د پریشاني مفت علاج

الله تعالی د ټولو شیانو خالق دئ؛ دا درست کاینات، زه او ته هرڅه الله پیدا کړي، غم او ښادي هم الله تعالی پیدا کړې ده. بیا ئې و بنده ګانو ته لار ښودلې، چي پر کومه لار ولاړ سئ. بیخي ډېر خلک وینم، د هرڅه په لرلو بیا هم پرېشانه دي. ستونزه داده، چي خوشحالي د دنیا په سامان او اسبابو کي لټوي، خو خوشحالي بل ځای ده.
الله تعالی الرعد په سورة کي فرمایي: ” د زړه سکون د الله تعالي په ذکر (یاد) کي دئ”
که د الله ذکر پرېږدو، نو بیا به د دنیا په شیانو کي خوند او لذت له کومه سي؟ که سکون په ذکر کي وای، نو زموږ مهربانه رب به موږ ته د هغه یادونه کړې وای، خو الله د الزخرف سورة په ۳۶ کي راته و فرمایل: ” څوک چي د رحمن ذات له ذکر څخه مخ واړوي، نو موږ به ژوند و زندګي پر تنګه کړو…”
ایا موږ تردې هم نور ښکاره لارښووني ته اړتیا لرو؟ خو هرڅه خپل پروردګار راته واضح کړل
ګران نبي هم راته فرمایي: ” څوک چي ذکر نه کوي د هغه مثال د مړي په شان دئ”
د الله تعالی دا وعده به نه هېروو، وګوره! څونده ټینګه وعده راسره کوي او الله هیڅکله خپله وعده نه هېروي، حدیث قدسي کي فرمایي: ” که څوک ما یاد کړي، نو زه به ئې په غوره ټولی کي یاد کړم؛ یعني د ملائکو په ټولی کي”
کم څوک چي په غم او ښادی کي الله تعالی یادوي ملائکي دا کس په اسمانو کي پېژني، نو کمه دعاء چي وغواړي الله تعالی به ئې قبوله کړي.
که موږ د الله تعالی ذکر و نه کړو ددې په قدر به هغه وخت پوه سو چي قبر کي کښېښودل سو. هلته به بیا ما او تا د یوې سبحان الله په ارمان یو خو وخت او مهلت به نه راکول کیږي اوس قبرو والا په ملیاردو سبحان الله ویلو ته تیار دي خو دوی ته د يوې سبحان الله وخت نه ورکول کیږي
حدیث کي راځي چي جنتیان به په جنت کي د هغه ساعت ارمان ډېر کوي چي په دنیا کي وخت بې ذکره تېر کړی وي
څومره چي ذکر په کثرت سره ویل کیږي هغومره په جنت کي درجې لوړیږي

نوټ: لاندي اذکار بیخي زیات ثوابونه لري:
-سبحان الله، الحمدلله، الله اکبر، لا اله الا الله،
-لاحول ولا قوة الا بالله
-سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم
-استغفر الله ربي من کل ذنب واتوب الیه

لیکنه: نقیب الله رحماني

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب