
د پوهې مدیریت اهمیت او د کارکوونکو په کړنو یې اغیز
مخکې له دې چې د موضوغ کُلیت ته په درک قدم اوچت کړو، اړینه بولم چې د عنوان متشکله برخې په اختصار د بیځایه کلیشه یي زیادت څخه په لنډ، ساده البته بشپړ مفهوم ستاسې محترمو لوستونکو مخې ته کیږدم.
نو لومړی راځو دیته چې د پوهې په اړوند لنډ وضاحت ولرو او بیا به د پوهې مدیریت ته لار ومومو او په دې اړوند به د تحقیقي منابعو په استفادې سره موضوع لا روښانه شي.

پوهه څه ته ویل کیږي؟
د پوهې په اړوند برداشت د پوهانو او یا مفکرینو له نظره مختلیف دی د یادونې وړه ده، چې په دې اړوند په ټوله کې پوهان په دوه سترو ډلو سره ویشل شوي دي، په داسې توګه چې،
لومړی ډله پوهان: په ټوله کې پوهه هغه واقعیتونه او معلومات بولي چې د انسان شاوخوا کې موجود وي. دا ډله علما او پوهان په دې معتقد دي چې انسان ته د الله «ج» د لورول شوي فهم څخه زیات د نورو موضوعاتو او اجسامو په اړوند پوهه یا معلومات نه شي ترلاسه کولای؛ بلکې دوی پوهه د هغه واقعیتونو د ذهني انعکاس بدله بولي چې انسان یې په خپل چاپیریال کې لري د دوی په اند چې دا پوهه د انسان د پنځه ګونو حواسو څخه د حد اقل یو حس په شمولیت سره هم ترلاسه کیدای شي، د بیلګې په توګه د روح په اړه د انسان فهم بلکل نیمګړی دی او یا دیته ورته د ملایکو د شکل او صورت په اړه … دا ټول هغه څه دي چې د انسان درک ترې څه رقم چې لازم دی هغسې نه دی او په اړه یې الله «ج» ته معلومات شته.
دوهمه ډله پوهان: بیا پوهه هغه مهارتونه او معلومات ګڼي چې د کارونو د ترسره کولو لپاره ترې استفاده کیږي؛ په دې معنا هغه معلومات چې د هغې په مرسته یوه فزیکي چاره په یوه بریالي فعالیت سره او دغه بریالی فعالیت بیا د مهارت د کسب او په ټوله د کې د دې یوه مهارت پرمټ د نورو مهارتونو تر بریا د ځان رسونې له معلوماتو او مهارتونو څخه ګڼي. د بیلګې په توګه د هایدروجن په اړه معلومات او ددې معلوماتو پرمټ د فزیکي تګلارو له عملي کولو سره د هایدروجني اسلحو کې د هایدروجن له عنصر د مختلط ترکیب څخه ګټه اخیستنه چې د مهارت په پایلې سره پای مومي دې ټولې میکانیزمي چارې ته پوهه وایي.
پورته ذکر شوي تعریفات د پوهې له کلمې د سم فهمانیت او په دې ساحه کې د دوه لویو لیدلوریو په وړاندې کولو سره ستاسې حضور ته وړاندې شول اوس راځو؛ د وبسټر فرهنګ له مخې پوهه د واقعیتونو یا د کوم شي د پوهیدو شرایط دي چې د تجربې او همکارۍ له لاري ترلاسه کیږي، که چیرته دې تعریف ته دقت دکړو نو دا تعریف په کم تفاوت سره د دوهمې ډلې د درک محصول دی چې په ټوله کې یو مفهوم وړاندې کوي. اوس راځو دیته دا چې پوهه په لنډ او جامع توګه څه ته ویل کیږي:
پوهه په لغوي معنا سره د علم، درک، معرفت او فهم په معنا ده چې ځینې عالمان د شعور معنا هم ورڅخه استنباط کوي؛ په اصطلاح کې که په لنډ ډول ووایو د پوهې څخه هدف هغه مهارتونه، وړتیاوې او مفکورې دي چې انسان ته د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره مرسته کوي. د پوهې د ښه وضاحت په تړاو د ځینو پوهانو له نظره یوه لنډه کتنه کوو.

د پوهې په اړه د ځینو پوهانو نظرونه:
افلاطون(۴۲۷ـ۳۴۷ ق.م):
افلاطون ریښتینی علم (پوهه) د ذهني، فکري او روحاني باور په توکه تعریف کړی ده دده په عقیده انسان هغه وخت بشپړ علم ته رسیږي چې د حواسو له نړی نه بهر حقایق درک کړي، نو حقیقي پوهه یوازې د ذهن او عقل له لارې ترلاسه کیږي، که چیرته دې تعریف ته نظر وکړو نو د افلاطون د ریښتینې پوهې اوعلم راز یوازې سم او پرځای درک ګڼي.
رنه دکارت(۱۵۹۶ـ۱۶۵۰م)
فرانسوی فیلسوف دکارت د یوناني فیلسوف افلاطون له نظریې څخه پیروي کوي دده په باور پوهه هغه څه دي چې د شک له لارې روښانه او یقیني شي، هغه وایي: فکر د انسان د ذهن بنسټ دی او د فکر له لارې انسان نوې پوهه او نظریات تولیدوي. دکارت په دې باور دی: چې که انسان د ژوند ټول مسایل د شک له لارې د شته حقایقو د اثبات په مدار سره ونه څرخوي نو هیڅکله به انسان پوهه ترلاسه نه کړي نو د ټولو اشیاوو او پدیدو په اړه شک موندل او بیا د هغې اثبات پروسه د دکارت له نظره پوهه بلل کیږي.
ارسطو(۳۸۴ـ۳۲۲ق.م)
ارسطو د فلاطون شاګرد و؛ هغه د پوهې په اړوند د افلاطون نظریه ونه منله او باور یې درلود چې پوهه د تجربې او مشاهدې له لارې ترلاسه کیږي نه یوازې د ذهن له لارې. نوموړی زیاتوي: چې پوهه به یا د لیدنې له مخې ترلاسه کیږي او یا به له چاپیریال سره د انسان د هدفمند تعامل په نتیجه کې ترلاسه کیږي.
اسکار او سپینکر( ۱۹۴۷م – ؟):
هغه پوهان دي چې د مدیریت او پوهې د تیوریو په برخه کې یې کار کړی، دوی بیا پوهه یوازې معلومات نه بولي؛ بلکې هغه معلومات دي چې تحلیل شوي وي او د انسان د ذهني عمل پایله وي، دوی پوهه د انسان د ذهن او بهرني واقعیت ترمنځ د سمون له کچې سره مترادفه ګڼي.
د پوهې په اړه له معلوماتو وروسته راځو دیته چې مدیریت څه ته ویل کیږي؟

مدیریت څه ته وايي؟
مخکې له دې چې د مدیریت په اړه معلومات وړاندې کړو باید ووایو چې مدیریت د وخت په لحاظ اوږده مخینه لري، له هغه وخته چې انسان د ډلې یا ټولینز ژوند له لارې هڅه وکړه چې خپلو موخو ته ورسیږي، د مدیریت موضوع هم مطرح شوه د مختلفو ملکونو د اقتصادي، علمي او اداري واحدونو د تنظیم لپاره نظریې وړاندې شوې لکه د مصر، چین، ایران، روم، آلمان او نورو ملتونو لخوا.
د مدیریت په اړه بیلا بیل تعریفونه ترسره شوي دي چې د هغې له جملې څخه پوهاند خلیل الرحمن سروري په خپل کتاب ( د سازمان او مدیریت بنسټونو) کې د هافسټډ ۱۹۹۲، مخ، ۹۴ ژباړه متن د رضوي۱۳۹۴، مخ، ۲۶ په حواله دوه مختلف تعریفونه لیکي:
لومړی تعریف: مدیریت( Management) د ایټالوي(menagerie) کلیمې څخه اخیستل شوې چې د آس د ساتونکي او روزونکي معنا ورکوي.
دوهم تعریف: مدیریت( Management) د فرانسوي لغت(Ménage) څخه اخیستل شوی دی چې د کور لرونکې ښځې مفهوم افاده کوي. د تعریف لومړی مفهوم په روزنیز اوعقل پالونکي چوکاټ کې مدیریت ته د کتو په معنا دی، حال دا چې په دویمه معنا کې د چارو د ادارې پر هنر رڼا اچوي، داسې ښکاري چې د مدیریت کلیمه دواړو مفهومونو رانغاړونکې ده.
د هنري فایول له نظره مدیریت یوه علمي او تخنیکی همغږي کوونکې پروسه ده چې د انسانانو ګډ فعالیتونه ته شکل ورکوي ترڅو مشخصې موخې ترلاسه کړي.
د پاملرنې وړ ده چې مدیریت د علم په توګه د نولسمې پیړۍ په وروستیو او د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د انتفاعي بنسټونو له پراخیدو سره پوره وده وکړه، خو باید وویل شی چې مدیریت د سارمانونو په قالب کې ډیر وروستی تاریخ لری.
د پوهې مدیریت څه دی؟
دا چې عنوان د دوه داسې لویو مفاهمو ترکیب دی چې د وضاحت لمن یې د سلګونو او زرګونو لیکنو له توان وتلې خبره ده له همدې کبله د پوهې مدیریت ته یو جامع تعریف ورکول ستونزمن دي، ځکه دا موضوع دومره پراخه ده چې تقریبا ډیر څه پکې شامیلیدای شي، او دا اجازه ورکوي چې یو فرد د مفاهیمو په درک سره په نړۍ کې عمل وکړي، خو بیا هم د یو مفهوم د محصول په توګه چې یو څه ترې ترلاسه کړو، د لاندې تعاریفو په لور نظر اچوو.
ګڼ شمیر تعریفونه د پوهې مدیریت لپاره وړاندې شوي دي د مثال په ډول ځینې پوهان وایي:
د پوهې مدیریت یوه هڅه ده چې د تیر وخت له لاسه وتلې پوهه وساتي او د سازماني حافظې د له منځه تلو مخه ونیسي ترڅو راتلونکې کې بیا ترې ګټه واخیستل شي.
یا د پوهې مدیریت: د پوهې راټولول، ثبت او ذخیره کول چې دا کار د مدیریت له نورو برخو سره یو ځای ترسره کیږي.
ځینو نورو د پوهې مدیریت داسې تعریف کړی دی: د نوې پوهې رامنځته کول، پیژندل، تنظیم او توزیع د دې لپاره چې افرادو ته د اړتیا وړ پوهه ورسول شي.
که په لنډ ډول ووایو د پوهې مدیریت دا دی چې پوهه څنګه پیدا، ثبت، شریک او په کار واچول شي څو د سازمان اهدافو ته ورسیږو.
راځو دیته چې د پوهې مدیریت اهمیت څه دی؟
د پوهې مدیریت اهمیت
لکه څرنګه چې د پوهې مدیریت په اړوند موضوعات شریک شول، او دا بهتره څرګنده شوه چې د پوهې مدیریت څه ته ویل کیږي، اوس راځو دېته چې د پوهې مدیریت اهمیت څه دی نو د پوهې مدیریت اهمیت کولای شو، په لاندې څو ټکو کې په لنډه توګه خلاصه کړو.
۱ـ د سازماني پوهې ساتنه: د کارکوونکو تجربې، مهارتونه او معلومات له لاسه نه وځي حتی که هغوی سازمان پریږدي.
۲ـ د تصمیم نیولو ښه والی: پوهه مرسته کوي چې مشران او مدیران یې پرمټ غوره، دقیق او ژر تصمیم ونیسي.
۳ـ نوښت او خلاقیت: کله چې پوهه شریکیږي نوښت زیاتیږي او نوې لارې چارې رامنځته کیږي.
۴ـ د تولید او خدمت کیفیت لوړوي: کارکوونکي پوهې ته لاسرسی لري نو کارونه یې معیاری کیږی.
۵ـ د وخت او لګښت سپما: تکراري تیروتنې نه تکراریږي او کارونه چټک ترسره کیږي.
۶ـ سیالي او برتري: هغه سازمانونه چې ښه د پوهې مدیریت لری له خپلو سیالانو مخکې وي.
۷ـ د کارکوونکو وړتیا لوړوی: د زده کړې او پرمختګ زمینه برابروي خلک خپل مهارتونه ښه کوي.
۸ـ د بدلون منل آسانه کوي: کله چې خلک پوهه لري بدلونونه ښه مني او تطابق ورسره پیدا کوی.
د پوهې مدیریت اغیز د کارکوونکو د کړنو په ښه والي کې:
دا چې د پوهې مدیریت اهمیت مو هم وپیژانده نو اوس راځو دیته چې د پوهې مدیریت رول«اغیز» په یو سازمان یا یوه اداره کې د کارکوونکو د کړنو په ښه والي کې څه دی؟ اړینه بولم چې په دې موضوع د تم کیدو لپاره په لاندې ډول سره لنډ وضاحت وړاندې کړم:
لکه څرنګه چې د مخه ذکر شول چې د پوهې مدیریت یوه عملي پروسه ده چې هدف یې د سازمان د ننه د پوهې راټولول، تنظیم، ذخیره بیا شریکول او استفاده کول دي چې دا چاره مستقیماً د کارکوونکو پرعملي کړنې، مهارتونو، خلاقیت او تولید باندې مثبت اغیز لري. غواړم د رول په اړوند یې لنډ معلومات وړاندې کړم:
۱ـ د مهارتونو لوړول: کارکوونکي له یو بل زده کړه کوي چې په دې سره تجربه او تخصص له یو فرد څخه بل ته په کم وخت او کم لګښت سره ترسره کیږي.
۲ـ خلاقیت او نوښت زیاتوي: د زړو تجربو او نوې پوهې له لارې کارکوونکي نوې لارې چارې مومي.
۳ـ د ستونزو چټک حل: کله چې پوهه لاس رسی ولري ستونزې په کم وخت سره حل او د یوې ښې تصمیم نیولو لپاره یې لاره هواریږي.
۴ـ د تصمیم نیول: مستنده پوهه له مشرانو او کشرانو سره مرسته کوی چې دقیق او پروخت تصمیم ونیول شي.
۵ـ موثریت او چټکتیا: کارونه منظم، اغیزمن او چټک پرمخ ځي ځکه چې اړینه پوهه شتون لري.
۶ـ همکاري زیاتوي: د پوهې شریکول کارکوونکي یو له بل سره نیږدې کوي او ټیم ورک ته د ښه کار کولو وړتیا ورپه برخه کوي.
په پای کې ویلای شو چې د پوهې مدیریت د کارکوونکو کړنه لوړوي ځکه دوی ته لازمه پوهه، مهارت او ملاتړ برابروي ترڅو خپل کارونه ښه ژر او په خلاقانه ډول ترسره کړي دا چاره یا کړنه د سازمان په پراختیا، کیفیت او سیالی کې مهم رول لري.
لیکنه او تحقیق: ماسټر حسیب «وحدت»
hasibullahhaidary1212@gmail.com






