د ټولو کايناتو پيداکوونکی (الله رب العزت) ظاهره شتون موږ ولې نشو ليدلی؟
هريو انسان په دي پوهيږي چي نړۍ له ستونزو، مشکلاتو ، بدبختيو او له فساد څخه ډکه ده، مګر ددي بدبختيو او فاسدونو ترټولو بنيادي لامل انسانان دي ځکه موږ د هغه ادم د اولادي څخه يو چي قابيل د خپلي غوښتني او حسد د وجهي څخه هابيل ووژلو چي په دي سره يي په ټوله نړۍ کې د انسان وژني بنسټ کيښود، د همدي د وجهي نه په ټوله نړۍ کې ترټولو زياته اندازه انسانان د خپلو غوښتنو او خواهشاتو د پوره کولو لپاره د هري ممکني او ناراوه لارو څخه کار اخلي مګر د ناراوه لارو څخه کار اخيستنه ترکله او تر څه وخته پوري؟
حالن کې نړۍ ډير پرمختګ کړی او لا په پرمختګونو کې روانه ده، نو ولې دي پرمختګونو، نوښتونو او ټکنالوژۍ سره انسانه وژنه او فساد نه ختميږي، ددي هر څه سره معلوميږي چي د انسان فطرت داسی دی چي څومره لاسته راوړي لايي ورپسي حرص او غوښتني زياتيږي چي په دي سره ترټولو زياته اندازه انسانان په نړۍ کې فساد خپروي، نو تاسو څه فکر کوئ چي داسي څه به وي چي ټوله نړۍ اسلام قبول کړي او خپل ټول ژوند د اسلام په رڼا کې تير کړي چي په دي سره به په نړۍ کې فساد او انسان وژنه پای ته ورسيږي.
“ددي هرڅه د پای ته رسيدلو لپاره د الله رب العزت ظاهره ښکاره کيدل دي!”
څنګه د الله رب العزت په ظاهره موجودیت کې به فساد، انسان وژنه او ظلم پای ته ورسيږي؟
تاسو فکر وکړئ زموږ د انسانانو د ډلي څخه هغه څوګ چي عالم وي هغه څوک چي طاقتور وي او يا په ټوله کې داسي لوړ شخصيتونه چي هغوی ته موږ د احترام او يا ديو څه هدف د ترلاسه کولو لپاره د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلو د ډير ښه سلوک څخه کار اخلو او هغه څه نه ترسره کوو چي دهغوی د خوښي وړ نه وي او يا په ټوله کې هيڅ ګناهونه او ناوړه اعمال نه ترسره کوو، نو تاسو څه فکر کوئ چي داسي يو ستر رب چي زه به د هغه د قدرتونو د ليکلو څخه ناتوانه اوسم هغه رب چي بي شميره قدرتونه لري هغه رب چي د ځمکي، اسمانونو، دريابونو، سيندونو، غرونو، دانسانانو، حيواناتو، نباتاتو او جنياتو پيدا کونکی دی که هغه خپل صورت ښکاره کړي نو څه فکر کوئ چي په نړۍ کې به انسانان ګناه وکړي، ظلم به وکړي، يو بل به ووژني او فساد به خپور کړي نه! هيڅکله نه.
په حقيقي ډول دا نړۍ دالله تعالی له لوري د انسانانو لپاره يو امتحاني ډګر دی، د انسان لپاره يي حيوانات او نباتات تابع ګرځولي او انسان يي په ټولو مخلوقاتو اشرف المخلوق ګڼلی او د ژوند د تيرولو لپاره يي ورته يو قانون راستولی مقدس کتاب قران کريم چي د ژوند د تيرولو ټول اصول او قوانين په کې شتون لري او بيرته به ټول انسانان خپل رب ته ورګرځيدونکي وي او د خپلو اعمالو بدله به ګوري.
په دي نړۍ کې د الله رب العزت په ظاهره د نه ښکاره کيدلو حکمت په همدي کې دی چي انسانان ډير کمزوري دي، ددي نظام او د مخلوقاتو د پيداکونکي د ليدلو توان نه لري او هيڅکله به دداسي ستر رب په وړاندي او په ظاهره شتون کې به نافرماني او ګناهونه ونه کړي، يواځي او يواځي هغه دي د خپلو قدرتونو څخه وپيژني ايمان دي پري راوړي او د هغه ټولي سپارښتني دي په ژوند کې عملي کړي.
وفي الله (همت)