د (کړ) فعل برابرونه په اوس او تېرمهال 

لکه څنګه چې جوته ده، په اوسمهالکې کړ په  جمله کې له) کړند (فاعلسره برابرېږي. کړند يو نوم یا يؤنومځری ) ضمير (کېدای شي.

کړند هغه څه یا چاته ویل کېږي چېیوه کړنه ترسره کوي.

بېلګې د رڼاوي لپاره:

✔ ننګيال کتاب لولي <=لولي کړ دی،چې له کړند)ننګيال (سره برابر شوی،کتاب سره نه.

✔ هغه یوه لیکنه کوي <= دلته‘کوي‘کړ دی، چې له کړند هغه سرهبرابر شوي.

په اوسمهال کې د کړ اوړون فعليوروستاړي په دې بڼه دي:

زه ….. م <= زه لرم

ته …… ې <= ته لرې

هغه …. ي <= هغه لري

موږ ….. و <= موږ لرو

تاسو …. ئ <= تاسو لرئ

هغوی … ي <= هغوی لري

دغه قاعده ساده راتلونکي مهال پورېهم اړه لري .يانې که په جمله کېمفعول شته وي، نو کړ ورسره برابرېږياو فعلي وروستاړي هم یو شان پاتېکېږي. که همدا  لومړنۍ بېلګېراواخلو، نو داسې راځي:

✔ ننګيال به کتاب ولولي.

✔ هغه به یوه ليکنه وکړي.

په تېرمهال د تېرمهال په ټولو ډؤلونوکې بیا داسې نه ده. هلته کړ له مفعولسره برابرېږي او هغه هم په نوږي)جنس ( او شمېر)عدد)  کې.

لومړی پر ساده تېرمهال رڼا اچوو اووروسته د تېرمهال پر نورو ډولونو.

که پورتنۍ بېلګې راواخلو او په سادهتېرمهال کې وکاروو، نو داسې راځي:

✔ ننګیال کتاب ولوستو. <= دلته‘ولوستو‘ کړ دی چې له مفعول ‘کتاب‘سره برابر شوی دی او کتاب نرينه/یوګړی) مذکر /مفرد) دی.

که چېرې کتابونه په جمله کې راغليوای، نو د ‘ولوستو‘ پر ځای ولوستلراځي – یانې د کړ په ريښه پسې لتړل کېږي.

✔ هغه لیکنه وکړه. <= دلته ‘وکړه‘ کړدی چې له مفعول ‘لیکنه‘ سره برابرشوی دی او ډوډۍ ښځینه/یوګړی )مونث /مفرد) دی.

که چېرې پۀ جمله کې ليکنې د لیکنهجمع راغلې وای، نو بیا د ‘وکړه‘ پر ځایوکړې راځي – یانې د کړ په ريښهپسې اوږده ې تړل کېږي.

د پورتنيو بېلګو پر بنسټ دا څرګندېږي،چې په تېرمهال کې کړ پورې يوځانګړی فعلي وروستاړی تړل کېږي،کله چې له مفعول سره په نوږي اوشمېر کې برابر شي.

★ که مفعول نرینه یوګړی وي، نو کړریښه پسې و )واو( تړل کېږي لکه ماکتاب ولوستو.

★ که مفعول نرینه ډېرګړی وي، نو کړریښه پسې ل ) لام( تړل کېږي لکه ماکتابونه ولوستل.

★ که مفعول ښځينه یوګړی وي، نو کړریښه پسې )ه (زور تړل کېږي لکه ماليکنه وکړه.

★ که مفعول ښځينه ډېرګړی وي، نوکړ ریښه پسې ې )اوږده یې( تړل کېږيلکه ما ليکنې وکړې.

خو په اوسني ليکدود کې “يوازې” کړپسې و ) واو ( نــه تړل کېږي، کهمفعول نرينه/یوګړی وي. کله ورپسې ه)زورکی ( تړل لکه وواهه )ووهلو( اووتاړه )وتړلو … ( او کله ورپسې هېڅهم نه تړل کېږي لکه وښود )وښودو(،وکړ )وکړو(او داسې. خـــو که چېرېداسې پاتې شي، نو ژبنۍ ربړې اوستونزې زده کوونکو لپاره  پنځوي. کهچېرې همدا ځانګړی فعلي وروستاړی‘و‘ وکاروو، نو له دې سره به اسانتيارامنځته شي، یوه نوې او اړینه قاعدهبه رامنځته شي او په لر او بر کې ژبنینژدوالی ډېر شي.

