د ګاونډي اختر
د نړۍ مسلمانان د کال په اوږدو کې دوې لويې خوښۍ کوچنی او لوی اختر لري، هره سيمه او ټاټوبی د اخترونو ځانګړي رواجونه او دودونه لري چې دهرې سيمې دودونه ليکل د څو کرښو او پاڼوپه لمن کې نه راټوليږي خو دلته به په ځينو پښتني سيمو کې يو لړو راوجونو ته سر ورښکاره کړو او به ګورو چې کابل کې پښتانه د اختر لپاره څه کوي او په څه ډول يې لمانځي.
له ديرش ورځو روژو وروسته د تيرو ورځو لوږو،تندو او ستړياو ثمره په لاس راځي، هره کورنۍ د روژې په وروستيو ورځو کې د اخترونو لپاره ميوې، غذاګانې او نورضروري توکي رانيسي،خو د وس او توان ميزان پکې ډيرکم په پام کې نيول کيږي، اوسني اخترونو د پخوا په پرتله له خپلو لرغونو دودونو او رواجونو ور اوښتي او د نوي عصر رنګ او خوند يې ځان ته ورخپل کړی دی.
دلته چې کوم اخترونه لمانځل کيږي د خوشاليو په پرتله يې خفګان ډير وي، معمولاً هغه کورنۍ چې اقتصادي وضيعت يې چندانې ښه نه بريښي دهغوی لپاره ډول،ډول ستونزې او پريشانۍ زيږوي، د خپلو کورنيو غړو نه شتون او داقتصاد له ګړندي کاروانه يې شاته پاتې کيدل بل علت دی، خو د دومره بې وسۍ او غريبۍ سره سره بيا هم ځينې کورنۍ هڅه کوي چې دهغه بل شتمن ګاونډي سره سم په سيالۍ برابر اختر ولمانځي، ډبلې خرچې او په دسترخوان باندې لس دولس ډوله ميوې او خوراک بايد سمبال کړي که داسې ونه کړي نو خلک به يې په کمه سترګه وګوري. د اختر د دريو ورځو خرچه يې د دريو مياشتو کورنی عايد برابروي که دا دری ورځې دومره ملاماتونکي مصرونه ونه کړي نو دری مياشتې به يې د ژوند موازنه يو ډول ساتلي وي خو دا چې ګاونډيان څه کوي او څومره خرچې کوي نو دی هم د خپل پښتانه ضد په لومه کې ګير شي او دا دری ورځې بايد خامخوا ورسره ځان برابر کړي.
يوه بله ستونزه چې ورسته يې جبران د غريبو کورنيو ملا ماتوي رواجي ډوډۍ او ميلمستياوې دي،د اکثره سيمو خلکو له ځان سره کليوال دودونه راوړي او دلته يې هم دکلي په شان د ګاونډيو ترمنځ د ډوډۍ کولو پروګرام عام کړی دی په څلورو پنځو کورنيو کې يوه يو څاښت ډوډۍ کوي او هغه نور يې ميلمانه وي،ډير وخت خو داسې هم شوي چې دوو دريو کورنيو له يو بله په ناخبرۍ سره د ډوډۍ ښه ډبل مصارف کړي وي خو خلک بيا يوه کور ته ولاړشي او دهغه بل چې د لسو ورځو مصرف يې په يو وار په نغري بار کړی وي همداسې سربسته پاتي شي. ډيری کورنۍ خو د خپلو شتو په هوس کې نه غواړي چې دڅنګ غريب ګاونډي ته د ډوډۍ لپاره ورشي دی له خپلو پولداره ملګرو سره بوخت وي کله وخت لري چې دڅنګه همسايه ډوډۍ وخوري.زموږ يو ګاونډي ته خدای شته ور په برخه کړي دلوی اختر په ډول کوچني اختر کې هم پسه،سيرلی او ياهم کوم بل حيوان حلالوي خو هغه خو يې لري که موږ هم ورسره سم په پله روانيږو نو د راتلونکوڅو مياشتو خرچه مو په دې دريو ورځو کې لوخړه کړه.
زموږ ژوندونه چې زموږ په خوښه او زموږ په پله پل نه ږدي نو يو علت يې همدا دی چې له اقتصادسره دسيالۍ پر ځای له ګاونډي سره ځان برابروو،دې ته مو پام نه وي چې خپل لوری او مسير مو په کوم خوا بيايې او موږ په کومه خوا روان يو، د اخترونو تر څنګه زموږ وادونه هم په همدې ملاماتونکو رواجونو په ستړې لار روان دي.
دواړه لوري بډای او غريب پام نه کوي،که بډای د خپلو شتو په بې باکه مصرف لاس پورې نه کړي نو دغه بل غريب بيچاره نه مجبوريږي چې ورسره ځان سم کړي او هر څه په يوه ورځ په اور واړوي،غريب دې هم دغه ټکی نه هيروي چې که نن ورسره دمصارفو په سيالۍ ګډ دی خو سبا او بل سبا ترې پاتې دی،څه لازم ده چې د دريو ورځو په ځان ښودنه دری مياشتې د فقرکاسې ته کينو.
د همدې ورځې په هيله اخترونه مو نيک مرغه او خوښۍ مو ميلمنې