د چاپیریال پر وړاندی د مسلمان مسؤلیتونه بېلګې او مثالونه

د اسلا م مبارک دین د چاپېریال ساتنې مسئلې ته ځانګړې توجه کړیده او مسلمانان ېې دخپلې ټولنې د پاکوالي او له هغې څخه د زیانمنو او مُؤذي څیزونو له منځه وړلو ته هڅولي دی او د اسلام دا ټول توجیهات او لارښود نې د همدې لپاره دي چې تر څو په ټولنه کې د مېشتو خلکو په ناامنه ژوند کې خوندیتوب او مصؤنیت رامنځ ته شي او وګړي ېې د ټولنېزو شیانو څخه سالمه ګټه پورته کړي.

لیکنه: استاذ فضل الله ( ممتاز )

د ټولنې د تعریف په اړه پوهان وايي:

ټولنه د ځمکې پر مخ او یا ځمکنېو زېرمو او ټولو هغو لمدو او یا وچو څيزونو ته ویل کیږي چې د ځمکې په وچه برخه کې د غرونو، پراخو میدانونو، ځنګلونو او دشتو په شکل سره موندل کیږي او یا هم ټول هغه موجودات چې د ځمکې پر مخ د خوځېدونکو خزندو، څارويو، مارغانو په بڼه په ټولنه کې میندل کیږي او یا هم ټول هغه نباتات، ونې او راز راز کښتونه چې د ځمکې پرمخ راټوکیږي د چاپېریال په نامه سره یادیږي.

په سعودي عربستان کې د چاپیریال پوهنې د نظام لومړنۍ ماده ټولنه بیا داسې تعریفوي:
ټولنه هر هغه څه ته ویل کیږي چې د انسان شاوخوا د اوبو، تازه هوا، بېدیاو او وچو دشتو او بیروني چاپیريال په شکل موندل کیږي او یا هم ټولنه هغه بیروني چاپېریال ته ویل کیږي چې په هغې کې جمادات ، نباتات او څاروي تر سترګو کیږي او پکې میشت خلک د یو لړ قوانینو او ټولنیزو اصولو په پام کې نیولو سره ځینې بشري فعالیتونه تر سره کوي.

د چاپیریال ساتنې موضوع یو له هغو بنستیزو موضوعاتو څخه ګڼل کیږي چې تل ېې د ټولنپوهانو توجه د ځان په لوري راجلب کړیده. بېشکه چې یوه سالمه ټولنه د ستر څښتن تعالی د بې ساري نعمتونو څخه هغه نعمت دی چې یو انسان ورڅخه برخمن کیږي او د یو سالم چاپېریال څخه د محرومېدو په صورت کې انسان خپله روغتیا، نېکمرغتیا، سوله ، پرمختګ او رفاهیت حتی خپل ژوند له لاسه ورکولی شي.

د همدغو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ویلی شو چې اسلام نه یواځې یو دین دی، بلکه هم دنیا ده او هم عقیده ـــ هم د ټولنې لپاره غوره نظام او تګلاره ده او هم د ژوند عملي بهیر چې موخه ېې په ټولنه کې د خلکو په ژوند کې داسې هوساینه او سوکالي رامنځ ته کول دي چې تر څو اخروي بریالیتوب پرې تر لاسه کړاي شي.

په بشري ژوند کې د یادې موضوع ارزښت تر دې کچې پوری دی، تر څو پوری مو چې یوه سالمه ټولنه نه وي رامنځ ته کړي؛ نو تر هغې پوری له هوساینې څخه ډک ژوند هم نشو ترلاسه کولی.

ټولنه د ځمکې پر مخ او یا ځمکنېو زېرمو او ټولو هغو لمدو او یا وچو څيزونو ته ویل کیږي چې د ځمکې په وچه برخه کې د غرونو، پراخو میدانونو، ځنګلونو او دشتو په شکل سره موندل کیږي او یا هم ټول هغه موجودات چې د ځمکې پر مخ د خوځېدونکو خزندو، څارويو، مارغانو په بڼه په ټولنه کې میندل کیږي او یا هم ټول هغه نباتات، ونې او راز راز کښتونه چې د ځمکې پرمخ راټوکیږي د چاپېریال په نامه سره یادیږي.

