د چنجیو د ناروغۍ علاج او ورڅخه د ځان ساتنه!
په نس کی ولی چنجیان پیداکیږی :-
۱-د ډیرخوراک له امله او کله چي په معده کي بلغم ډیر شي.
۲-دهاضمې کمزوری او دبدن دغړو خونکي ، چي دا دهاضمې د خرابوالی سبب ګرځی.
۳-سریښ ناکه خواړه ، لکه لوبیا او دامو غوښو خوړل ، البان خوړل ، او رطب میوې خوړل.
۴-په ډکه خیټه جماع ( نزدیکت) کول .
۵-اوړه کفه کول.
۶-ځنی چنجیان یو دبل څخه اخستل کيږی .
دچنجیانو دشتون نښی نښانی :-
دچنجیانو دوجود علامی یو دبل سره توپیر لری ځنی اوږه چنجیان وي ، او ځینی لنډ او ځنی برداره چینجیان وي .
دورځی یي شونډان سپیره وي ، او په خوب کي دخولې څخه ناړی بهیږی .
دنارغ طبیعت خراب وي ژر درد ورځی .
دشپی غاښونه چیچي .
په خوب کي ارږمۍ کاږی ،کله کله چغه کوي، که یی څوک دخوبه ويښوي خوابدی کيږی .
پر سترخوان چې کښینی وخوړو ته یی هوا نه کيږی دخوړو څخه یی بد راځی .
دچنجیانو څخه دمیرګی ناروغي او تشنجات هم پیښیږی .
کله کله ډیر وږی کيږی ، ولی چی خواړه چنجان وخوری، او دزړه خفقان هم ورته پیښیږی .
په خوب کي چنجیا په حرکت راځی .
دمعدې خوله کړپی کوي ، مغض وي ، او ګوله یی مښلی او اشتهایی بنده وي .
هغه کس چي چنجیان لری په بدن کي یی سستی ډیره وي ، کله کله یی سترګی سرې وي .
مقعده یی کا کوي .
دچنجایو دناروغي علاج او دهغه څخه دځان وقایه :-
کولمې د بلغمو څخه داملی شیانولکه د ( سنا ) په خوړولو سره پاکول .
دبلغمې خوړو( هغه خواړخه چي بلغم ډیروی لکه بادرنګ ، مستې …) څخه پرهیز کول .
دچنجیانو دوژلو دواوي لکه ( مُریعنی ترخې کونډری ، ترمس یوډول ژړ باغلی دی ، هوږه ، زعتر ، انیسون ، دکرفس تخم ، وانجه یعنی توری دانې چینجیان وژنی او وروسته صبر سقطری او مستکا خوړل کيږی چي مړه چنجان خارج سي .
ددوا تر خوړولومخکي باید کباب و زبیښل سي ، چي چنجیان دکباب پر اوبو راټول سي اووروسته سمدلاسه دوا وخوړل سي .
هغه کوچنی سپن چنجیان چي په مقعده کي د هغوي دپاره مالګه فایده کوي .
وانجه ( توری دانې )میده کړی او د مړغونی اوبه په ګډې کړﺉ پرنوه باندی یی وتړﺉ ،دنس څخه چنجیان خارجوي .
ترمس ( ژړباغلی ) په اوبو کي وایشوﺉ اوبه یی په عسلو خوږې کړي ويی چښﺉ.
دزردکو جوس په نهاره چیښل چنجیان ورکوي .
دجوز خوړل یا دجوز تیل دپټاټې سره خوړل پلن چنجیان ورکوي .
دیرش ګرامه ملخوځی په یوه لیټر اوبو کي خیشتې کړﺉ په تشه خوا یی وچښﺉ چنجیان ورکوي .
نخود په سرکه کي ماښام خیشته کړﺉ او سهار یی په نهاره وخورﺉ .
پنځوس یا شپیته ګرامه انارپوست په یوه لیټر اوبو کي وایشوﺉ ، سهار په نهاره یو ګیلاس څلور ورځی چیښل کيږی .
دګندنی بیخونه ( سپینه برخه ) ښه پاک پریمنځﺉ وروسته یي وګوټﺉ او دشیدو سره یی وخورﺉ چنجیان ورکوي( دګندنې دبیخو جوس او شیدې )