د يهودو له پلانونو او پروتوکولونو خبر شئ (څلورمه برخه)

درېیم پرتوکول

غواړم اعلان وکړم چې موخو ته د  رسېدو لپاره لږ وخت پاتې دی. که لږ مزل نور هم وکړو، د هغه مار سر او لکۍ چې زموږ سمبول دی سره یو ځای  به شي وبه نښلېږي او یوه حلقه به جوړه کړي. د حلقې مانا داده چې ټول اروپايي هېوادونه به، په دې حلقه کې محاصره شوي او زموږ د نفوذ لاندې په راشي.

ـ د نړۍ د قوانینو تعادل به ډېر ژر له منځه لاړ شي، ځکه چې موږ دغه قوانین له هماغه پیل نه بې تعادله جوړ کړي دي. غیریهودیان فکر کوي چې ددوی د قوانینو معیار او تعادل  لوړ او تل پاتې دی، خو له دې نا خبره دي چې یوه ورځ به یې یاد قوانین بې موازېنې شی.

په دا ډول ټولنو کې رهبران د محور حیثیت لري چې د درباریانو لخوا احاطه شوی وي، درباریان تر هغو له خپل محور نه تاوېږي څو چې رهبر له واکه لرې کړي.

یا هم په بل عبارت، رهبر له خپل ولس نه چې د پیاوړتیا لمړی عنصر دي، واټن اخلي بیا نه شي کولای چې له خپل هغه دښمن سره چې د قدرت غوښتونکی دی مقابله وکړي، پای کې لوبه وبایلي او مغلوب شي.

دا موږ یو چې د رهبر او ولس تر منځ مو واټن رامنځته کړی دی او له دواړو نه مو قدرت اخیستی دی، لکه ړوند او امسا مو سره بېل کړي دي.

ـ ددې لپاره چې د نړۍ قدرت غوښتونکي پس دقدرت له ترلاسه کولو نه، ونه شي کولای چې خپل ځواک او قدرت نه په سمه توګه استفاده وکړي، موږ مخکې له مخکې په دې هکله ځانګړي تدابیر سنجولي دي.

لمړی دا چې د قدرت غوښتونکو پام مو له ازادۍ نه د استقلال خواته اړولی دی.

دوهم دا چې بېلابېل ګوندونه مو جوړ کړي دي او بیا مو د یو بل پر وړاندې ودرولي دي.

درېیم داچې د سترو قدرتونو د جوړېدا مخه مو نیولې ده، هېڅ کله نه پرېدو چې ستر قدرتونه دې رامنځته شي. داسې حالت رامنځته کوو چې قدرت ته رسېدل د ټولو لپاره یوه موخه شي. پای کې دولتونه د ګلادیاتورانو د جنګ ډګر ګرځوو، څو د مبهمو او پېچلو مسایلو پر سر شخړې او لانجې روانې اوسي، څو په نړۍ کې بې نظمي او ګډوډي خوره شي.

د وسلو فقر

فقر او غریبي داسې زنځیر دی چې د غلامۍ له زنځیر نه څو برابره کلک دی. موږ په خپل اساسي قانون کې د ملتونو د سوکالۍ او مادي رفاه په اړه خیالي مادې رامنځته کړي دي نه حقیقي.

هېڅ کله به دغو حقونو ته د عمل جامه وا نه غوندو، که داسې شي چې هرڅوک د هر ډول خبرې ویلو حق ولري، که داسې شي چې هر ورځپاڼه لیکونی دې د هرې خبرې لیکلو حق ولري، که چېرې هر کارګر چې تقدیر یې په کار پورې تړلی دی خود کفا شي او په دې هم پوی شي چې اساسی قانون یې ګتې نه تضمینوي، سباته په ټاکنو کې برخه نه اخلي او خپل استازي ته رایه نه ورکوي. هغه استازي چې حقیقت کې زموږ لخوا ګورمال شوي دي.

