د کابل بالاحصار؛ هغه تاریخي غونډۍ چې د څار او دفاع لپاره کاریدلې
پلازمینه کابل؛ د هېواد په مرکزي زون کې موقعيت لري، چې د بې شمیره تاریخي ځایونو لرونکې هم ده. له ډلې یې نن درته د کابل بلاحصار په اړه معلومات درکوو:
د فلکلوري رویاتو له مخې د مرکزي ښارونو د حفاظت او ساتنې لپاره به ښار ته نږدې يوه غونډۍ جوړیده. د کابل ښارجنوبي برخو په څنډو کې هم یوه غونډۍ د بالا حصار په نوم ياديږي، دا غونډۍ د لرغوني زمانې راهيسې د څار او دفاع لپاره کاريدلې.
د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې چې يا یې د پلازمېنې بڼه غوره کوله او يا مهم تجارتي او فرهنګي ښارونه به وو، بارې او حصارونه جوړیدل او د ټينګو بالاحصارونو یا جنګي کلاوو بنسټونه اېښودل کیدل، د کابل بالاحصار هم د افغانستان له لرغونو او پخوانيو بالاحصارونو څخه دی، چې د کابل له مرکزي کیدو سره سم جوړشوی دی، د کابل په بالاحصار کې به د وخت واکمنو د یو امن ځای په توګه ژوند کاوه او ډیرو دښمنانو سره به یې له همدې ځایه مقابله کوله.
د کابل په بالاحصار کې شاوخوا زړې ودانۍ او هم تاريخي اسناد ګواهي ورکوي چې د بالاحصار په شمالي لمن کې يو بشپړ ښار ودان ؤ، چې شاهي ارګ، د بېلابېلو چارو ادارې، د لویو مامورینو استوګنځایونه، د خزانو او دولتي شتمنيو د ساتلو ځای، حمامونه او نور د عامې ګټې اخېستنې ځايونه پکې ودان شوي ول او د هغه وخت له غوښتنو سره سم یې د ښاري ژوند ټول امکانات او اړتیاوې درلودې.
د کابل بالاحصار د خپل اوږده ژوند په اوږدو کې د پرديو ډېر تېري او د افغانانو ډېر بري ليدلي، ډيرې سړې تودې پرې تېرې او څو څو ځله بېګانه او پردۍ يرغلګرې لښکرې پکې ميشتې شوې، خو ډېر ژر افغانانو د بالاحصار مرکزي برخه د دښمن په وينو رنګولې او تاریخي ماتې یې ورکړي.
کله چې انګریزانو په ۱۸۷۸کال پرافغانستان باندې تېری وکړ، په هغه وخت کې د کابل بالاحصار او شاهي تأسيسات يې وسوځول.
بالاحصار له دې ټولو پېښو سره اوس هم هسک ولاړ دی او خښته خښته يې له خاطرو نه ډکه ده.
له بالاحصار نه ښکته یې په شمال کې يوه دروازه جوړه وه چې پوستين گنډونکي به يې بهر ناست ول. وروستو کې دا د لاهوري دروازې په نوم ونومول شوه. که دې کلا ژبه لرلی، نو د بې شميرو نورو وړو وړو پيښو حال به يې ويلی وای. بې شکه چې ديوالونه پاتې شي، خو انسان ترينه کډه وکړي.
ماخذونه؛
د نندارتون کتاب، د کابل پخوانی تاریخ او انټرنیټ
لیکنه: م – محمدي