د چاپېریال ساتنې موضوع د یو ځیرکه مسلمان له نظره یوه شرعي مسئله ګڼل کیږي، خو له بده مرغه په معاصره نړۍ کې ډېر خلک د یادې موضوع په اړه داسې انګیري چې یواځې د یو څو شیانو ټینګې ساتنې او ژغورنې ته چاپېریال ساتنه وايي.

اصلي خبره داده چې مؤمن مسلمان چاپېریال د الله تعالی د بنده ګانو پورې یوه تړلی موضوع بولي او پرته له دې چې د خلکو اقتصادي او عقیدوي ژوند سره د یادې موضوع تړاو په پام کې ونیسي، داسې تصور کوي چې د چاپېریال ساتنې موضوع که څه هم یوه دنیوي موضوع ده، خو د آخرت سره کلک تړاو لري، بلکه دا اړینه موضوع د خالق او د هغه د مخلوقاتو تر منځ تړلی موضوع ده.

مسلمان خو پر دې باندی باور مند دی چې چاپېریال د هغه د عبادت ځای دی او د ټولنې ژغورنه او ساتنه د دې لپاره کوي تر څو د خپل خالق تعالی عبادت په غوره توګه تر سره کړاي شي او دا ځکه چې چاپیریال د ټولنیزو او فرضي عبادتونو په تر سره کولو کې بنسټیز نخچ لري، دبېلګې په ډول:

که یو مسلمان وغواړي چې د لمانځه فریضه تر سره کړۍ؛ نو د دې لپاره پاکو اوبو او پاکې ځمکې ته اړتیا لرۍ او که وغواړي چې پر مسجد کې په جمعې سره خپل لمونځ تر سره کړئ؛ نو ښايي چې د مسجد انګړ او فضاء ښکلی او د ښه بوي لرونکي وي ؛ له دې پرته له هغه څخه غوښتل شویدي چې د خپلې خولې د نظافت لپاره له مسواک څخه کار واخلي او ددې غوښتنه ترې هم شوېده چې مسجد ته په راتللو سره د هوږی او پیازو له خوړولو څخه ډډه وکړي، نه یواځې دا، بلکه ددې مُطالبه ترې هم شوېده چې د لمانځه لپاره د هغه جامې دې هم باید پاکی وي، حتی د همدې عبادت د ترسره کولو لپاره دا هم ترې غوښتل شويدي چې د اوبو په استعمال کې دې اسراف نه کوي او اسلام د اودس او د غسل د عبادتونو په اړه ضروري اړین توجیهات او لازمې لارښودنې خپلو پیروانو ته څرګندی کړیدي چې د هغې په پام کې نیولو سره به یو مسلمان پورته عبادتونه تر سره کوي. دا ټول د همدې خبرې ښکارندوینه کوي چې اسلام ټولنې ته هم توجه کړېده او په دې اړه خپلو پیروانو ته لارښودنی لري.

مسلمان خپله ټولنه د الله تعالی د بې ساري لورینو څخه پر ځان باندی یوه ستره پېرزوینه ګڼي؛ نو له همدې کبله د خپلې ټولنې سره غښتلی اړیکي ساتي او د هغې په اړه مثبت فکر او د خیر اراده لري، او په بې ساري اخلاص سره د زیاتو اجرونو د لاس ته راوړلو په خاطر د خپلې ټولنې سره په روغ نیت غوره چلند کوي او دا نېک چلند د عبادت یو جزء ګڼي چې تر څو په دې توګه سره وکولی شي ستر اجور تر لا
سه کړي.

د مثال په توګه : که چېری یو څوک په ټولنه کې څارویو ، څښېدونکو حشراتو او یا هم الوتونکو مرغانو ته د ګټې رسولو په خاطر یو نیالګې وکري، تر څو د همدې ونې له سیوري او میوې څخه هغوي ته ګټه ورسیږي؛ نو دا کار د هغه یو ډول صدقه ده . همداراز که چیرې یو څوک د لارې سره نیکي کوي ، یعنې د خپلې لارې څخه زیانمن توکي لری کوي ترڅو د لارې لارویانو ته پرې څه زیان ونه رسیږي؛ نو دا کار ېې په اسلام کې صدقه شمېرل کیږي.

که یو مسلمان وغواړي چې د لمانځه فریضه تر سره کړۍ؛ نو د دې لپاره پاکو اوبو او پاکې ځمکې ته اړتیا لرۍ او که وغواړي چې پر مسجد کې په جمعې سره خپل لمونځ تر سره کړئ؛ نو ښايي چې د مسجد انګړ او فضاء ښکلی او د ښه بوي لرونکي وي ؛ له دې پرته له هغه څخه غوښتل شویدي چې د خپلې خولې د نظافت لپاره له مسواک څخه کار واخلي او ددې غوښتنه ترې هم شوېده چې مسجد ته په راتللو سره د هوږی او پیازو له خوړولو څخه ډډه وکړي، نه یواځې دا، بلکه ددې مُطالبه ترې هم شوېده چې د لمانځه لپاره د هغه جامې دې هم باید پاکی وي، حتی د همدې عبادت د ترسره کولو لپاره دا هم ترې غوښتل شويدي چې د اوبو په استعمال کې دې اسراف نه کوي

تر دې هم جالبه دا ده چې د ټولنې حیوانات، مرغان، څښېدونکي خزندی او حتی جمادات د همدغسې خیرخواه انسان لپاره د خیر دعا کوي [ او که چیری دا پورته مخلوق وزوروي او یا ورته کوم ډول زیان ورسوي؛نو بیا په دې صورت کې ورته ښېرا هم کوي].

نبی کریم ( صلی الله علیه وسلم ) یو ځل په دوو جلا قبرونو باندی د خرما دوه لمدې لښتې خښې کړی، تر څو د دغو قبرونو له خاوندانو څخه عذاب کم شي.

دا پورته ټول مثالونه د همدې ښکارندوینه کوي چې اسلامي شریعت څومره د ټولنې خیال ساتلی دی او په دې اړه څومره زیاتې لارښودنی لري. د تېر تاریخ په لوستلو سره پوهیږو چې یوه مېرمن جهنم ته له همدې کبله ولاړه چې د یو حیوان په حق کې ېې ظالمانه چلند وکړ او بلې پری د رحم له کبله اوبه وڅښولی؛ نو جنت ته ولاړه.

له همدې کبله چاپېریال ساتنه د یو انسان په نزد په عامه ټوګه او د یو مسلمان پر وړاندی په ځانګړې توګه خورا ارزښت لري او ټول انسانان د چاپېریال په پاک ساتلو کې باید هلی ځلې وکړي ــ ځکه چې د چاپیریال ساتنې مسؤلیت د هر مذهب پالونکي ته متوجه دی [ لکه څرنګه چې یو مرض فکر او عقیده نه پیژني او هر څوک پرې اخته کیدلی شي، په ورته ډول د ټولنې د نظافت مسؤلیت هم د هر چا مسؤلیت دی].

بله د پام وړ خبره داده چې مسلمان ته ښايي چې تر نورو زیات د خپلې ټولنې د رغونی او هوساینې لپاره زیار وباسي او د ټولنې او چاپېریال له مېشتو خلکو سره غوره چلند وکړي او خپله ټولنه فاسده نه کړي، بلکه په ټولنه او چاپېریال کې د اوسېدلو پر مهال د اصلاح او سمون هڅې وکړي، ځکه د چاپېریال سالمه ساتنه دا د مسلمان شرعي مسؤلیت دی او دا اسلامي شریعت دی چې مونږ ته د ټولنې سره د غوره چلند امر کوي تر څو د الهي قهر څخه وژغورل شو او د دې خبری روڼ مثال او کره دلیل هم دا الهي سپېڅلی ویناده چې لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې ارشاد فرمايي: (( و لا تُفْسِدوا فِي الأرضِ بَعد إِصْلاحِها و ادْعُوهُ خَوفاً وَ طَمْعاً ـــ إنّ رحمةَ اللهِ قريبٌ منَ المْحْسِنيْن } ( الأعراف 56 (.

ترجمه: ( أۍ انسانانو ! ) په ځمکه کې فساد مه کوئ وروسته د دې له اصلاح څخه ( چې د انبیاؤ علیهم السلام په رالیږلو سره ځمکه کې اصلاح را منځ ته شوه ) او تاسې د الله تعالی عبادت په ویرې او امید سره تر سره کوئ ( مه مأیوسه کیږئ او مه هم ځان د هغه له غذاب څحه مأمون او بې فکره ګڼئ) بېشکه چې الهي رحمت ( مهرباني ) د نیکي کوونکو ته نژدی دی.

د اسلامي شریعت د رالیږلو مقاصد هم همدا دي چې تر څو په چاپیریال کې فساد ختم او تر څو ټولنه له اتلاف او استنزاف ( زوال ) ، بې لاریو او له هر ډول فکري او مادي انحرافاتو څخه خوندي او مصؤن وساتل شي.

اسلامي فقهاو یواځې پر دې بسیاینه ونه کړه چې د اسلامي نصوصو څخه د ټولنې د خوندیتوب او هوساینې لپاره یو لړ مسائل خپلو پېروانو ته په ډاګه کړي تر څو خلک د پاکوالي خیال وساتي او د چټلیو او د چاپېریال د ککړتیا مخه پرې ونیول شي،بلکه هغوي د چاپېریال ساتنې په اړه مستقلی لیکنې وکړی او د چاپېریال په اړه د خلکو د عام پوهاوي په موخه ېې ارزښتمنې لیکنې خلکو ته وړاندی کړیدي چې په مناسب لندیز سره به ېې د لته د یو څو یادونه وکړو:

 مسلمان ته ښايي چې تر نورو زیات د خپلې ټولنې د رغونی او هوساینې لپاره زیار وباسي او د ټولنې او چاپېریال له مېشتو خلکو سره غوره چلند وکړي او خپله ټولنه فاسده نه کړي، بلکه په ټولنه او چاپېریال کې د اوسېدلو پر مهال د اصلاح او سمون هڅې وکړي، ځکه د چاپېریال سالمه ساتنه دا د مسلمان شرعي مسؤلیت دی او دا اسلامي شریعت دی چې مونږ ته د ټولنې سره د غوره چلند امر کوي تر څو د الهي قهر څخه وژغورل شو

کتابُ الطیر د حاتم السجستاني لیکنه.
کتابُ الجراد د أحمد بن حاتم لیکنه .
کتاب النحل د مدائني لیکنه.
کتاب الشاة و الغنم د أصمعي لیکنه
کتاب الحیوان د جاحظ لیکنه
کتاب النبات د ابو حنیه الدینوری لیکنه.
کتاب البستان د جابر بن حیان لیکنه.
لمنیة في الزراعة د أبو عمرو الإشبيلي لیکنه.
-كتاب مادة البقاء بإصلاح فساد الهواء والتحرز وضرر الأوباء د محمد التمیمي لیکنه.
– رسالة في الأبخرة المصلحة للجو و الأوباء د أبو يوسف يعقوب بن إسحاق الكندي لیکنه.

همدې لیکنو او اسلامي لارښودنو پر خلکو دومره اغېزه وکړه چې د چاپېریال په اړه لازمې لارښودنې د خیال د نړۍ څخه راووتلی او د عمل ډګر کې څرګندی شوی تر څو په حقیقي توګه سره مو ټولنه خوندي شي او له ټولو هغو زیانمنو توکو څخه وژغورل شي چې ککړتیا رامنځ ته کوي تر څو چاپېریال مو له کوم جدي ګواښ سره مخامخ نشي او یا مو ټولنه د فساد په لوري یو نه وړل شي.

دا ټولې پرله پسې هلی ځلی د همدې لپاره تر څو د شرعي بنسټيز مقاصد او د هغې اړین رکنونه پاک وژغورل شی.

په پای کې یو ځل بیا د دې خبرې یادونه کوو چې مؤمن مسلمان باید د نورو په پرتله تل هڅه وکړي چې د ټولنی هغه ګټور سکتورونه چې الله تعالی زمونږ او تاسې د ګټی لپاره پیدا کړی دي تلف نکړي او په پخپل ژوند کې د خپل کور، ګاونډیانو او ټولنپوهني پر معنا او مفهموم باندی ځان پوه کړي، دا ټول د همدې لپاره تر څو د اسلام دښمنه ځواکونو دا هیله تر سره نشي چې مسلمانان وځپي او اسلامي امت د انقراض او انحطاط سره مخامخ کړي.

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب