د ټولنیزې استوګنولۍ تاریخچه
(۱)- قانوني او سیاسي دريځ په دې معنا
(۲)- په عمومي چارو او ژوند کې د ښاروند رول.
(۳)- ښاروندي یو ښوونیز فعالیت ته هم ویل کیږي.
ښاروندي له لاندې بنسټیزو لویو بحثونو سره تړلې ده.
د سیاسي دولت ماهیت.،د ښاروند ځنګړیتاوې.،په ټولنه کې د فرد اړیکي.
د ښاروند تعریف: هغه حقوق چې قانون ورکړي له هغوی کټه واخلي. د شهروند مسولیتونه:
(۱)- له قوانینو اطاعت کول.
(۲)- د مالياتو ورکول
(۳)- له ټولنې دفاع کول
مدني روزنه
د ښاروندۍ د روزنې له مفهوم سره نږدې اړیکه لري. خو داسې هم ویلی شو چې تر دولت او سیاسي کړنلارو پورې ډېر تړاو لري. یا په بل عبارت مدني روزنه په یوه ولسواکه او تعلیم یافته ټولنه کې په محلي او ملي ټولنیزو کارونو کې د ټولنیزو استوګنوالو ګډون یو اړین کار بولي.
د ټولنیزې استوګنولۍ تاریخچه
د ټولنیزې استوګنولۍ د اړوند اصطلاحاتو د منځته راتګ ځای لرغونی یونان دی وروسته په غرب کې په لومړي ځل د سومر په تمدن کې رامنځته شوه او بیا د اتن تمدن ته انتقال شوه. د سیتې په لرغوني دور کې یوه سیاسي وړه ډله موجوده وه چې غړي او اوسیدونکي یې به یې د سیاسي او مذهبي بنسټونو له خوا مشترکاً اداره کول.
په یونان او روم کې ټولنیزه استوګنولي
په یونان کې د مدني ټولنې کلیمې د ارستو په وخت کې کارول شوي دي. د ښار اوسیدونکي معنا یې لرله او له city-state سره تړلې وه. ټولنیزې استوګنولۍ د زده کړې له پاره منسجم د زده کړې پروګرام لومړی ( اسپارت) جوړ کړی و د رومیانو استوګنولۍ له اتنیانو سره دوه ډوله توپیر درلود لومړۍ دا چې هېڅ رومي د استوګنولۍ سره د موسیقۍ زده کړه نه حمایه کوله دویم دا چې رومیان د پلار واکۍ ډوله کورنیو د جوړولو په حال کې و. رومیان په دې عقیده و چې د ښاروندۍ روزنه د کورنیو دنده ده له اوه کلنۍ به یې تر شپاړ کلنۍ ورکوله . د روم د امپراطورۍ په وخت کې ښاروندي ورو ورو سیاسي شوه.
ټولنیزه استوګنولي له منځنۍ دورې تر دې دمه
په منځنیو پېړیو کې استوګنولي تر ډېره وخته له پامه وغورځېدله اخلاقي زده کړو او وفاداریو ښوونې روزنې له پاره محوري رول کلیسا لوباوه. د ایټالیا څو ښارونه لکه فلورانس او وینزکې په ټولنیزو کارونو کې خلکو ګډون درلود، ښاروندۍ او مدني ټولنې مفهوم په اولسمه پېړۍ کې د ځینو متفکرینو له خوا په ځانګړۍ توګه ( تامس هابز او جان لاک) سیاسي تفکر ته راګرځي، هابز په دې باور و خلک ځينې حقوق لري.لیبرالیزم پراختیا له اولسمې پېړۍ د ښاروندې په معنا کې بنسټيز بدلون راوست. ځینې وخت په لیبرالیزم کې مدني ټولنه، هم دولت او هم د افرادو ځانګړو حقوقو ته شاملیږي. په نولسمې او شلمې پېړیو په اږدو کې د استوګنولۍ زده کړه د دولت له پاره مهمې وګرځولې. په وروستیو کې د ملت او ملت جوړونې مفاهیم رامنخته شول،دویمې نړۍ والې جګړۍ وروسته دا نظریه له ماتې سره مخامخ شوه؛ ځکه په المان کې دا ثابته شوه چې د یو فرهنګ لاندې ممکن اقتدار پالنه استبدادي نظام منځته راولي. دوه بدلونونه مدرنيزم او پوست مدرنيزم د استوګنولۍ په مفهوم کې یې بدلون رامنځته کړه