د پوست ځوان ساتلو کې د ګازرې رول
ګازرې په زیاته اندازه د ای A ویټامین لري، چې د انسان د بدن لپاره ډیر اړین دی.
ډاکتران وايې، که یو څوک ګازرې، چې د ژمي په دې موسم کې ډیرې پیدا کیږي، وخوري؛ نو د بدن مقاومت يې د بیلابیلو باکتریايي ناروغیو پر وړاندې زیاتیږي.
ګازرې سږي قوي کوي او د سږو د ناروغۍ مخنیوي کوي.
سربیره پر دې، ګازرې تر ټولو غوره غذا ده، چې پوستکی ژر زړښت ته نه پریږدي.