د ګلمرجان زړه خولۍ! | کیسه
تاسې ټول راباندې ګران یۍ…
خو زړه کې یې له یوه شاګرده بد راتلل!!
ځکه ګلمرجان هر وخت خیرن کالي اغوستل
ټنبل وه، تل غونج منج ؤ،
معلم امیرګل ټول کال کې ګلمرجان پاک نه وه لیدلی،
نورو ټولګیوالو سره نه لوبیده، او تل به تر آخري حده خیرن ؤ.
ګلمرجان هروخت تروش او غمجن ؤ،
معلم امیرګل به هم تل دده کتابچه کې غټې غټې سرې چلیپاګانې کښلې
د معلم عادت ؤ چې تل به یې د ګلمرجان پارچه کې غټ نـــــــــــــاکــــــــــــــــــام ولیکل
بل وخت د مکتب ادارې له معلم امیرګل نه وغوښتل چې د خپلو شاګردانو ټوله تعلیمي تاریخچه جلا جلا له سترګو تیره کړي، پدې منځ کې د ګلمرجان تعلیمي تاریخچه او دده په اړه د مخکنیو صنفونو د استاذانو نظرونه په دې ډول ولیدل:
۱- اول ټولګی: استاذ لیکلي: ګلمرجان ډیر بیدار او لایق شاګرد دی، خپل سبق ښه په غور زده کوي او تل کورنۍ دنده په خپل وخت ترسره کوي.
۲- د دویم ټولګي استاد لیکلي: ګلمرجان اخلاقي شاګر د دی، ټولګیوال یې ورسره مینه کوي خو پلار یې کمونستي حکومت بندي کړی چې له دې کبله ځوریږي.
۳- د دریم ټولګي استاد لیکلي ول: د پلار اعدامیدلو په ګلمرجان دروند اغیز کړی، ډیر یې کوښښونه وکړل او که توجه ورته ونه شوله نو لږ وخت کې به د کور ژوند پرې اغیز وکړي.
۴- د څلورم ټولګي استاد لیکلي ول: ګلمرجان ځان سره بوخت شاګرد دی، نه یې سبق ته زړه کیږي او نه ملګري لري، د سبق په مهال ویده کیږي…
دلته نو معلم صیب په ستونزه پوه شو او ځان سره خجالت شو…
معلم صیب هغه مهال سخت ودردیده چې د معلم ورځې په مناسبت شاګردانو ټولګي ته په ګلپوښه کاغذونو کې نغاړلې ښایسته ښایسته ډالۍ ګانې او سوغاتونه راوړل، خو ګلمرجان په ساده خلته کې تحفه راوړله.
معلم امیرګل د ګلمرجان په تحفه هغه مهال وځوریده، چې کله یې پرانستله او ټولو شاګردانو پورې وخندل…
تحفه کې یواځې نیمه خالي کوچنی بوتل عطر او یوه مستعمله خولۍ وه…
معلم د ګلمرجان د ډالۍ زښته زیاته ستاینه وکړله او ټینګه مننه یې ترې وکړله، دې کار د نورو ټولګیوالو خندا ودروله.
معلم سمدستي دا خولۍ په سر کړله او له دې عطرو یې لږ په ځان ووهل…
په دې ورځ ګلمرجان له رخصتۍ وروسته ایسار شو ترڅو یې معلم ومونده،
معلم ته یې ویل چې ته نن راته زما پلار غوندې بریښې… همغسې خوشبویې درنه راځي…
دا مهال نو د معلم له سترګو د اوښکو سیلاب پیل وکړ، ځکه ګلمرجان هغه خولۍ او عطر ورته راوړي ول چې دده پلار به استعمالول، نو ځکه یې نن خپل معلم کې همغه خوشبویي ومیندله…
له دغې ورځې وروسته معلم خپل شاګرد ته ځانګړې پاملرنه پیل کړله، همغه و چې د ګلمرجان عقل بیرته په غوړیدو پیل وکړ او د کلني امتحان نتایجو کې بیرته اول نمره شو.
د پایلو اعلانولو په ورځ ګلمرجان په ډيره مینه ادارې ته راغی او یوه ورقه کې یې معلم امیرګل ته لیکلي ول چې:
« ما خپل ژوند کې له تا ښه معلم نه وه لیدلی»
معلم بیرته ورته ولیکل چې:
« حقیقت کې دا ته وې چې زده دې ښه معلم کړلم»
لس کاله وروسته استاد ته د پوهنتون فراغت غونډه کې د ګډون بلنه راغلې وه، او آخر کې لیکلي ول:
«ستاسو تعلیمي ځوی ګلمرجان»
معلم امیرګل غونډې ته ورغی او همغه خولۍ یې په سر کړله چې ګلمرجان ورکړې وه او همغه عطر یې وهلي ول…
تاسو پوهیږۍ دا شاګرد څوک و؟
دا د نړۍ په کچه مشهور ډاکتر ګلمرجان «بختور» دی، چې د سرطان د درملنې بهترین روغتون مشري کوي.
اې معلمینو!
څه فکر کوۍ چې د وطن ښوونځیو کې د بد چلن له کبله به د څومره ماشومانو روښانه راتلونکی تیاره شوی وي؟
د څومره شاګردانو شخصیت به تباه کړل شوی وي؟
د ښوونیز کال د پیل په پلمه دا کیسه ګۍ ټولو ښوونکو ته چې په هره سویه وي ډالۍ کیږي، ترڅو خپله له دغسې غلطیو ځانونه وساتي.