د دغې سولمنې )منطقي ( او اړینېقاعدې له مخې به د کړونو ریښو پسېو وروستاړی تړو، چې کله مفعول پهتېرمهال کې نرينه یؤګړی وي.

کره بنه…اوسنۍ بڼه..بېخي ناسم:

وکړو…. وکړ …. اوکړ /اوکړو

وښودو ….. وښود….. اوښود/اوښودو

وکتو…. وکاته … اوکاته/اوکتلو

ونیوو .. ونیوه .. اونیوه/ اونیولو

وخوړو … وخوړ …. اوخوړ /اوخوړلو

ولوستو … ولوست …. اولوست/اولوستو

ووهلو… وواهه … اواهه /اوهلو

ولیکو … ولیکه … اولیکه /اولیکو–لو

او داسې نور

ساده تېرمهال په دې هم اسانه پېژندلکېږي، د فعلي وروستاړو تر څنګه“یـــو” فعلي مختاړی هم لري – يانې‘و‘. پورته بېلګې وګورئ؛ ټولې په وپيلېږي.

یادونه: که چېرې په غونډله )جمله (کې مفعول نه وي راغلی، نو بیا کړ لهکړند سره برابرېږي او له هماغو فعليوروستاړو سره اړول کېږي لکه پهاوسمهال کې، خو یوازې د درېیم کسیو او ډېرګړی( هفه اوهغوی(  لپارهبدلېږي.

زه …… م:  زه لاړم )لکه په اوسمهالکې(

ته …….. ې: ته لاړې )لکه په اوسمهالکې(

هغه …… و: هغه لاړو

موږ…….. و :موږ لاړو )لکه په اوسمهالکې(

تاسو…….ئ: تاسو لاړئ )لکه پهاوسمهال کې(

هغوی … ل: هغوی لاړل

څنګه چې په پيل کې یادونه وشوه، دتېرمهال په نورو ډولونو کې هم کړ لهمفعول سره برابرېږي، که چېرې پهغونډله کې یو مفعول راشي.

نابشپړ )جریاني(  تېرمهال:

دا مهال هله کارول کېږي، کله چې یوهکړنه په تېرمهال کې روانه وي.

که پیلنۍ دوې بېلګې راواخلو:

✔ ننګيال  کتاب لوستلو.

✔ هغه یوه ليکنه کوله.

✔ ننګیال کتابونه لوستل.

✔ هغه  ليکنې کولې.

!! کوم فعلي وروستاړي چې په سادهتېرمهال د مفعول – کړ برابرونې لپارهراځي، هماغه په نابشپړ تېرمهال کېهم راځي. یوازېنی توپير یې دا دی،چې په نابشپړ تېرمهال کړنومی)مصدر( نه بدلېږي  – لکه په سادهتېرمهال کې چې کول پر کړ اوښتی.همدارنګه د کړ تر ريښې مخکې ‘و‘مختاړی نه راځي.

نږدې بشپړ تېرمهال:

دا مهال هله کارول کېږي، چې یوه کړنهترسره شوې وي او له اوسمهال سرهډېر مهالي واټن ونلري او اغېز یې تراوسمهال پورې وغځېږي.

که پیلنۍ دوې بېلګې راواخلو:

✔ ننګيال  کتاب لوستلی دی

✔ هغه یوه ليکنه کړې ده.

✔ ننګیال کتابونه لوستلي دي.

✔ هغه ليکنې کړې دي.

څنګه چې له بېلګو معلومېږي، په نژدېبشپړ  تېرمهال کې کړ له دوو برخوجوړ دی، چې یو آر )اصلي(  کړ دی اوبل مرستيال کړ.

دغو جملو کې لوستل او دی/دي/دهمرستيال کړ دی چې په برابرونه کېبېل فعلي وروستاړي لري.

* نرينه مفعول يوګړی:  کړ+ی دی

* نرينه مفعول ډېرګړی: کړ+ي دي

* ښځينه مفعول يوګړی:  کړ+ې ده

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