غور او زير سره وكتل شي نو د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د هغه لارښونو او مباركو كړنو برسيره چې د كومو ځانګړو ناروغيو په اړه يې يا چاته توصيه كړي او يايې هم پخپله سرته رسولي دي د روغتيا پالنې د علم په برخه كې  داسې اصول ترلاسه كيږي چې د نني پرمختللي طب او روغتيا پالنې لپاره د اساس او بنسټ حيثيت لري. لكه مخكې مو چې يادونه وكړه دنبوي طب ډګر خو ډير پراخه دي او جلا او مستقلو څيړنو او كتابونو ته اړتيا لري چې تر ډيره دغه كار سرته رسيدلاى دى مونږ په دغه لنډه ليكنه كې يواځې د مشت نمونه يې خروار د متل په مصداق سره د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د مباركو احاديثو څخه يوڅو طبي اصولو ته اشاره كوو .
الف: وړاندې د پرمختګ په لور: نبوي طب يواځې په دې اكتفا نه ده كړى چې د يو څو ناروغيو علاج بيان كړي بلكې نبي كريم صلى الله عليه وسلم  بشريت هڅوي څو د نويو اكتشافاتو لورته مخه كړي. نبوي طب د نړۍ  ډاكټران او روغتياپالان هڅوى څو د نويو نويو ناروغيو د تداوۍ د لټون او څيړنې په لړ كې د مايوسۍ ښكار نه شي . امام بخاري رحمه الله په خپل كتاب كې يو حديث رانقل كړى دي چې : عن ډبي هريرۍ رضي الله عنه،  عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (ما انزل الله داء الا انزل له شفاء).   الله جل شانه هيڅ ناروغي نه ده پيدا كړى مګر دهغه علاج يې هم راليږلى دى. ددغه مبارك حديث څخه څو ټكې راڅرګنديږي.
1_ علاج ، تداوي ، روغتيا پالنه د تقدير برخه ده : كه له يوې خوا الله جل شانه ناروغي پيدا كړي ده نو له بل لورې يې ورته علاج هم خلق كړى دى . په يو بل حديث كې راځي چې يو چا له نبي كريم صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې ايا د ناروغيو په مقابل كې زمونږ علاج او تداوي د الله د تقدير څخه څه دفع كولاى شي نو نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې تداوي او علاج هم د الله تقدير دى.
2_ حديث په روښانتيا سره د ا خبره څرګندوي چې هيڅ ناروغي نشته چې د هغې لپاره الله علاج نه وي راليږلى. همدغه اصل د نن ورځې څيړونكو ته دا ډاډ وركوي چې سرطان ، ايدز او دې ته ورته نورو ناروغيو علاج شته او په دې لړ كې كيدونكې هڅې به ارومرو يو ورځ كاميابۍ ته رسيږي. ب : وقايه له علاجه غوره ده: كه دنبي كريم صلى الله عليه وسلم مباركو احاديثوته ژوره كتنه وشي نو وبه كتل شي چې د وقايوي طب له بنسټيز قواعدو څخه  ډك دي. د نني طب له مخې پوهيږو چې د ډيرى ساري ناروغيو د انتقال لارې درې دي:
1_ د غايطه موادو سره د ملوث كيدو له امله
(Feacal-born) 2_ د هوا له لارې.
3_ Air bornد ناپاكو اوبو څخه Water-born ( چې زمونږ د هيواد كې د پنځه كلونو څخه د كم عمره كوچنيانو د مړينې ستره برخه د ناپاكه اوبو څخه پيداكيدونكي اسهالاتو له امله وي)
د هوا له لارې Air born  3_ د ناپاكو اوبو څخه Water-born ( چې زمونږ د هيواد كې د پنځه كلونو څخه د كم عمره كوچنيانو د مړينې ستره برخه د ناپاكه اوبو څخه پيداكيدونكي اسهالاتو له امله وي)
1_ د غايطه موادو سره د ملوث كيدو Feacal-oral  له لارې د انتاناتو مخنيوى:
زياتره انتاني ناروغۍ لكه محرقه ، فلج ، وايروسي زيړى ( Viral Hepatitis) او نور د ملوثو غذا ګانو د خوړولو له امله رامنځ ته كيږي. د غايطه موادوذرات د لاس يا هم د غذايي موادو سره په تماس كې چې راځي او له هغې وروسته بيا د انسان د ناروغه كيدو لامل ګرځي. دا ناروغۍ عموماً په هغه ټولنو كې وروسته پاتې دي ، حفظ الصحه سمه نه مراعات كيږي او د صحي اسانتيا څخه برخمن نه وي زياتې رامنځ ته كيږي. د نبي كريم صلى الله عليه وسلم مباركې لارښونې مونږ ته د خوراك ، مسواك ،.. په وختونو كې د ښي لاس د كارولو امر كوي او د استنجاء او ځان پاكولو په وخت كې د كيڼ لاس د كارولو. په دې ډول ښې لاس د ادرار او غايطه موادو سره د ملوث كيدو څخه بيخي لرې پاتې كيږي اودغه راز كيڼ لاس د خوراك او څښاك په وخت كې د كارولو څخه لرې وي په دې ډول انتاناتو د انتقال يوه مهمه (Feacal-oral) لار بنديږي. په دې اړه لاندې احاديثو ته پام وكړئ:
A:  حضرت عمربن سلمه رضي الله عنه فرمايي چې زه د الله د رسول صلى الله عليه وسلم د پالنې لاندې ووم چې د خوراك په وخت كې مې لاس په لوښي كې واهه  . د الله رسول صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل : اى هلكه ! د الله نوم ياد كړه ، په ښي لاس خوراك كوه او د خپل نږدې ځاي څخه يې خوره. متفق عليه.
B:  حضرت عايشه فرمايي: د نبي كريم صلى الله ښى لاس به د اودس او غذا لپاره وواو كيڼ لاس به يې د رفع حاجت او نورو هغه كارونو لپاره چې ښه به يې نه ايسيدل. ابو داود
C:  اكثر باكترياګانې او د پرازيتونو تخمې په يخ ، نمناكه او سيوري كې تر ډيره ژوندي پاتې كيږي. د لمر ماوراباالنفش وړانګې اكثر د باكتريا وژونكې خاصيت لري خو په سيورې كې باكترياوې له دې خطره په امن كې وي نو ځكه اكثر په همداسې ځايونو كې وده كوي. د اسكاريس چينجيانو هګۍ تر دوو كالو په داسې ځايونو كې پاتې كيدلاى شي نو ځكه داسې ځايونو كې بايد رفع حاجت ونه شي چې هلته بيا دا باكترياوې او پرازيتونه تر ډيره پاتې كيږي او د ناروغيو د خپريدو لامل كيږي. له بل پلوه ځنې پرازيتونه لكه چنجيان (hook worm) او نور د انسان د پوستكي د سورو له لارې وجود ته داخليږي او پښې ابله ګرځيدل راګرځيدل په ځانګړې ډول په هغه لارو كې چې هلته غايطه مواد او ادرار خپاره شوي وي ددغه ناروغيو لامل ګرځي. ګورو چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم څوارلس سوه كاله دمخه له دې څخه منع فرمايلې ده: حضرت ابو هريره رضي الله عنه فرمايي چې : د الله رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل: خپل ځانونه د هغه شيانو څخه وساتئ چې د لعنت لامل ګرځي. صحابه كرامو پوښتنه وكړه اى د الله رسول صلى الله عليه وسلم هغه كوم شيان دي؟ نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل د خلكو دتګ راتګ په لارو او د هغوى په سيورو كې رفع حاجت كول. (مسلم)
2_ د هوا د لارې Air-born د ميكروبونو د خپريدو مخنيوى : ډيرې انتاني ناروغۍ د تنفس ، ساويستلو ، پرنجي اوياهم په اوبو او خوړو كې  د خولې د قطراتو د لويدوله لارې هم خپريږي. ددغه ناروغۍ بيلګې انفلونزا، هرپس سمپليكس، پوليو ، چيچك ، د ستوني تكليف (streptococcal sore throat ) ، توبركلوز او ځينې نورې وايروسي او باكتريايي ناروغۍ . د وقايوي طب د لارښونو سره سم بايد په اوبو كې د ساويستلو څخه ډډه وشي او همدا راز بايد د پرنجي يا خوله وازي پرمهال بايد په ټوټه يا هم لاس خوله او مخ پټ كړل شي. دا هغه څه دي چې كټ مټ همدغه ډول د بشريت لارښود صلى الله عليه وسلم د نن څخه څوارلس پيړۍ دمخه فرمايلي وو.   حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايي : د الله رسول صلى الله عليه وسلم لارښونه كړې ده چې د اوبو په لوښي كې بايد ساه ونه ويستل شي يا هم پوكى ونه كړل شي. ( ابوداود) همدا راز ترمذي روايت كړى دى چې: د الله رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې د (چښلو) په اوبو كې ساه مه اوباسئ. يو صحابي عرض وكړ يا رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه كمې ناولتيا په اړه څه وكړو چې په لوښي كې يې وګورم. نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : لرې يې كړه. دغه سړي وويل زه خو په يوه ساه كافي اوبه نه شم چښلاى؟ د الله رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بيا نو لوښى د خولې څخه لرې ونيسه ( كله چې ساه اخلې).  ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: كله به چې د الله رسول صلى الله عليه وسلم پرنجى كاوه نو خپل مخ به يې د خپلو لاسونو يا هم يو تكې سره پټاوه چې اواز به يې ورته ټيټاوه. ( ابوداود، ترمذي)
ابو سعيد  خدري فرمايي: د الله رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي : كله چې يو له تاسې څخه خوله وازى كوي نو خپل لاس دې په خوله باندې ونيسي. ( مسلم)
3_ د اوبو له لارې (Water-born) خپريدونكو ناروغيو مخنيوى:  ډير انتانات او ميكروبونه په ولاړو اوبو كې وده كوي لكه كولورا،  سلمانيلا ټايفايډ ( محرقه ) ، leptospira  او نور….ځنې نور لكه  اميب ، ګرد چنجيان ، شزتوزوما (schistosomes) د خپل ژوندانه د دورې د تكميل لپاره يو بهرني محيط ته اړتيا لري چې هلته وده اونمو وكړي . په ولاړو اوبو كې رفع حاجت كول ددغه ميكروبونو لپاره زمينه برابروي څو وده وكړي. د نبي كريم صلى الله عليه وسلم لارښونې د انتاناتو د خپريدو دغه لار هم بندوي. د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله فرمايي : له تاسې څخه دې هيڅ كوم كس په  ولاړو اوبو كې ادرار نه كوي چې بيا هلته لامبي. (مسلم له بلې خوا الله جل شانه هم فرمايي: الله هغه څوك خوښوي چې الله ته توبه كوي او ورستنيږي او هغه څوك خوښوي چې پاك وي.  د ناپاكو اوبو څښل د ډيرو ناروغيو لامل ګرځي ځكه نو د الله رسول صلى الله هغه صحابي ته چې د اوبو د ناپاكۍ په اړه يې ترې وپوښتل وفرمايل چې لرې يې كړه (ترمذي).
ج : هره ناروغي خپله ځانګړې دوا لري نو ځكه تشخيص بايد سم وشي:
حاكم  د حضرت جابر رضي الله عنه څخه روايت كړى چې رسول الله وفرمايل: لكل داء دواء فاذا اصيب دواء الداء براد باذن الله عز وجل. د هر ناروغۍ لپاره دوا وي كله چې ور ورسيږي د الله په اذن سره هغه له منځه ځي.
د حديث څخه دا راڅرګنديږي چې هره دوا د خپلې ناروغۍ لپاره كار كوي نو ځكه د هرې ناروغۍ لپاره بايد همغه دوا وكارول شي چې د هغه سره تړاو لري چې دا كار په يقيني توګه طبيب او ډاكټر دې ته هڅوي چې سم تشخيص وكړي او د ناروغۍ د سمې پيژندنې څخه وروسته ناروغ ته همغه مناسبه دوا وركړي. په حديث كې بله نقطه داده چې كه دوا ناروغي له منځه وړي هلته هم د الله جل جلاله اراده غالبه او حاكمه ده. دا او دې ته ورته نورې ډير لارښونې دا راپه ګوته كوي چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم د الله ريښتينى پيغمبر او د بشريت لارښود د ژوندانه د هر اړخ لپاره كافي او شاملې لارښونې لري دكومو پيروي چې نه يواځې د اخرت د كاميابۍ سبب ګرځي بلكې په دنيا كې هم د نيكمرغه ژوند تضمين او ډاډ وركوي.
ډاكټر سيدخالد راشد
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب