د پروټسټا عالم؛ او د ملاریا ناروغي
د پروټسټا عالم او د ملاریا ناروغي
پروټسټا هم له ډیرو پخوانیو ژوندیو له جملې څخه دي او تقریبا د 1.7 بیلیونه کاله پخوانۍ سابقه لري، نظره بکتریاو ته پروټسټا مشخصه هسته لرونکي او یوکاریوت دي. دا واحد الحجروي ژوندي دي خو ځينې يې څو حجروي هم شته چې د کالونۍ په شکل ژوند کوي. ځينې يي د خوځښت لپاره سیلیا کاروي او ځينې متروکه استفاده کوي. پروټسټا په انسانانو کې د ځنو شدیدو ناروغیو لکه ملاریا او افریقايي خوب ناروغۍ سبب ګرځي.
د پروټسټا د عالم طبقه بندي
د پروټسټا عالم په دوه طبقو وېشل شوی دی. چې عبارت دي له پروتوزوا او الجې څخه. پروتوزوا حیواناتو ته ورته واحد الحجروي ژوندي دي. او الجې نباتاتو ته ورته څو حجروي ژوندي دي. پروتوزوا د خپل حرکت له کبله په څلورو ډلو وېشل شوي دي.
- سارکودینا ټولګی
- فلاجیلاتا ټولګی
- سیلیاتا ټولګی
- سپوروزوا ټولګی
په نورو درسونو کې مو د پروټسټا په اړه تفصیلي بحث کړی. دلته یواځي د سپوروزوا ټولګی چې د ملاریا انتقالوونکی پلازمودیم لري څېړو.
د سپورزوا ټولګی
د پروټسټا دا ډله حرکي غړي نه لري. بیلګه يي پلازمودیم دی. پلازمودیم د انسان د وینې پرازیت دی چې ملاریا رامنځته کوي. پلازیم د ښځینه غوماشی له خولی چې انوفیل ورته وايي انسان ته انتقالیږي. انوفیل د انسان له بدن سره د ۴۵ درجو زاویه جوړوي کله چې د انسان په بدن کښیني. دری ډوله د پلازمودیم چې ډیر لیدل کېږي عبارت دي له Plasmodium Falciparum, Plasmodium Viv ax, Plasmodium malaria. د لومړي ځل لپاره د ملاریا علاج د کونین په نامه د یو نبات څخه ترلاسه شو.
ملاریا Malaria
ملاریا د بشر په تاریخ کې یوه خطرناکه پرازیتي ناروغۍ ګڼل کېږي چې د اټکلونو په اساس لا اوس هم هر کال دا ناروغي په کال کې تر آتو لکو ډېر له پنځو کلونو واړه ماشومان وژني او کابو د دری میلیارد وګړو ژوند ګواښوي
سره له دې چې دا ناروغي په لوېدیځو پرمختللو هېوادونو کې له منځه تللې خو په آسیايي او افریقايي هېوادونو کې لا هم شتون لري چې هم ېې ناقله غوماشې یا میاسه د حشره وژونکو درملو او هم ېې پرازیت د ملاریا ضد انتي بیوتیکو په وړاندې ورځ په ورځ مقاومت پیدا کوي.
د ملاریا ناروغي د انافل په نوم غوماشې له خوا د انسان د بدن له چیچلو پيلېږي.دا غوماشه تر ډېره د شپې پرمهال د انسانانو وینه زبیښي او د خپلو لاړو په وسیله د ملاریا پرازیت هم د انسان بدن ته تزریقوي .
دا پرازیتونه په سر کې د وینې له لارې د ځیګر حجرو ته ځان رسوي او هلته په زیږون او د مثل په تولید پیل کوي چې کابو له لسو تر ۱۴ ورځو ېې شمیر ۱۰ زره چنده کېږي یعنې هر یو ېې په لس زره پرازیتونو بدلېږي .
کله چې د ملاریا پرازیتونه په ځیګر کې ښه ځان پياوړئ کړي د ځيګر د حجرو له چولو او څيرې کولو وروسته یو ځل بیا وینې ته داخلیږي او د وینې په سرو کریواتو برید کوي او د هغو په منځ کې ځای نیسي تر څو یو ځل بیا په تکثر پيل وکړي .
