د ګاونډيانو حقوق

څرنګه چې  خپل خپلوان په سړي  حقوق لري همداشان يې ګاونډيان هم لري .  د ګاونډيانو د حقوقو پر ځاى كول او د هغو احترام كول د آخرت په ورځ د ايمان لرونكو عملي ثبوت ګڼل كيږي.

خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :
( و الجار ذي القربى و الجار الجنب و الصاحب بالجنب ) ( النساء 36)
او د الله حكم دى چې  له قرابت لرونكى همسايه او له پردى همسايه او په خوا كې له همسايه سره نيكي وكړئ
د پورتني آيت څخه دا مانا لاس ته راځي چې كه همسايه  خپلوان وي او كه پردى وي ، كه غير مسلمان وي  او كه هر څوك وي هغه همسايه دى او د همسايه په حيث بايد د همسايه حقوق مراعات شي .
همسايه كه مسلمان وي او كه  غير مسلمان وي ،  د دواړو حقوق برابر دي
كه كاونډى د سړي خپلوان وي او مسلمان وي نو هغه درې حقونه لري : د كاونډيتوب حق ، د خپلوئ حق او د اسلام حق.
كه ګاونډی  مسلمان وي او د خپلوئ رشته ورسره نه وي نو هغه دوه حقونه لري: يو د ګاونډيتوب حق او بل د اسلام حق. او كه ګاونډی د سړي خپلوان نه وي او غير مسلم وي نو هغه يو حق لري  چې  هغه د ګاونډيتوب حق دى.
د ګاونډي عزت كول د ايمان جزء ګڼل كيږي. كه څوك د ايمان خاوند وي نو هغه به خامخا د همسايه عزت او احترام كوي .

د حضرت محمد ( ص ) ارشاد دى :
په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى ، په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى . صحابه كرام وپوښتل چې  يا رسول الله   هغه څوك دى  ؟  رسول اكرم (ص ) و فرمايل :  ” هغه څوك چې همسايه يې له ظلم څخه  محفوظ نه وي .” ( بخاري )

رسول اكرم (ص ) همداشان  فرمايلي دي  : ” هغه څوك چې په خداى او آخرت ايمان لري هغه بايد د همسايه عزت وكړي” ( بخاري )
ډير خلك دي چې د كاونډيانو سره ښه چلند نه كوي  ،  د هغوي حقوق تر پښو لاندې كوي ،   تل ورسره په جكړه بوخت وي  او په قول او عمل كښې ورته اذيت رسوي .دا كار د خداى پاك له رضا سره مخالف كار دى او ښايي چې سړى ورڅخه ځان وژغوري.

د ګاونډيانو د حقوقو د پرځاى كولو او د هغوي د احترام كولو د پاره دا لاندنئ يادونې  اړينې دي.
* د ګاونډي احترام  كول .
*  ګاونډي  ته  تاوان نه رسول.
*  دګاونډي  په غم او ښادئ كې ځان شريكول.
* له  ګاونډي  سره ښه ګذاره او چلند  كول.
*   له ګاونډي سره له رحم او  ترحم څخه كار اخستل.
* په ګاونډي  باندې له ظلم زياتې څخه  ځان ساتل   .
* له ګاونډي سره د ګاونډي په حيث ښه سلوك كول.
*    په ګاونډي باندې ځان  لوړنه ګڼل .
*  د ګاونډي عزت كول.
* د ګاونډي له  ناروغتيا څخه ځان خبرول .
* له ګاونډي سره د هغه د ستونزو په حل كښې له خپل توان سره سم مرسته او همكاري كول.
*  له ګاونډي سره  په ورين تندي خبرې كول .
*  ګاونډي ته د قربانئ  دغوښې برخه وركول.
*  ګاونډي ته  په بيلا بيلو مناسباتو كښې د تحفو  وركول چې له دې سره د ګاونډيانو تر منځ مينه محبت زياتيږي.
*   له خپل پخلي نه كاونډي ته يو څه خواړه ليږل.
* د خپل توان سره سم له كاونډي سره مالي  مرسته كول.

الحاج فضل الله رشتين

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب