د ښو کړنو غوره تګلاره څه ده؟

۱- سهار د را وېښېدو پروخت خوښ اوسه:

 ورځ د الله تعالی يو ستر نعمت دی، ورځ هغه لمريځه وړانګه ده چې په مټ يې هر ژوندی شی د خپل ژوندانه انرژې پوره کوي، د ورځې په راختو سره هر انسان تر لمرلوېدو پورې د خپلو موخو ترلاسه کولو لار څاري، ورځ پرهر چارا خيژي، ځيني يې داسې استقبالوي: “سهار دې په خير، اې نړۍ” او ځينی نور بيا وايي: “دا څه دي!؟. . . دا ورځ دومره ژر ولي بيا راغله؟ د سهار راختلو پرمهال دهر ډول منفي سوچونو څخه ځان ساته، همدا منفي سوچونه کولای شي ستا ورځنۍ چاري له ګواښ سره مخ کړي او ستا په دماغو کې منفي احساسات خوندي کړي؛ نو مثبت شيان په پام کې نېسه او خپله ورځ په خوښۍ، مثبتو کړنو او غوره چلند پيل کړه.

۲- زړه راښکونکې موسکا پرمخ راوغوړوه:

خپل ورځنی ژوند په موسکا پيل کړه. . . آن که موسکا نشي کولای هم ځان موسکی څرګنده وه، ځکه باطني عقل نه شي کولای د رښتوني او نه رښتوني شی ترمنځ توپېر وکړي؛ نو غوره داده چې تل موسکی اوسي.

۳- په سلام او ستړي مشی کې لومړيتوب کوه:

 په حديث شريف کې راځی، پيغمبر عليه السلام وايي: و خيرهما الذي يبدا بالسلام، او په دواړو کې غوره هغه څوک دی چې لومړی سلام کوی. . . نو بل ته انتظار مکوه ته په خپله په سلام پيل کوه.

۴- خلکو ته غوږ ږده:

له خلکوسره د خبرو پر مهال چوپتيا غوره کوه، او دا کار سخت نه دی، ډېر لږ وخت غواړې. . . د همدا اوس نه ژمنه وکړه. . .  د غږېدو پروخت د بل چا خبري مه پرېکوه. . .  د بل د خبرو اهتمام کوه. . . او ښه غوږ ورته ږده.

۵- خلک په داسې نومو نو يادوه چې دوی پرې خوښيږي:

زما په اند زموږ نومونه زموږ د پاره تر ټولوښه شی دی چې زموږ غوږونه يې اوري؛ نو خلک په خپلو نومونو رابوله او هغه نوم ورته يادوه چې دوی پرې خوښيږي.

۶- هر انسان غوره شخص ګڼه او نيک چلند ورسره کوه:

الله تعالی انسان پرټولو کايناتو غوره ګرځولی دی؛ نو نيک چلند ورسره کوه، دا به يوازې تاخوښ نه کړي بلکې پرتا راګرځېدلي زياتره ملګري به هم همدا چلند غوره کړي.

۷- خوښي کوه:

په ورځ کې کم ترکمه له درې کسانو سره خوښي ښکاره کوه.

۸- د ملګرو د خوښۍ ورځی لمانځه:

له خپلو ملګرو سره په لمانځنو کې ګډون کوه، د هغوی د زېږېدو نيټې لمانځه او په هر ډول خو ښيو کې يې ګډون کوه، په ناڅاپي توګه د هغوی زړونه خوشحاله وه ،هغوی ته تيلفون کوه او هغوی ته ليکونه ور لېږه او د روغ صحت او نيکمرغۍ هيله ورته ساته.

۹- په خپل ژوند شريکې ناڅاپه لوريني کوه:

کله ناکله په ناڅاپي توګه خپلې مېرمني ته وړې ډالۍ ور وړه، د مېرمني زړه د تازه غوړېدلې ګل په څېر دی؛ نو ګلونو په ګېډۍ لوروه، داسې شی ورته راوړه چې هغه پرې خوشحاليږي، کېدای شی ډېر لږ شي ستاسو ترمنځ اړيکي لا پسې خوږې کړي.

۱۰- خوږ ملګری خپل سينې ته در نږدې کړه:

دکورنۍ ستونزو د حل نړيواله متخصصه “ميرجينا سايټر” وايي: ” موږ د ژوند د بقاء له پاره په ورځ کې ۴ ځله د ميني ډک نږديکت ته اړتيا لرو. اته ځله د کورنې ژوند د ساتلو له پاره او ۱۲ ځله د لويېدلو له پاره” . . . نو له همدا نن نه پيل وکړه، همدا تګلاره خپله کړه چې ډېرې حيرانونکي ښي پايلي به ترلاسه کړې.

۱۱- هره ورځ يوملګری خوشحاله کوه:

خپل کوم ډاکټر يا کوم متخصص ملګري ته د ستاينې ليک ورلېږه.

۱۲- تل پر نورو لورېينه کوه:

 دخپل وس سره سم پرخلکو لورېينه کوه، پر يو مسلمان لورېينه او له هغه سره نيکي پرخپل ځان د هغه حق وګڼه او دا هرڅه يوازې د الله تعالی د پاره کوه.

۱۳-  خپل ځان او نورو ته بخښنه کوه:

 د انسان نفس اماره کله ناکله ده ته ناسمې لارښوونې کوی چې له همدې امله د نورو خلکو د خپګان لامل شي؛ نو خپلو ګړنو ته زير اوسه او د نورو نيمګرتياوو ته ګوته مه نېسه، خلکو ته د ناوړه چلند بخښنه کوه اوکوښښ کوه چې د رښتوني مسلمان بڼه خپله کړې.

۱۴- تل “خيريوسی” او “مننه” توري کاروه:

 دا توري که څه هم ډېرکم دي خو په تل کارولو سره ښی پايلي لاسته راوړلای شي. . .  له هر چاڅخه منندوی اوسه، او د يوچا د بد خوی له امله د هغه شخصيت بد مه ګڼه، هر انسان په خپل ذات کې شرف لري، په بد خوی خپلولو د هغه ذات بد مه ګڼه بلکې خوی يې بد بوله اوکوښښ کوه چې د ناوړه خويونو څخه ځان وساتي.

د همدا نن څخه لاندې تګلاره خپله کړه:

٭  له خلکو سره داسې چلند کوه څنګه چې يې ته د خپل ځان له پاره خوښوي.

٭ له خلکو سره داسې موسکی اوسه څنګه چې يې ته له دوی څخه غواړې.

٭ خلک داسې ستايه لکه څنګه چې يې ته خپل ځان ته خوښوې.

٭ نورو ته داسې غوږ نېسه لکه ځان ته چې يې خوښوې.

٭ له نورو خلکو سره داسې مرسته کوه لکه ځان ته چې يې خوښوې.

په همدې توګه به ستره کاميابي ترلاسه کړي او د نيکمرغه ژوند تکل کوه.

تل د الله تعالی په نعمتونو کې فکر کوه او د هغه شکر ادا کوه،

د نعمتونو د زوال انتظار مه کوه په الله تعالی توکل کوه،

د چا د منني انتظار مه کوه ستا پر هيچا حق نشته بلکې

هر ډول نيکي يوازې د الله تعالی له پاره کوه،

ژوند يوڅو ګټوري شېبې دي ګټه ترې

پورته کړه،ښه کړني غوره تګلاره  ده،

په هر کار کې فکر کوه او

له ځان سره حساب کوه. .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب