د کابل پوهنتون
كابل پوهنتون د افغانستان په پلازمينه کابل كي يو له سترو پوهنتونونو څخه دی چې لمړی ځل يې ۱۹۳۱ زيږديز كال كې د بنسټ ډبره كيښودل شوه او په ۱۹۳۲ زيږديزكال كي په رسمي ډول پرانستل شو.
د كابل پوهنتون په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد نادر شاه د واكمني په وخت او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس شو او يو كال وروسته د ټول افغانستان څخه زده کړيالان په دي پوهنتون كي شامل شول او وروسته د فرانسه ، جرمني ،روسيه او د امريكا متحده ايالاتو په مرستي او پاملرنې سره دا پوهنتون په آسيا كي بي سارې وو.
په ۱۹۶۰ م كال كي بهرني تعليمي بورسونه ددي لامل شول چي نوي نسل د نويو سوچونو لكه كمونيزم فيمينيزم او پانگواکی سره اشنا شې. چي په دي وخت کې زده گړيالان د ځينو كسانو لكه احمد شاه مسعود ،گلبدين حکمتيار ، داكتر فيض احمد او سيدال سخندان تر اغيز لاندي راغلل. او ځينو بيلانو ډلو لكه خلقيان, پرچميان, شوليان, اخوانيان او نورو نفوذ وكړ او پوهنتون د کشمکش ډګر شو.
د افغانستان د خلکو د دموکراټیک گوند د واکمني پرمهال د کابل پوهنتون خپل ډير ښونکي او کارکونکي له لاسه ورکړل. له هغه وروسته د نوموړي گوند راپرځيدو سره سم او په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نارامی او کورنۍ جگړي پرمهال دې پوهنتون ته ډير زیانونه واوښتل او ډېرې پوهنځۍ گانې له منځه ولاړې او کتابونه يې د اور خوراک شول.
دې پوهنتون کي دغه د پام وړ کسانو مهم رول لاره:
نانسي هاچ دوپري, د افغانستان د پېښليک څانگپوهه
سيد نفيسي (پوهاند)
عبدالحی حبيبي (پوهاند)
مولانا فيضاني (فیلسوفر او سمون غوښتونکی)
واصف بختياري (پوهاند)