ددې لپاره چې له دا ډول حالت سره مخامخ نه شو له قوانینو نه هغه اصول او مادې حذفوو چې ددوی اقتصادي رفاه تضمینوي او پر ځای یې یوازې د اعتصاب حق ورکوو.

موږ له کمونیسم نه ملاتړ کوو

اریستوکراسي زموږ لخو او زموږ د عواملو له امله لمنځه ویوړل شو،  خو د اریستو کراسي په لمنځه تللو سره هم کیسه پای ته ونه رسېده. دا ځل د شتو او پېسو لیونيو له نورو لارو چارو نه په ګتې اخیستنې د خلکو پروړاندې خپل دامونه غوړولي دي. لکه څنګه یې چې همدا نن هم ګورئ د پیسو لیوني د استثمار ژغ د بېچاروو کارګرانو په اوږو ايښی دی او هغوی نه یې خپل غلامان جوړ کړي دي.

ـ موږ د صحنې پرمخ د کارګرانو د ملاتړو رول لوبوو. د همکارۍ او برابرۍ تر شعارنو لاندې یاد کارګران خپلو لیکو ته را جلبوو او د خپل جنګي پوځ لیکې پرې پیاوړې کوو.

اریستوکراسي د قانون له ملاتړه برخمن و او د خواریکښو د لاس د ټناکو په ګټو یې ځانونه مړول، دهمدې لپاره یې د کارګرانو خوړو او صحت ته ډېره پاملرنه کوله. غوښتل یې چې کارګران دې پیاوړي او رک روغ وي، څو چې ډېره ګټه ورته بچت کړي. خو زموږ نظریه ددې مخالف ده، موږ د غیر یهودیانو د وژلو او مرګ په فکر کې یو، یا هم په بل عبارت موږ د کارګرو د خوارځواکۍ او جمسې ضعیفتیا په لټه کې یو، ځکه چې له دې لارې کولای شو چې کارګر خپل غلامان کړو او ټول اختیار یې په خپل لاس کې واخلو، چې ونه شي کولای زموږ د غوښتنو پر وړاندې ودرېږي. لوږه زموږ توره ده، چې هېڅ کله نه پڅېږي.

ـ د خلکو په منځ کې حسد، کرکه، نفرت او حرس خپروو، ترڅو د خلکو له قهر نه ګټه واخلو، هغه خنډونه چې زموږ په لاره کې پراته دي، ددوی په لاسونو یې لرې کړو.

ـ    کله چې زموږ د بادشاهي وخت راورسېده، کله چې د ټولې دنیا د ژغورونکي د بادشاهۍ وخت راورسېده او کله یې چې د بادشاهۍ تاج پر سر کېښود، نو د همدغو ناپویه ولسونو په لاسونو ټول خنډونه لرې کوو.

ـ غیریهودیانو د فکر کولو عادت هېر کړی دی، مګر دا چې زموږ پوهان او متخصصان ورته مالومات ورکړي. ځکه خو هغوی زموږ د هغو پلانونو او نقشو په هکله هېڅ خبر نه دي او نه هم پرې د پوهېدو درک او ځواک لري چې موږ یې په نړۍ د حکومت کولو لپاره طرحه کوو.

پر موږ لازمه ده چې د دولتي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو له لارې، دوی باوري کړو چې ټول خلک د پوهې او استعداد له مخې یو شان نه دي، د سلیقې او د ژوند د موخو له نظره سره اختلاف لري. د فردي اختلافاتو د اصل منل، د کار وېش د استعداد له مخې باید دود کړو، کله چې خلکو کې طبقه بندي رامنځته شي او چارې د طبقو له مخې ووېشل شي، بیا په خپله پوهېږي چې ټول خلک د قانون له مخې یو شان نه دي. بیا مو که هرچاته هره دنده ورکړه پرته له اندېښنې یې مني او موږ ته تسليمېږي. همدارنګه دا ډول تربیتي نظامونه خلک اړ باسي چې هرقرارداد یا هره خبره پرته له هغې دغې په ړندو سترګو ومني.

یهودیان به رک روغ پاتې شي

اقتصادي بحران د غیرو یهود د قهر او غوسې لامل کېږي او صنعت کرا، کرا لمنځه ځي.

په دې وخت کې موږ د پټو عملیاتو له لارې او د هغو طلاوو له لارې چې پخوا مو ترلاسه کړي دي اقتصادي بحران ته لمن وهو، څو چې لمبې یې اسمان ته پورته شي چې  کارګران لار او کوڅو ته راووځي، څو د خپلو رهبرانو وینې تویې کړي او شته یې چور او تالان کړي.

موږ به په دې منځ کې روغ پاتې شو او مالونه به مو هم خوندي وي. ځکه چې موږ او تاسو د پېښې له پیله په هرڅه پوی یاستو او د خپلو شتو د ساتنې لپاره مو مخکې له مخکې تدابیر نیولی دي.

ـ تاسو ته مو ښکاره کړه چې په څه ډول د وخت په تېرېدو سره به غیر یهودیان موږ ته تسلیم شي، ځکه په دې ډېر ښه پوهېږو چې څه وخت له ټولو موسسو او ادارونه ازادي سلب کړو.

ـ کله چې ولسونه ګوري چې ټول امتیازونه دوی ته د ازادۍ تر نامه لاندې ورکول کېږي، فکر کوي چې دوی پر نړۍ د رهبرۍ ټوان لري. خو ډېر ژر زموږ لارښوونوته اړتیا پید کوي. بیانو په دواړو لاسونو قدرت زموږ مخې ته ږدي اود ټولو چارو رهبري او واک موږ ته راکوي.

که د فرانسې انقلاب مطالعه کړو، پوی به شو چې موږ د کبیر لقب هغوی ته ور کړ، دا زمینه موږه ورته برابره کړه، لنډه دا چې دا زموږ طرحې وې.

ـ له ډېرې پخوا زمانې نه موږ خلک له ډول، ډول افتونو نه ژغورلي دي، راتلونکي کې به هم ددوی لارښوونه کوو، ان تر دې چې هغه بادشاهي چې د بني اسرايیلو وینه یې په رنګونو کې جریان لري هم موږ ته د تعظیم سر ټیټ کړي او هغه حکومت ته تسلیم شي چې موږ یې د نړۍ لپاره په پام کې لرو.

ـ  اوس مهال موږ په نړۍ کې یو نړیوال او نه ماتېدونکی پوځ یو، چې یوه خوا پر موږ حملې کوي او بله خوا مو ملاتړ کوي. د غیریهودو یو رذالت او ځانګړتیا داده چې د زورور اطاعت کوي او په مظلومو تېری کوي.

که له یوې خوا د تضادونو او عقیدو تحمل نه لري، له بلې خوا حاضر دي چې د ظالم او مستبد نظام پر وړاندې پټه خوله پاتې شي او هېڅ شکایت ونه کړي. غیریهودیانو د زمانې د هر دیکتاتور ظالم او ستم زغملی دی، پایله کې یې فقد شل تنه له دغو دیکتاتورانو نه وژلي دي.

د ازادۍ کلمه انساني ټولنه د هرډول زور زیاتې پر وړاندې جنګ ته راکاږي. ځکه خو کله چې موږ قدرته ورسېدو، باید چې د ازادۍ کلمه د د فرهنګ له قاموس نه لرې کړو، ځکه چې دا کلمه ملتونونه خوړونکي ځناور جوړوي.

کله چې ددغو ځناور خېټې له غوښو او وینو ډکې وي بیانو خوبونه کوي او له هرڅه بې خبره وي. په داسې وخت کې کولای شو چې ټول په زنځیرونو وتړو، ځکه که وینه ونه څکي نه ویده کېږي او لانجې او شخړې به روانې وي.

یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب