د کفارو دسيـسې

د کفارو د د سیسو څخه یوه یې هم فکري جګړه ده، ډاکټر جمیل مصري د فکري جګړې په اړه وایې:

کله چي کفارو د مسلمانانو سره په نظامي جګړه کي ماته وخوړه، د سلطان صلاح الدین ایوبي ضربې یې وخوړلې، تر مایوست وروسته نوی فکر ورته پیدا سو

چي موږ نه سو کولای د مسلمانانو سره د موټو په زور وجنګیږو، پر مسلمانانو باندي جنګ نه دي په کار بلکه د دوئ پر دین او فرهنګ جنګ ګټور او ښه پایله لرونکي دي له همدې امله یې خپل د دښمنۍ غشۍ د اسلامي مفکورو او فرهنګ پر لوري وتوغاوئ

د فکري جګړې تر ټولو لویه وسله یې ټکنالوژې وبلل او د هغو زیانونو څخه یې تر ټولو لوی زیان عقیدې او افکارو ته رسېږي، نو زیات کوښښ یې همدا کوئ چي د مسلمان امت عقیده ور خرابه کړي، نن چي موږ او تاسي کوم ځوانان وینو، ټول رسم و رواج یې د کفارو سره دي، چي په دغه کار سره دوئ خپلو اهدافو ته ورسېدل او نبي علیه الصلاة والسلام فرمایې:

“که چا د یو قوم سره مشابهت وکړئ، نو هغه د هغو څخه دي”

د فکري جګړې وسایل:

فکري جګړه زیات وسایل لري چي د هغو د جملي څخه یوه هم ټکنالوژې ده او په ټکنالوژې کي یې زیات نور اقسام هم سته لکه: راډیو، ټلویزون، انټرنیټ، د اسلام پر ضد جوړ سوي ګېمونه

او بل یې هم د مسلمانانو پر لویو کتابونو او عالمانو رد دي، چي دغه یې عقیدوي جګړه بلل کیږي..

د کفارو رد:

کفار هر وخت کوښښ کوي ترڅو د مسلمانانو پر کتابونو، عالمانو او دین باندي رد وکړي، د تعجب خبره خو داده چي پر قرآن یې هم رد کړي، خو الله رب العزت فرمایې:

(سورة الحجر:۹)

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحٰفِظُونَ ط

ژباړه: دغه ذکر(قرآن) موږ نازل کړي دئ او موږ په خپله ددې ساتندويان يو..

کوم ردونه چي کفارو، وهابیانو، سلفیانو، سیکولرانو او د مذهب دښمنانو زموږ پر کتابونو او عالمانو کړي دي هغه خو بې شمېره دي، خو دلته یې هغه ردونه ذکر کوم چي موږ په خپلو سترګو ولیدل او په همدغه وخت کي وسول عبارت دي:

۱- رد پر صحیح البخاري:

دا چي موږ په خپلو سترګو ولیدل چي کفارو او د هغوئ غلامانو زموږ د مذهب پر یو لوی کتاب(صحیح البخاري) باندي رد وکړئ، دا هم د مسلمانانو پر کتابونو بې باوري او شک پیداکول وه، د مسلمانانو عقیده خرابول او همداسي زموږ د علماؤو سرګردانه کول وه..

۲- رد پر جید عالم شیخ الحدیث ابوالفیض صاحب باندي:

زموږ د کندهار یو لوی عالم او شیخ الحدیث ابوالفیض صاحب چي د وهابیانو، بریلویانو، پنج پېرییانو او د مذهب د دښمنانو لخوا څخه رد پر وسو، دا هم د کفارو او د هغوئ د غلامانو یو لویه عقیدوي جګړه ده، چي د دوئ هدف د مسلمانانو د عالمانو بد او غلط معرفي کول دي، او مسلمانان په شک کي اچول دي نو ددې فیصله به الله تعالی کوي چي څوک حق دي او څوک باطل،

الله تعالی فرمایې:

(سورة البقره:۱۱۳)

وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصٰرٰى عَلٰى شَىْءٍ وَقَالَتِ النَّصٰرٰى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلٰى شَىْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتٰبَ ۗ كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ط

ژباړه: يهوديان وايي: “له عيسويانو سره هیڅ نشته.” عيسويان وايي: “له يهودو سره هیڅ نشته.” – په داسي حال کښي چي دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان دعوه هغه خلګ هم كوي چي هغوئ د كتاب عالمان نه دي (مشركان)،.. الله تعالی به دا اختلافونه چي دا خلګ په کښي اخته دي، د قيامت په ورځ فېصله کړي..

۳- رد پر قرآن کریم:

یو بل رد یې هم پر قرآن کریم کړي دي، خو الحمدلله د علماؤو د مناظرو او بیانو وروسته ډیر کفار په اسلام مشرفه سوي دي، او اوس تر ډېره حده دغه رد کم سوي دي..

اللهﷻ په خپل کلام کي فرمایې:

(سورة البقره:۴،۵)

وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْءَاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ط أُولٰٓئِكَ عَلٰى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ط

ژباړه: او هغه کسان چي پر هغه کتاب (قرآن) ایمان لري چي پر تا باندي نازل کړه شوي دي او کوم کتابونه چي ستا څخه مخکي نازل کړه شوي وه، پر هغو ټولو ایمان راوړي او پر آخرت باور لري، داسي خلک د خپل رب له لوري پر سمه لار دي او هم هغوی بري موندونکي دي…

د مسلمانانو ختمول:

کافر هیڅ وخت د مسلمان نسي دوست کېدلای، نو په همدې خاطر کفار همېشه کوښښ کوي تر څو په یو رکم مسلمانان ختم او له منځه یوسي چي ښه مثال یې په نیوزیلنډ کي د جمعي د لمانځه پر وخت د مسلمانانو شهیدانول دي، دا هم یو کفري جګړه ده، بل مثال یې پر جلسو باندي حملې کول او د عالمانو او مسلمانانو له منځه وړل دي چي دا تر ټولو مهم مثال دي او د عالم له منځه وړل داسي دي لکه د یو کتابتون او یا یو مذهب له منځه وړل، نو راسئ چي تر خپل وسه پورې ددې کوښښ وکړو چي خپل ځانونه ویښ وساتو او مخنیوی یې وکړو…

الله تعالی دي کفار تباه او برباد کړي او الله تعالی دي مسلمانان په دنیا او آخرت کي کامیاب او سرلوړي کړي..

آمین یارب العالمین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب