د يوې سترې ګناه پرمختللې بڼه… د انټرنټ کارول!

يو له هغو بنسټونو څخه چې اسلام يې لارښوونه کوي د فحش ، نه خپرول دي، فحش په لغت کې هرې ګناه ته وايي چې بدوالی يې ډېر وي، او په شريعت کې د فحش مفهوم عام دی، هرې ګناه ته ويل کيږي که هغه په خوله وي او که په لاس وي، او په پښتو کې د فحش معنا په بې حیايۍ او بد کارۍ سره کيږي، په قرآن کريم کې ځای پر ځای له فحش څخه ممانعت راغلی دی، الله پاک فرمايي:

 وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ [الانعام: 151]

ژباړه : بې حيا کارونه، که ښکاره وي که پټ، مه ور نږدې کيږئ.

بل ځای فرمايي: قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ[الاعراف: 33]

ژباړه : ورته وايه! زما رب خو ايله ښکاره او پټ بې حيا کارونه  حرام کړي دي.

په دې اياتونو کې د فحش دوه ډولونه ياد شوي دي چې يو يې ظاهري او بل باطني فحش دی، علماوو د دې اياتونو څوتفسيرونه کړي دي: يو تفسير يې دا دی چې له ظاهري فحش څخه هغه ګناهونه مراد دي چې له ژبې، لاس-پښتو او نورو سره تړلي وي او له باطني فحش څخه هغه ګناهونه مراد دي چې له زړه سره يې اړه ده لکه: حسد، کينه، حرص، ناشکري، بې صبري او داسې نور.

دوهم تفسير يې دادی چې له ظاهري فحش څخه مراد د بې حيايۍ هغه کارونه دي چې په ښکاره کيږي، لکه: پردو ښځو ته کتل، ناروا انځورونه او د بې حيايي خبرونه خپرول …او له باطني فحش څخه مراد د بې حيايۍ هغه پلانونه دي چې انسان يې له ځان سره فکر کوي او په پايله کې د عمل جامه ور اغوندي.

ځينو مفسرينو د ظاهري فحش څخه هغه ګناهونه مراد کړي دي چې د ګناه اړخ يې څرګند وي او هر څوک پوهيږي چې دا کار ګناه ده، او له باطني فحش څخه هغه ګناهونه مراد دي چې د الله په نېز ګناه وي اګر که خلک يې ګناه نه بولي او يا يې له ګناه څخه خبر نه دي، لکه : يوې داسې مېرمنې سره نکاح کول چې شرعا ورسره نکاح کول حلال نه وي او يا له درې طلاقونو ورکولو وروسته هم مېرمنه په خپل کور کې ساتل او مېرمن ګڼل. (معارف القرآن)

په پورتني آيت کې الله پاک فرمايي چې تاسو فحشاوو ته نږدې کيږئ هم مه، معنا دا چې هغو مجلسونو او ځايونو ته هم مه ورځئ چيرې چې فحش خبرې يا کارونه کيږي؛ ځکه چې داسې مجلسونو ته ورتلل هم انسان بې لاري کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې فرمايي: مَنْ حَامَ حَولَ حَمیً اوشَکَ أنْ يَّقَعَ فيه.

ژباړه: څوک چې له يو منع شوي ځای سره نږدې ګرځي، لرې نه ده چې پکښې ولوېږي.

بل ځای کې الله پاک فرمايي:

إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ[النحل: 90]

ژباړه: يقيناً الله د عدل، ښېګڼې، او خپلوانو ته د ورکړي امر کوي، او له بې حيايي، بدۍ او تېري نه منع کوي، هغه تاسو ته نصيحت کوي ترڅو درس واخلئ.

مفتي محمد شفيع رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي چې: دا د قرآنکريم ترټولو جامع آيت دی چې د اسلام لارښوونې يې په څو الفاظو کې را نغښتي دي، له همدې امله د سلف الصالحينو له وخته تر ننه همدا آيت د جمعو او اخترونو د خطبو په پای کې  لوستل کيږي، حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي چې: په سورة نحل کې د قرآن کريم ترټولو جامع ايت همدا دی.

په دې آيت کې الله پاک د درې شيانو امر کړی دی: عدل، ښېګڼه او خپلوانو ته ورکړه، او له درې شيانو څخه يې ممانعت کړی دی: بې حيايي، بدي او تيری، او همدا شپږ شيان د يوې سالمې ټولنې بنسټونه دي .

