د چرګانو غذا او تغذیه

غذا د چرګانو د توليداتو لپاره يو مهم فکتور ده چې د چرګانو د لګښتونو 70 سلنه جوړوي.
چرګان متراکمې غذا ته اړتيا لري ځکه چې چرګان د شونډو د نه شتون له امله نشي کولاي چې غير متراکمې غذا څخه استفاده وکړي.
د چرګانو لپاره داسې غذا برابره شي چې د هغوی د توليد د ډول سره مناسبه وي.
غذا بايد د هغوی د بدن ټولې اړتياوې پوره کړي، په همدې ترتيب د هغوي د غذا د تيارولو په وخت کې د هغوي د ساتلو هدف، عمر ،نسل ،اندازه  او د ساتنې د سيستم هر يو ته په پام کې لرلو سره د پروټين او انرژې  اړتيا په نظر کې ونېول شي.

د کورنيو الوتونکو د غذا مهمې سرچېنې عبارت دي له:
انرژي سرچېنه  د غوړ سرچېنه د پروټين سرچېنه د ويټامينونو او منرالونو تکميل کوونکو څخه ده.
دا چې خوراکي توکي مختلفې دندې لري بايد د خوراکي توکو د دندو په پام کې رسولو سره هغوي ته خواړه برابر کړل شي.
د غذايي توکو د کمښت په صورت کې نه يواځې په زړه پورې توليد نه شي ورکولی بلکې د راز راز ناروغيو سره  هم مخامخ کېدای شي.
چرګانو ته بايد متوازنه غذا برابره شي ددې هدف لپاره کولاي شو چې د پيرسن مربع او الجبري طريقو څخه ګټه واخلو.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب