د کتاب/مقالې عنوان څه ډول ولیکو؟ د ليکلو اصول

عنوان يا سرخط د موضوع اظهار يا عکاسي کوي ۔ د تحقيقي ليک (مقالې يا کتاب) سرخط داسې پکار وي چې ترې پته ولګي چې دا تحقيق دي نۀ چې يو رپورتاژ يا افسانه ، په تحقيق کښې عنوان په ډېر سوچ او عقلي بنيادونو باندې داسې ليکل پکار وي چې ترې د موضوع د حد بندۍ او تفصيلاتو پته اولګي ۔ د سرخط په انتخاب کښې د هر څه نه زياته توجه معنويت ته پکار ده.
د تحقيقي او تخليقي ليک په سرخط کښې فرق وي ۔ په تخليقي ليک کښې اکثر عنوان د ليک نه بعد ليکلي شي او يا که اول ليکلي شوي وي نو هم پکښې دومره لچک موجود وي چې بيا يې بدلولي هم شي. د تخليقي ليک سرخط ليکوال د خپلو احساساتو، تخيل او ذوق مطابق منتخب کوي خو د تحقيقي ليک د سرخط منتخب کولو خبره د دې نه بدله ده .
په ازاد تحقيق کښې که څوک دا قسمه تخيلي سرخطونه منتخب کړي نو بيا يې هم چانس شته خو په سندي تحقيق کښې د دې خبرې د سره ګنجايش نشته ۔ د تحقيقي مقالې د سرخط د ليکلو په وخت کښې د لاندينو خبرو خيال ساتل پکار وي .
۱۔ بائد چې سرخط د موضوع سره نېغ په نېغه تعلق ولري ۔ سرخط داسې پکار دي چې د موضوع د مقاصدو سره سمون وخوري او د موضع حد بندي ترې هم په ډاګه شي ۔
۲۔ د تحقيقي مقالې سرخط د متعلقه ژبې د نحوي اصولو مطابق پکار دي ۔ سرخط په سواليه انداز کښې يا د يوې مشکلې جملې په شکل کښې نۀ دي پکار ۔
۳۔ د سرخط د ليکلو په وخت کښې د هغه لفظونو انتخاب پکار دي چې د موضوع په حواله بنيادي حيثيت لري ۔ د ذو معني، مشکلو او ابهام واله لفظونو استعمال نۀ دي پکار ۔ رومانوي، تخيلي او شاعرانه الفاظو او ترکيبونو نه ډډه کول پکار دي ۔ د سرخط په لفظونو کښې قطعيت، معنويت او علميت په نظر راتلل پکار دي ۔
۴۔ په سرخط کښې ډېر اوږدوالي هم ښۀ نه وي خو د دومره اختصار نه هم ځان ساتل پکار دي چې د ابهام ښکار شي ۔
۵۔ د مقالې په عنوان کښې د روايتي لفظونو لکه تحقيقي، تنقيدي او تقابلي قسمه لفظونو تکرار نۀ دي پکار ۔
۶۔ د مقالې سرخط چست پکار دي او د بې ضرورته الفاظو او حروفو لکه حروف ربط، جار او حروف اضافت نه هم ځان ساتل پکار دي ۔
۷۔ د تحقيقي مقالې سرخط شاعرانه هم نۀ دي پکار ۔ مطلب دا چې داسې عنوان نۀ وي چې شعر وي يا د شعر يوه مصرعه وي يا يې يوه حصه وي ۔ کله کله سکالران په سرخط کښې د جاذبيت يا نااشنا والي پېدا کولو په خاطر داسې کوي چې سمه خبره نۀ ده ۔
۸ ۔ په سرخط کښې د اختصاراتو، او اصطلاحاتو استعمال هم په احتياط سره کول پکار دي ۔
۹ ۔ په سرخط کښې ډېر ژور او نا اشنا لفظونه استعمالول نۀ دي پکار ۔
۱۰۔ د مقالې د سرخط په شان د بابونو د سرخطونو هم دا اصول دي کوم چې وړاندې بيان شو۔
۱۱۔ د مختلفو بابونو د عنواناتو تعين د تحقيق په نوعيت انحصار کوي ۔ لکه سوانحي تحقيق، موضوعي تحقيق او متني تحقيق کښې د بابونو د سرخطونو د ليکلو خپله طريقه وي ۔
اخري خبره دا ده چې د مقالې سرخط ليکل يو سائنسي عمل دي دا د تخيل نه زيات د عقل، تجربې او مهارت سره تعلق لري ۔
په دې ليک کښې د لاندينو کتابونو نه استفاده شوې ده ۔
• ډاکټر ګيان چند، تحقيق کا فن، اسلام اباد، مقتدره قومي زبان، ۲۰۰۷
• ډاکټر اېم سلطانه بخش، اردو مي اصول تحقيق جلد اول، اسلام اباد، ورډويژن پبلشرز، ۱۹۹۵
• ډاکټر جميل جالبي، ادبي تحقيق، لاهور، مجلس ترقي ادب، ۱۹۹۴
• ډاکټر شفيق انجم، قواعد تحقيق و تدوين، اسلام اباد، پورب اکادمي، ۲۰۱۵ډاکټر محمد علي ديناخېل
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب