د ژر انزال درملنه

د ځينو ځوانانو جنسي ځواک ډېر ژر راپاريږي او بېرته ژر انزال ته رسيږي، هغوی په ځان ښه پوهيږي، چې دا ټول د جنسي بې لاريتوب له امله شوي دي ، دوی که له وخت سره پرهېز وکړي، ناوړه انځورونه، په انټرنېټ کې خراب سايټونه او نور… پرېږدي او همدارنګه د جنسي بې لارېتوب لارې پرېږدي دا ستونزې يې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي؛ مګر که داسې وي، چې نن توبه وکړي، سبا بیا پرې واوړي، بيا توبه وکړي بله ورځ بیا داسې وکړي، د دې درملنه بيا نه له طب سره شته، نه له ارواپوهنې سره شته او نه هم له حکيمانو سره.
تر ټولو غوره خبره دا چې که تاسې ته شېدې، کوچ، د غوا غوړي، پېسته، او بادام چې د جنسي ځواک د پياوړي کيدو لپاره اړين دي، نه تر لاسه کيږي، هيڅ خبره نه ده، تاسې له دال او لوبيا سره هم ضايع شوې انرژي تر لاسه کولای شئ ، د جنسي کمزوري لپاره د داسې درملو اړتیا نشته، چې يوازې جنسي جذبات راوپاروي؛ بلکې داسې درمل تاسې ته لاستونزې او ناروغۍ زياتوي.
زه يو ځل بيا په دې ټينګار کوم، چې جنسي کمزوري کومه ځانګړې بدني ناروغۍ نه ده، دا يوه اروايي عارضه ده، چې انسان يې بايد خپله د کنترول لارې چارې وسنجوي.
تاسې په ورځپاڼو کې په هغه اشتهاري حکيمانو مه تېر وځئ، چې ځانونو ته لقمان حکيم وايي، که بيا هم ستونزه وه، نو بايد له يوه تکړه او مستند رنځپوه سره مشوره پرې وکړئ، دداسې ډېريو ځوانانو د معدې نظام خراب وي يا ډېر قبض ورته پېداکيږي له دې سره هم جنسي ځواک کمزوری کيږي ، کله کله داسې هم کيږي چې يو نيم کس ته احتلام (د شېطان غولول) زيات کيږي يا د جريان ستونزه لري معنا دا چې په ځان پوه نه وي او مني ترې خارجيږي، دا هم جنسي ستونزه ده او درملنه يې شونې ده.
ډېری ځوانان چې عصبي ناروغۍ لري، هغوی که پرلپسې د اعصابو او ډېپرېشن درمل خوري ارو مرو ورته جنسي کمزوري پېدا کيږي؛ خو ډاکتران بايد هغوی وپوهوي، چې دا ستونزه يې د تل لپاره نه ويړ، دا هم اړينه ده، چې بايد د دوا د انتخاب د غېر مسلکي کسانو لخوا درته ونشي ، ځينې ځوانان يو بل ته وايي (پلانۍ دوا وخوره، پلاني هم دا ناروغي لرله، ورسره روغ رمټ شو) داسې بیخي ونکړئ؛ بلکې تل له مسلکي ډاکترانو سره مشوره کوئ.
صحي تداوي یی داده چه هر قسم د طاقت شیان وخورۍ .. !

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب