د چارمغز لدې حیرانونکو ګټو څخه خبر یاست!
د زړه ساتنه
چهار مغز د اومیګا ۳ د غوړو اسیدونو، د آلفا لینولنیک اسیدونو ، پوتاشیم او ویټامین E درلودونکی دی، چي د زړه په ساتنه کې مهم رول لري، اومیګا ۳ د کلسترول له لوړ تراکم څخه مخنیوی کوي او د وینې فشار را کموي، همدارنګه له زړه څخه ساتنه کوي، پوتاشیم د زړه له انقابض څخه مخنیوی کوي چي دا کړه د زړه په حرکاتو کې ښه والی راولي، ویټامین E د پلاکټ « له هستې پرته د وینې ګردي » په مرسته د شریانونو د بندېدو څخه مخنیوی کوي.
چهارمغز د مغزو په فعالیت کې ښه والی راولي
د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه په غوز او د مغز په عصابو کې د سلولونو د ملایم فعالیت په لوړوالې کې مرسته کوي، نو په دې اساس د حافظې د پیاوړې کولو، د فکر کولو په پروسه او تمرکز کې ګټه ور تمامیږې.
د مثانې د ډبرې مخنیوی
چهارمغز د مثانې د ډبرې له پیدا کېدو څخه مخنیوی کوي همدارنګه د مثانې له ډول ډول ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
د ښه او ارامه خوب « ویده کېدو » په چمتو کولو کې مرسته کوي
په چهارمغز کې د ملاتونین په نامه هورمونونه شته دي چي د پینیل غدې په مرسته تولیدیږې او د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي، ملاتونین قوي انتي اکسید دي چي په چهارمغز کې په طبیعي ډول شته او د ښه خوب په کولو کې د پام وړ مرسته کولای شي، که چېرته ۴ چهارمغزه له ویدېدو مخکې وخوړل شي په ارامه خوب کولو کې به ښه مرسته وکړې.
د هډوکې له روغتیا څخه ساتنه
د چهامغز د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه او د الفا لینولنیک اسیدونه د بدن د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري او د هډوکې له دننه خالي کېدو څخه مخنیوی کوي.
د روغتیا لپاره یو شمېر زیانونه له منځه وړي
د چهامغزو استعمال له یو شمېر بې جوړې ناروغیو لکه: سرطان، شکر، چاغوالي او… ناروغیو مخه نیسي.
د چهارمغز استعمال د بدن د رګونو په طبیعي فعالیت کې ښه والی راولي چي په پایله کې یې له شکر نارغي څخه مخنیوی کېږي، همدارنګه د بدن د تودخې درجه په نورمال حالت کې ساتي او د وینې له لوړ فشاره او له حده ډېره چاغوالي مخنیوی کوي.
راټولونکی :انور افغان