
د کووید۱۹ ناروغۍ نښې
د نورو ویرسونو په پرتله د کرونا (SARS-CoV-2) له امله والگې لږ سخت او ځورونکی وي چې په لومړي سرکې له سختي تبې (د بدن تودوخه له ۳۸ سانتي گريد څخه لوړه وي)، وچ توخي، ستريا، اشتها كموالي، دهدوکو او غړو له نری درد سره راڅرگنديږي. ډير لږ ناروغان له پوزې نه داوبو بهيدو، پوزې بنديدو، پرنجي او دغه راز د نس ناستې شکایت لري.
په وړو او ځوانو ناروغانو کې بیا يوازې نرۍ تبې او ځان دردۍ په بڼه تيريږي. د زیاتره ناروغانو پايلې د تمـې سره سم ښه او هيله بخښونکې وي خو زاړه، مزمن ناروغان، کمزوري معافیت لرونکی او بې سیکه خلک ديوې اونۍ په تېريدو له تنفسي ستونزو، نا بسیایې، شاک، گڼو غړو اخته کیدو او پر وخت د روغتيايي چوپړ نه شتون له امله د مرگ تر كومي رسي. کوید ۱۹ د وژنې کچه يې په منځني ډول ٪۲.۳ اټکل شوې چې ځينو سیمو کې آن تر ۱۲٪ هم اوښتې