د ګوتو څخه ټکان ويستل خطرناک دي!؟
پوهان د څېړنو په پايله کې دې نتيجې ته رسېدلي دي، چې کله په اصطلاح د ګوتو قولنج باسو (له ګوتو ټکان باسو) نو د ګوتو د کوچنيو بندونو ترمنځ يوه مايع چې د هډوکو د اسانه حرکت لپاره ده او (سينوويال) نومېږي، په هغې کې خاليګاه پيدا کېږي، نو دا چې د ټکان اېستلو په وخت کې مفاصل په خپل منځ کې سره لرې کېږي، نو ددې خاليګاه د ډکولو لپاره نوره اضافي مايع وجود نه لري، نو له همدې امله د همدې سينوويال مايع تر منځ يوتش ځای Cavitation منځ ته راځي چې همدا د ټک غږ لري، چې کېدای شي د اوږد مهال لپاره د ګوتو څخه د ټکانو اېستل له خطر څخه خالي نه وي.