د ملاریا پرازیتونه د وینې په سرو کریواتو کې دومره په چټکۍ سره د مثل تولید کوي او ډېریږي چې له دوو تر دریو ورځو د هغو سرو کریواتو ټول منځ نیسي چې دوی ورته ننوتلي دي او بیا په یوه وار د دې پرازیتونو په څيرې کولو او چولو پیل کوي .
دا د سرو کریواتو چول او څيري کول دومره په ګړندي ډول سر ته رسیږي چې د انسان په بدن یوه سخته سړه تبه راځي چې بدن هم ورسره ریږدي او د ناروغ سخت ساړه کېږي .
د ملاریا تبه ځکه په هرو دوو یا دریو ورځو کې تکراریږي چې په هرو دوو یا دریو ورځو کې د ملاریا پرازیتونه یو ځل د وینې سره کریوات څيري کوي او له منځه ېې وړي په همدې اساس د ملاریا مریض دوې یا دری ورځې تبه نه لري خو بیا په یو ځل سخته تبه پيدا کوي .یعنې کله چې د ملاریا پرازیتونه د سرو کریواتو یا د وینې د سرو حجرو په منځ کې تکثر کوي او بهر ته نه وي راوتلي ناروغ هم تبه نه لري او تبه د سرو کریواتو له چاودیدو سره په یوه وخت پيلېږي .
د ملاریا پرازیت له یوې خوا د ځيګر حجرې له منځ وړي او ځیګر کمزورئ کوي او له بلې خوا د وینې د سرو کریواتو په له منځه وړلو سره ناروغ په سخته کم خونۍ یا د وینې په لږ والي اخته کوي او همداراز د ملاریا په نوبتي تبه کې د ناروغ تبه له ۴۰ددرجو هم اوړي چې په عملي ډول د ناروغ بدن له کاره غورځوي .
د ملاریا د پرازیت ژوند دوه پړاوه دئ لومړئ پړاو ېې په خپله د غوماشې په کولمو کې دئ چې کله غوماشه دا پرازیت د ناروغ انسان له وینې اخلي چې هلته د څو ورځو لپاره پاتې کېږي تکثر یا د مثل تولید کوي او بیا د غوماشې د نیش یا خولې لاړو ته ځان رسوي او تر هغې انتظار باسي تر څو دا غوماشه یو بل سالم انسان وچیچي او دا پرازیت ېې بدن ته داخل شي او هلته د خپل ژوند نوئ پړاو پیل کړي .
د ملاریا په خپریدو کې د محیط یا چاپېريال تودوخه مهم رول لوبوي ځکه کله چې هوا توده وي د ملاریا پرازیت د غوماشې په بدن کې په ښه ډول وده او تکثر کوي خو که هوا سړه وي نو د پرازیت وده او تکثر هم ډېر ورو وي همداراز غوماشې هم په سړه هوا کې زر له منځه ځي او په دې توګه په سړو سیمو او سړه هوا کې د ملاریا د ناروغۍ سرایت یا خپريدا هم کمه وي .
د ملاریا د پرازیت بېلابېل ډولونه شتون لري چې یو شمیر ېې د سختو او یو شمیر ېې هم د خفیفو ناروغیو لامل ګرځي .
د ملاریا د ناروغۍ نښې نښانې
د ملاریا پیل زکام ته ورته وي چې په ستړیا ،کمزورۍ ، سردرد ، د بدن درد او تبې سره پيلېږي .د ملاریا تر ټولو مهمه نښه نوبتي سخته او سړه تبه ده چې لړزه هم ورسره وي چې له یوه ساعت تر څو ساعتونو اوږدیدلئ شي او بیا له منځه ځي او ناروغ د صحت احساس کوي په اصل کې سخته او لوړه تبه هم د ملاریا د پرازیتونو د له منځه وړلو لپاره د بدن یو دفاعي میکانیزم دئ .
له بل پلوه په ملاریا ناروغۍ کې طحال هم لویږي ځکه د بدن د دفاعي میکانیزم له مخې د وینې هغه سره کریوات را غونډوي چې د ملاریا په پرازیت ککړ دي په دې توګه د وینې د سرو کریواتو په له منځه تګ سره د ملاریا مریض په سخته کمخونۍ یا د وینې په کموالي آخته کېږي .
یو لړ نویو څيړنو په ډاګه کړې چې په افریقايي هېوادونو کې هغه کسان چې په یو ډول تلاسیمیا یا د وینې په سرطان اخته دي او د وینې سره کریوات ېې لور ته ورته شکل لري د ملاریا د وژونکي ډول په وړاندې مقاومت لري .
په افریقايي هېوادونو کې د دا ډول تلاسیمیا یا د وینې د سرطان ناروغان ډېر زیات دي او ډاکتران وايي لامل ېې دا دئ چې د اوږدو کلونو په تېرېدو سره په افریقا کې د دا ډول تلاسیمیا لرونکي خلک د ملاریا له وژونکې ناروغۍ سالم پاته شوې خو ډېرو نورو بیا د همدې ملاریا له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړئ .
د ملاریا وژونکئ ډول د فالسیي فارم په نوم يادېږي او دا پرازیت د مغز حجرې مصابوي .
همداراز د فالسي فارم ملاریا د وینې په سرو کریواتو کې یو ډول سریښ ته ورته مواد پيدا کوي چې له امله ېې سره کریوات د وینې د رګونو په دیوالونو سریښیږي چې په دې توګه د وینې د وړو ویښته ته ورته رګونو د بندیدو لامل ګرځي او ناروغ کما ته وړي او دمرګ لامل ېې ګرځي .
له بلې خوا د فالسي فارم په ملاریا کې د ویني په پرازیتو ککړ سره کریوات د امیندواره میندو د وینې د هغو رګونو د تنګیدو او حتې بندیدو لامل هم ګرځي چې په ګیډه کې ماشوم ته وینه او خواړه رسوي چې په دې توګه د فالسي فارم په ملاریا کې امیندواره میرمنې یا خپل بچي له لاسه ورکوي او یا هم د جنین یا په ګیډه کې ماشوم د کوچني کیدو لامل ګرځي .
د ملاریا یوه بله عارضه هم د وینې د قند یا خوږو د کچې کمېدل دي چې د وړو ماشومانو او میندو د مړینې لامل ګرځي .
له بلې خوا د ملاریا د درملنې لپاره درمل (کنین )چې د مقاومو پرازیتونو لپاره په کار وړل کېږي په خپله د وینې قند یا ګلوګوز کچه راټيتوي چې ډاکتران او د ملاریا معالج طبي کارکوونکي باید دې ټکي ته زیاته پاملرنه وکړي .
د ملاریا تشخیص یا پيژندنه په لابراتوار کې کېږي او په مستقیم ډول د وینې رنګ شوئ سلایډ تر میکروسکوب لاندې نیول کېږي او د ملاریا پرازیت په کې لټول کېږي .
که د ملاریا په ناروغۍ شکمن وئ او سلایډ منفي وي له ناروغ د تبې په وخت کې وینه واخلئ او یو ځل ېې بیا تر میکروسکوب لاندې وګورئ .
درملنه Treatment
د ملاریا عام ډولونه د کلوروکین په څېر په درملو معالجه کېږي چې په څو ورځو کې د ډاکتر د نسخې مطابق ناروغ ته ورکول کېږي خو له بده مرغه چې د ملاریا د پرازیت خطرناک ډولونه له ملاریا ضد ډیرو درملو سره مقاوم شوي او اوس د داډول ملاریا د درملنې لپاره د آریزونات او مفلوکین په څېر درمل بازار ته راوتلي .
د یادونې وړ ده چې له نیکه مرغه ډاکترانو د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه ډېره په زړه پورې او آسانه طریقه هم موندلې چې په ډیرو ځایونوکې ېې ډیره ښه نتیجه درلودلې ده .
د اروزینا پوهنتون بیوشیمي پوهانو داسې یوه طریقه په لاس راوړې چې د انسان وینه د ملاریا د غوماشې لپاره په زهرو بدلوي .
ډاکترانو د ملاریا د ناروغۍ لپاره ډیرې لارې وآزمویلې خو دا نوې طریقه ډېره اغیزمنه ثابته شوې او هغه دا چې ډاکترانو داسې یو پروتین موندلئ چې که د انسان په وینه کې شتون ولري د هغه وینه د ملاریا دغوماشې لپاره په زهرو اوړي او هر کله چې د ملاریا غوماشه داسې څوک چیچي چې په وینه کې يې دا پروتین شتون لري نو غوماشه د دوو ساعتونو په موده کې مري .
د ملاریا غوماشې د خپل تکثر لپاره ډېرو پروتینو ته اړتیا لري چې خپل دا پروتین د انسان له بدن تأمینوي .
اوس ډاکټران په دې کار کوي چې دا پروتین د ګولیو یا تابلیتو په بڼه جوړ کړي چې په دې سره به د انسان له وینې د ملاریا د غوماشې خواړه د هغې وروستي خواړه شي .
د ملاریا له ناروغۍ د ځان ساتلو څو طریقې
۱:
د اوسیدو د ځایو په شااوخوا کې د مردارو او ولاړواوبو ډنډونه باید ډک شي تر څو په هغو کې د ملاریا د غوماشې هګۍ او لاروا هم له منځه لاړ شي .
۲:
کوټو او د اوسیدو د ټولو ځایو کړکۍ او ورونه باید جالۍ ولري ترڅو کوتو ته د غوماشو له ننوتو مخنیوئ وشي .
۳:
له دې امله چې د ملاریا غوماشه د شپې له خوا چیچل کوي باید د شپې پر مهال په داسې پشه خانو یا جالیو کې ویده شو چې په حشره ضد درملو ککړۍ شوې وي او باید پشه خانې په داسې ډول ولګول شي چې د شپې پر مهال ماشومان ترې ونه وځي او د غوماشو تر برید لاندې رانه شي .
۴:
سړه هوا که هغه د کولر وي ، که د آیر کنډيشن او که د پکې کوټې ته د غوماشو له ننوتو تر یوه حده مخنیوئ کوي ځکه غوماشې د خپلو اوسیدو لپاره ګرم ځایونه ټاکي او پکې هم په هوا کې د غوماشو له الوت مخنیوی کوي .
۵:
له دې امله چې د ملاریا غوماشې لوړو ځایونو ته په آسانه نه شي ختلای په بالا خانو او لوړو بامونو د شپې په بشه خانو کې ویده کیدل د غوماشو د چیچلو خطر کموي .
۶:
که د شپې پر مهال هغه کریمونه چې د حشرو ضد دي په خپلو لاسو او پښو او د بدن په لوڅو ځایو وموښل شي د غوماشو د چیچلو خطر تر ډېره کمېږي .
۷:
که داسې سیمو ته سفر لرئ چې ملاریا په کې عامه وي له خپل ډاکتر سره په مشوره د اوونۍ یوه کلوروکین ګولۍ وخورئ تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شئ .
۸:
یو شمیر ډاکتران د وجود د معافیتي سیستم د پیاوړي کولو درمل هم ورکوي خو د انسان بدن د ملاریا د پرازیت په وړاندې د تل لپاره مقاوم نه پاته کېږي .
۹ :
کله کله په ځيګر کې پټ شوي پرازیتونه د بدن د کمزوري کیدو په وخت کې بیا فعالیږي او د ناروغۍ لامل ګرځي نو له همدې امله د ملاریا ناروغي باید په بشپړ ډول تداوي شي تر ځو په ځیګر کې د ملاریا پرازیت پاتې نه شي .
۱۰:
باید دکال د تودو ورځو له پیل کیدو سره سم کوټې د اوسیدو ځایونه شا اوخوا سیمې ، ونې ، او د اوسیدو ځای ته لنډ واښه او بوټي په حشره ضد مصئونو درملو چې اغیزه ېې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي آب پاشي شي خو مهمه خبره داده چې حشره ضد درمل په خپله هم د انسان په بدن ډېر ې منفي اغیزې لري خو ځکه باید په دې برخه کې له یوه درمل پيژندونکي سره مشوره وشي .