اوسنی پېر او د فحشاء نوې بڼه :

په اوسني پېر کې د فحشاء خپرولو لپاره  د اسلام دښمنانو داسې وسائل رامنځته کړل چې د ډېرو نېکو کارونو لپاره هم کار ورڅخه اخېستل کيږي او نه يوازې هغه څوک لاس رسی ورته لري چې اړتيا يې وي؛ بلکې د هر وګړي لاس ته رسېدلي دي، که لوی او که کوچنی وي، په خپله ګټه او تاوان پوهيږي او که نه پوهيږي، چې همدا د غربيانو يو له مهمو اهدافو څخه و، هغوی په دې  نتيجه رسېدلي دي چې د يوې مسلمانې ټولنې د بې لارې کولو لپاره ترټولو ښه لاره همدغه ميډيا ده چې په مټ يې کولای شي مسلمانان په فحشاوو روږدي کړي او بيا ورباندې خپل اهداف تطبيق کړي .

اوسنۍ ميډيا په لوی لاس داسې پروګرامونه خپروي چې په ټولنه کې فحشاء عامه شي او خلک بې لاري کړي، له مېرمنو سره ژوندۍ فاحشې مرکې، د جنسي مسائلو څېړنه، د نارينه او ښځينه وو د نامشروعو اړيکو ټينګولو کيسې، فاحش انځورونه او هغه راپورونه چې د بې حيايي پرته ټولنې ته بل هيڅ زېری نه راوړي.

فحشاء خپرونکو ته د قرآن کريم خبرداری

داسې خلکو ته چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي عامه کړي الله پاک په دنيا او آخرت کې د دردناک عذاب خبرداری ورکړی دی:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ[النور: 19]

ژباړه: بې شکه هغه کسان چې په مؤمنانو کې فحشاء خپرول خوښوي، د هغو دپاره په دنيا او آخرت کې دردناک عذاب دی.

دا ايت د (افک) د پېښې په اړه نازل شوی دی؛ خو حکم يې عام دی او هرڅوک چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي خپره کړي، د همدې وعيد لاندې راځي.

ځينو مفسرينو ليکلي دي چې ترڅو د يوې ناروا پېښې په اړه پوره شواهد وجود ونه لري چې په نتيجه کې يې عاملينو ته شرعي جزا ورکړل شي، بايد داسې خبرې هم په ټولنه کې خپرې نه کړل شي؛ ځکه چې له شواهدو او عواقبو پرته د داسې ناوړه کارونو خبر خپرول نور خلک پر ګناهونو زړور کوي او دا کار هم په ټولنه کې فحشاء ته لمن وهل دي.

د دې موضوع  يو اړخ د انټر نټ کاروونکو ته متوجه دی، ځينې خلک په ډېره لاپروايي سره په فيسبوک او نورو انټر نټ پاڼو کې ناوړه انځورونه او بې حیا خبرې خپروي او يوازې دې ټکي ته خوشحاله وي چې زما ليکنه دومره ډېرو خلک خوښه کړه، خو دې ته پام نه کوي چې زما ناوړه انځور يا بې حيا خبره په فيسبوک يا انټر نټ کې څومره ډېر خلک ګوري همدومره ډېره ګناه را پسې ليکل کيږي، او دا داسې ګناه ده چې کيدايشي کلونه کلونه دوام وکړي؛ ځکه چې د انټر نټ جال ته يو ځل کوم انځور يا ليکنه ننوځي بيا يې ترې راوتل نشته او چې څومره وخت تېريږي، همدومره ډېر خلک يې ګوري.

په پايله کې هغه يوه تلپاته ګناه ګرځي او خدای مکړه له مرګه وروسته يې هم انسان ته جزا رسيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې د يو ښه کار بنسټ کيښود، ده ته به يې ثواب رسيږي او چې څومره خلک پر هغه عمل کوي د هغوی ثواب هم ور رسيږي او د هغوی له ثواب څخه څه نه کمیږي، او څوک چې د يو بد کار ډبره کيږدي ده ته يې ثواب رسيږي او څومره خلک چې هغه ناوړه کار پر مخ بيا يي هغومره ګناه به ده ته ليکل کيږي او د هغوی له ګناهونو څخه به هم څه نه کميږي.

 زما خطاب هغه چا ته دی چې په دې نا وړه کارونو اخته وي

ګرانو وروڼو! راځئ له اوس څخه تکل وکړو چې نور به په انټر نټ کې داسې څه نه خپروو چې زموږ سپېڅلې عقيده يې اجازه نه راکوي، د دې پر ځای داسې خبرو ته ملا وتړو چې خپله پوهه مو زياته شي او نور مسلمانان هم ګټه ورڅخه واخلي او که پخپله د نېکو او غوره خبرو په اړه معلومات نه لرو؛ بايد له نورو خلکو څخه پوښتنې وکړو او يو علمي او اصلاحي چاپېريال را منځته کړو.

خدای دې وکړي چې په دې څو ټکو ګران وروڼه خوابدي نشي او دې سترې ګناه ته متوجه شي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب